آرشیف

2015-3-13

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

د ســولــــي کـــوتــــره

د خپلو اوښکو سیلاب ،
خړو موجونو سره ،
پر دغه کلي باندي ،
یو ستر توپان راوستی .
داسي توپان چي ډبرین دیوال یې ،
مخه نیولای نه سي .
مګر واړه بڅرکي ،
له لګېدلي اور  نه ،
خاموشولای نه سي .
او کور پر کور د کلي ،
هره حجره ورانوي .
هم یې ژوندی جونګړه ،
هم هدیره ورانوي .
دلته کوګل د هاتف ،
هغه پیغام هیر کړی .
چي کړي پرې اوښکي پاکي ،
هغه الهام هیر کړی .
خو ډیر کلونه وروسته ،
یوه کوتره سپینه ،
پاس په هوا ،
له لیري لیري څخه  ،
راته وزر  و ښئي .
لا مو تر کلي پوري ،
را رسیدلې نه وي ،
چي د نامرد ښکاري خونخواره ګوته ،
تر ماشې ورسیږي .
هلته هوا کي د هغې کوتري ،
سپین مرمرین ستوني کي ،
هاتف د سولي هغه دم شهید کړي .
سپینو بڼکو کي پیغام پر  په پر ،
بس تور بادونه یوسي .
او پر خاورینه کره ،
ابلیس اتڼ ته پاڅي .
هلته شفق پر څنډو ،
د فرشتې له لیمو ،
تروې اوبه و څاڅي .

          ډنمارک ــ ۱۲ /  ۳ /  ۲۰۱۵