آرشیف

2021-1-17

eazam

د سعادت او نېکمرغۍ اسباب( دريمه او وروستۍبرخه)

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده و نصلي و نسلم علی رسوله الکريم امابعد:

( په تېر پسې )

۷: بل سبب د سعادت او نېکمرغۍ دُعاء ده.

په دُعاء سره الله تعالی د دُنيا او آخرت کاميابي او نېکمرغي ور کوي او الله تعالی بندګانو ته د دُعاء غوښتلو امر کړی او د قبلولو وعده يې ور کړې ده.

الله تعالی فرمايلي دي:  وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ  [غافر:٦٠]،  

ژباړه: او ستاسو رب ويلي دي چې ما در وبولئ، سوال به مو قبول کړم!!

له الله تعالی څخه دُعاء غوښتل چې الله تعالی مو د دُنيا او آخرت نېکمرغي په برخه کړي، خصوصًا هغه دُعاء چې په مسلم شريف کې   ذکر شوې ده چې رسول الله – صلى الله عليه وسلم- به کوله « اللَّهُمَّ أَصْلِحْ لِى دِينِىَ الَّذِى هُوَ عِصْمَةُ أَمْرِى وَأَصْلِحْ لِى دُنْيَاىَ الَّتِى فِيهَا مَعَاشِى وَأَصْلِحْ لِى آخِرَتِى الَّتِى فِيهَا مَعَادِى وَاجْعَلِ الْحَيَاةَ زِيَادَةً لِى فِى كُلِّ خَيْرٍ وَاجْعَلِ الْمَوْتَ رَاحَةً لِى مِنْ كُلِّ شَرٍّ » ( مسلم ص: ۳۴۹ ج: ۲ )

ژباړه: يا الله! زما لپاره زما دين اصلاح کړه، کوم چې زما د کار ساتنه ده او زما لپاره زما دُنيا اصلاح کړه په کومه کې   مي چې ژوند دی، او آخرت مي راته اصلاح کړه، په کوم  کې   مي چې بيا را ګرزېدل دي، ژوند راته په هر خير کې   د زياتوالي سبب وګرزوه او مرګ راته له هر شر څخه د راحت سبب وګرزوه!!  

همدا راز نوري مسنوني دُعاګاني کول.

۸: استغفار او له ګناهونو بخښه غوښتل:

الله تعالی د استغفار لپاره ګڼي فائدې بيان کړې دي.

الله تعالی فرمايلي دي: فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا، يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَارًا،  وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَلْ لَكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَلْ لَكُمْ أَنْهَارًا ﴾ [نوح:١٠-١٢].

ژباړه: او ورته ومي ويل چې له خپل رب څخه مو بخښه وغواړئ، هغه يقينا ډېر بخښونکی دی، اسمان به ډېر اورونکی در باندي را خوشي کړي، او په مالونو او زامنو به ستاسو مرسته وکړي، باغونه او ويالې به در ته پيدا کړي!!  

چا ته چې د استغفار دغه فائدې حاصلي شي، هغه پرته له شکه نېکمرغه دی.

۹: د الله تعالی ذکر او يادول هم يو مُهم سبب دی.

الله تعالی فرمايلي دي: أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ ( الرعد: ۲۸)

ژباړه: خبر شئ! زړونه د الله په ياد ډاډه کېږي!!

۱۰: پر انسان د الله تعالی له لوري شوي نعمتونه د ځان سره يادول: په دې سره هم د انسان زړه خوشحالېږي، غم او پرېشاني ترې ځي.

۱۱: د غم او پرېشانۍ د ختمېدو او د خوشحالۍ او نېکمرغۍ لپاره يو مُهم اصل دا هم دی چې انسان فکر حاضر کار ته راغونډ کړي، تېره پرېشاني او راتلونکي سوچونه له پامه وغورزوي.

۱۲: د الله تعالی د مخلوق سره ښېګڼه کول: هر ډول ښېګڼه چې د انسان په وس وي، که مرسته وي او که ښه خبره وي، په دې سره الله تعالی له بنده غمونه او مصيبتونه ګرزوي.

۱۳: د انسان د دُنيوي سعادت او له غم او پرېشانۍ د خونديتوب لپاره اړينه ده چې انسان ځان په يوه کار مصروف کړي.

کله چې څوک په يوه زړه پوري کار مصروف وي، نو په دې سره هم له پرېښانيو خوندي کېږي.

۱۴: ښه کور، نېکه ښځه او ښه سورلۍ هم د انسان د ژوند په سمېدو کې   ښه رول لري او په ځينو روايتونو کې   د نېکمرغۍ له اسبابو څخه شمېرل شوي دي.

دا ځيني اسباب دي چې په عملي کولو سره يې د دُنيا او آخرت سعادت او نېکمرغي تر لاسه کېږي.

الله تعالی دي موږ او تاسو ټولو ته د عمل توفيق راکړي او د دُنيا او آخرت سعادت او نېکمرغي مو دي په برخه کړي. آمين

وصلی الله علی نبينا محمد وعلی آله و صحبه اجمعين

ليکوال : الحاج مولوي عصمت الله عزام