آرشیف

2021-11-17

eazam

رياء او ځان ښودنه

بسم الله الرحمان الرحيم

نحمده و نصلي و نسلم علی رسوله الکريم امابعد:

شيطان چې د انسان تاريخي دُښمن دی، د انسان دوزخي کېدل د ده ستر ارمان دی، د دې لپاره له ډېرو لارو چارو کار اخلي.

يوه له هغو څخه دا ده چې  شيطان کوشش کوي چې بنده په شرک اصغر ( رياء ) کې   اخته کړي.

شيطان دا کوشش کوي چې د ده نيت ور خراب کړي، داسي نيت يې په عبادت کې   ور پيدا کړي چې خلگ مي وويني، نو وبه  وايي چې گوره دا داسي ښه سړی دی،داسي ښه کارونه کوي.

د خلگو مخته عبادت کوي، خو په يوازي والي کې   يې نه کوي، يا د خلگو مخته په اطمينان سره اوږد لمونځ کوي، خو چې يوازي شي بيا يې په تلوار سره کوي، يا يو عبادت يوازي وکړي او بيا يې خلگو ته تذکره کوي چې زه داسي عبادتونه کوم.

که په دې سره شيطان بريالی شو، نو هم به د ده عبادت ور برباد کړي او هم به يې په گناه کې   اخته کړي.

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « قَالَ اللَّهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى أَنَا أَغْنَى الشُّرَكَاءِ عَنِ الشِّرْكِ مَنْ عَمِلَ عَمَلاً أَشْرَكَ فِيهِ مَعِى غَيْرِى تَرَكْتُهُ وَشِرْكَهُ ».( رواه مسلم ص: ۴۱۱ ج: ۲ )

ژباړه: حضرت ابوهريره – رضي الله عنه – ويلي دي چې رسول الله – صلی الله عليه وسلم – وفرمايل: الله – تبارک و تعالی – فرمايلي دي: زه په ټولو شريکانو کې   له شراکته ډېر وېزار يم: څوک چې داسي کار وکړي، چې په هغه کې   يې زما سره بل څوک شريک کړ، زه هغه او د هغه شراکت پرېږدم!!

يعني په دُنيا کې   خلگ يو کار کوي، نو د ځان سره بل  څوک شريک کړي او په گډه کار کوي.

الله – سُبحانه و تعالی – فرمايي: زه شريک ته اړتيا نه لرم، زه د کارونو په تر سره کولو کې   د بل چا مرستي ته اړتيا نه لرم او له داسي شريک څخه وېزار يم.

همدا راز په عبادت کې   هم له شراکته وېزار يم.

که څوک يو عبادت وکړي او په هغه کې   زما سره بل څوک شريک کړي، نو زه به هغه د ده د شريک سره پرېږدم.

يعني زه د هغه عبادت ثواب نه ور کوم.

په دې کې   دي سړی د ځان سره فکر وکړي چې څومره د تأسف ځای دی چې څوک په دُنيا کې   ځان په عبادتونو کړوي، ستړی وي، خپل مال مصرفوي، جهاد کوي او يا نور د خير کارونه کوي، خو د قيامت په ورځ به  بيا هم د الله پاک په دربار کې   خوار او ذليل ولاړ وي.

او پر ځای د ثواب به يې عذاب په برخه وي، له دې امله چې د ده په عبادت کې   اخلاص نه وو، نورو ته يې ځان ښودنه مقصد وه، څو خلگ ده ته ښه سړی، سخي،مجاهد او عابد ووايي!!  د داسي سړي په حقيقت کې په الله پاک، د قيامت  په ورځ او په حساب او کتاب باندي صحيح يقين نشته او يا ترې غافل دی.

ځکه څوک چې د دغو ټولو خبرو يقين و لري، هغه بيا ولي په خپل عبادت کې   د مخلوق ستاينه غواړي، په داسي حال کې   چې د مخلوق له ستايني هيڅ نه جوړېږي.

ځکه نور خلګ خو هم د ده په څېر دي، څوک به ترې ښه او څوک هم بد وي، د هغوی بد او ښه ويل ور ته ګټه نه رسوي، نو انسان بايد دې ته پام وکړي چې دی خو د الله تعالی بنده دی،  الله پاک به د ده د عمل بدله ور کوي، خلګ يې نه ور کوي.

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و صحبه اجمعين

ليکوال : الحاج مولوي عصمت الله عزام