آرشیف

2022-4-8

eazam

په روژه کې د ورځي درې مُهم ساعتونه

بسم الله الرحمان الرحيم

حامدًا و مُصليًا امابعد:

 د رمضان په مبارکه مياشت کې په ورځ کې درې ساعتونه ډېر مُهم دي، بايد ډېره پاملرنه ور ته وشي.

که دغو درو ساعتو ته پاملرنه وشي، نو ان شاء الله د رمضان د مياشتي له فائدو څخه به برخمن شوي يو.

هغه درې ساعتونه دا دي:

۱ : يو ساعت د روژې د ماتولو په وخت کې: په دې وخت کې روژه ماتی بايد ژر تيار شي او ځان په دې وخت کې دُعاء ته فارغ کړه، ځکه په دې وخت کې دُعاء قبلېږي، د ځان،مور او پلار او ملګرو لپاره دُعاګاني وغواړه او همدا راز مړه مسلمانان هم بايد هېر نه کړل شي، ځکه هغوی ستا دُعاء ته ضرورت لري .

۲ : دوهم ساعت د شپې په آخره حصه کې دی : دغه وخت د الله تعالی سره د يوازيوالي وخت وګرزوه، ځکه الله پاک په دې وخت کې آواز کوي چې څوک سوال کوونکی شته چې زه يې ور کړم؟ او څوک بخښنه غوښتونکی شته چې بخښه ور ته وکړم؟

نو په دغه وخت کې بايد له الله پاک څخه پخښه وغوښتل شي .

۳: دريم ساعت د سهار تر لمانځه وروسته د لمانځه په ځای کې تر اشراق پوري کېناستل دي .

دا هم ډېر د ګټي وخت دی.

که دغو درو ساعتو ته پام وشي نو ان شاءالله د رمضان په مبارکه مياشت کې به مو د پام وړ ګټه کړې وي.

وصلی الله علی نبينا محمد وعلی آله وصحبه اجمعين

ليکوال : الحاج مولوي عصمت الله عزام