آرشیف

2015-6-20

پوپل زی .

د افغانستان و ریس جمهور ښاغلی حامد کرزی ته سر خلاصی لیک

فولاد څنګه کلک کیږی

تر هر څه دمخه غواړم خپل احترامات وتاسو ته تقد یم کړم ؛ محترم ریس صاحب زه به ستاسو هغه اولینه خبره چی تاسو دموقتی اداری څخه وانتقالی دوری ته په کابل کښی په لویه جرګه کښی وحاضیرینو ته وکړل ؛ چی محترمو دوستانو نه پوهیږم چی دکوم ځایه څخه یی را شروع کړم؛ او بله وعده دی هم وملت ته ورکړل چی دقومندان سالاری اوټوپک سالاری پرځای به مردم سالاری ته ترجع ورکړم زه هم اوس ستاسو دهغی وینا مطابق دا ویل غواړم چی ددی دولسو کالو په جریان کښی ستاسو د سیاسی نظام حوادث دومره پیچلی او مغلق سوی چی نه پوهیږم دکوم ځایه څخه یی راشروع کړم؛ خو دومره می په یوه سوال سر ډیر خلاص دی؛ چی هغه ستاسو ده اداری او نظام د۲۰۰۱ کال را په دی خوا؛ اود جوړښت په غرض چی په جرمنی کښی دبون په ښار کښی ترتیب او جوړه سوه او ستاسو په غیاب کښی یی تاسو یی دافغانستان دخلګو دریس جمهور په صفت تعین او ټاکلی او تاسو ته یی دا ستر مسولیت در پرغاړه کړی چی دوهم ځل بیاهم دخلګو په راییو ودی مسولیت ته مو ټټر ووهه تاسو به ددی اواخیرو څو کالو په جریان کښی دداخلی او خاریجی مطبوعاتو او رسانیو څخه پوره معلو مات لری چی ولس ستا سو پر دغه فعلی اداری اونظام کلکه نیوکه لری چی په نتیجه کښی ولس خپله مصافه ورځ تر بلی ستاسو دنظام او ستاسو دنظام ددغو اشخاصو او افرادو څخه لیری کړی ده؛ چی دا افراد هم زموږ دخلګو دسر درد دی او هم دبین المللی ټولنی دسر درد دی پر ځای ددی چی دغه اشخاص او افراد باید وبین المللی محکمی ته دبشری جرمنو په تور ور پیژندل سوی وای خو دوی برعکس ستاسو پر شا وخوا راټول دی او دهیڅ نوع جنایت څخه مخه نه اړوی. علم حکم کوی چی دیوه نظام پایښت دهغه نظام په عدالت کښی پروت دی او سقوط یی په بی عدالتی کښی نغښتی دی؛ او دا چی غربی نړی دداسو غلو او قاچاقبرانو په وجود کښی ولی سرمایه ګذاری کړی ده دا هم بله پوښتنه ده او ولس ستاسو دنظام دکار کرد څخه خوشحاله نه ښکاری ایا تاسو ودغه اسا سی نقطی ته پاملرنه کړی ده ؛ ولس په ډیرو موضوعاتو ښه خبر او پوهیږی چی دبون دغونډی را په دی خوا چی دولس کاله تیر سوه دداخلی او خاریجی قوتو یو تعداد پریکړی به پر تاسو تحمیل سوی وی او همدا ډول یو تعداد او سنی دغه عناصر چی ستاسو سره په دولتی اداره او نوموړی اورګان کښی په وظایفو مشغول دی هم به پر تاسو دیوی خاصی سیاسی معملی له کبله منل سوی وی خو ملت دا ادعاه کوی چی ریس جمهور خو یو منتخب ریس جمهور دی چی زموږ درایو په نتیجه کښی یی ودغه مسولیت ته غاړه کښیښول نو ریس جمهور خو باید دخلګو ودغو خواصتو ته مثبت جواب ورکړی. او هر پښتون دطالب او القاعدی په نامه ترور او مړ نکړی دادی یوکال مکمل د پاکستان لخوا دکنړ؛جلال آباد؛ او خوست پر ولایتونو د درنو توپونو بریدونه وسول خو تاسو یو خاص سقوط اختیار کړی او تاسو دخپلو خلګو خصوصا دپښتنو په خصوصیاتو ډیر ښه پوهیږی هرڅومره چی یی مړه کړی په هغه اندازه نور درته کلک کیږی چی یو مړ کیږی اوبل زیږی دا وټول جهان ته په اثبات رسیدلی ده چی پښتانه دتاریخ په اوږدو کښی دټولو امپراطوریو د سر درد وه او په کلکه یی دخپلی خاوری څخه په خالی موټ دفاع کړی ده او نوره به یی هم په ډیر همت سره دا وظیفه تر سره کړی خو .
تاسو تر هرچا بل ددی اوسنی نظام پر هغه کارنو ښه خبر یاست چی اداری فساد خپل اوج ته رسیدلی دی؛ دقاچاقو کاروباریان ورځ تر بلی تقویه سوی او هغوی خپلی اړکی په ملی سطه او بین المللی سطحی داسی برمحا له عیاری کړی دی چی دهیڅ نوعه تحدید څخه ویره نلری ؛ اختلاس او رشوت په ټولنه کښی په یوه عنانه او کلچر تبدیل سوی دی بی امنیتی ترور او وژنه وداسی یوی اساسی مرحلی ته داخل سوی ده چی په سپینه ورځ دملت موخور او پیژندل سوی چهری په قتل رسیږی چی په دی غمیزه کی هم تاسو خپل پلار او ورور دلاسه ور کړی ایا کولای سم چی دیوه افغان په صفت له تاسونه دا پوښتنه وکړم آیا تاسو غواړی چی ستاسو سیاسی کارنامه دتاریخ په پاڼو کښی وځلیږی او زموږ اینده نسل پری ویاړ وکړی که داسی وی نو ددی سوال حل هم ستاسو په سیاسی پریکړی پوری اړه لری ؛ او دوهم سوال دادی چی ددی اوسنی نظام سیاسی پرستیج په ملی او بین المللی ډګر کښی داسی ضعیف او ناتوانه سوی دی چی دولسو کالو په موده کښی ټوله غربی نړی په تفاهم ورسیدل چی نور نو خپلی نظامی او سیاسی ستراتیژی ته تغیر ورکړی دا ځکه چی په دی اوسنی نظام کښی داسی غیری مترقیبه او غیری مسلکی عناصر ځا پر ځای سوی دی چی په بی امنیتی او ترور کښی مسقیم لاس لری اواوسنی اداره چی هم دهمدی نامتلوبو عناصرو په لاس کښی ده و روشوت او اختلاص ته یی داسی قانونی زمینه براره کړی ده چی باید په ټولنه کښی د هر غریب او بیوسه او ناتوان دکار داجرا کولو په غرض د رشوت د ورکولواواخیسلو دپاره زمینه سازی وکړی؛ او هم دا ډول دموخدره موادو قاچاقبران چی د ټولنی اوسنی ځوان نسل یی په نشه یی ټوکو مبتلا کړی او خر څلاو ته یی په داخلی او خاریجی سطه کښی بازارونه خلاص کړی دی او دادی ددی شومی پدیدی څخه دادولس کاله ووتل چی کم نه سول خو بر عکس زموږ دټولنی ځوان نسل یی په مبتلا او محتاده کړی؛ اوله بل پلوه په ټولنه کښی دبد اخلاقی جال هم غوړول سوی دی چی زموږ ځوان نسل یی ددی تیرو دولسو کالو په جریان کښی دخپل اصیل اوزرین کلتور او کلچر سره په تضاد کښی اچولی دی او دبل پلوه هم دموخدره موادو کار او بار اودا تجارت هم دنوموړی نظام دکار محصول دی او هغه پر مخ بیول کيږی ؛ چی په نتیجه ګیری کښی ددی ټولو حوادیسو علت بیا هم په ټولنه کښی دهمدی نظام دکار زیږنده ده چی ده دی اوسنی نظام لخوا پر دی ټولنه باندی تحمیلیږی ؛ تر کومه ځایه چی د مطبوعاتو له خوا ابلاغ سوه چی په ۲۰۱۴ کښی دافغانستان څخه له یوه طرفه خارجی قواوی غواړی چی خپل عساکر کم کړی او له افغانستان څخه ووزی او له بل پلوه هم په افغانستان کښی آینده راتلونکی انتخاباتو سوال زموږ دخلګو سره مترحه دی او د خلګو تشویش هم د راتلونکی ټولواک او دهغه دکابینی داشخاصو په مورد کښی دیوه غټ امتحان سره مخامخ دی او د خلکو خواست او غوښتنه هم داده چی پر دوی دی بیا داسی نامتلوبه او غیری مسلکی عناصر چی دکا ر اهلیت ونلری؛ بیا په راتلونکی نظام کی د حاکمانو په ډول ظهور ونکړی. ددولسو کالو تجریبو وښول چی د نوموړی نظام ټول هغه اشخاص او افراد چی ددی نظام په دولتی ماشین کښی په دولتی وظایفو مشغول وه دداسی ستر مسوولیت توان او قدرت نلری چی ددی غټ مسوولیت ته دی دخلګو دخواصتو مطابق جواب وړاندی کړی. 
نور نو قضاوت وتاسو ته او دافغانستان وخلګو ته سپارم چی د خلګو پریکړه تر هرڅه مهمه او فیصله کونکی ده.

 

په درناوی 
پوپل زی
۰۷/۰۱/۲۰۱۳
07/01/2013