آرشیف

2016-2-18

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

د رنګ توس: دریمه برخه

( په تیرو دوو برخو کي د انرژي د یوې مهمي سرچینې په توګه پخپله د طبعي ګاز او د هغه د لیږدولو د ځانګړتیاوو په هکله تر یوه بریده مالومات وړاندي سو . پدي تړاو نور اړین مالومات په همدې برخه او پاتو برخو کي ولولی ) .

د تاپی پروژې لنډه تاریخچه :  
دافغانستان دلاری د ترکمنستان د ګاز د لیږدولو پروژه د لومړی ځل دپاره د برهان الدین ربانی د واکمنی پر وخت چی هیواد د تنظیمی ناورین په اور کی خوټیدی ، دتمویل کوونکو سرچینو لخوا د وخت واکمنو کړیو په اصطلاح حکومت ته وړاندی او له هغه ځایه د کانو اوصنایعو وزارت ته د څیړنی د پاره راولیږل شوه .ترهغه ځایه چی زما رایاد دی ،  دا به ۱۹۹۳ کال وو . په فنی لحاظ د داسی یوی ستری پروژی د ژورو څیړلو دپاره تکړه ماهران په وزارت کی دومره لږ پاته وه چی په هیڅ شمیرل کیدل  . زه هم ددغو نیمګړو کسانو په ډله کی راتلم . یو له دلایلو څخه چی ځان می نیمګړی ګاڼه ، هغه دا وو چی زه دجامدو کانو متخصص وم لکه مس ، اوسپنه او نور . دګازو او اوبړنو موادو د کانو خبره بیخی بیله برخه ده چی زما تجربه پدی اړه ډیره نیمګړی ده . ددی ډول پروژو د فنی څیړلو صلاحیت خو  زه اصلا ځان ته نه ورکوم ، مګر دنیکه مرغه دغی پروژی په څیړلو کی یوازی اقتصادی او سیاسی اړخ مطرح وو،  نه فنی او مسلکی . ځکه نو ماهم ځان ته د ورګډیدو حق ورکولای شو . هغه زمان دا پروژه یوازی د ( تاپ ) په حالت کی وه یانی ( ترکمنستان ـ افغانستان ـ پاکستان ) او هندوستان لا هغه وخت ددی پروژی سره دیوځای کیدو لیوالتیا نه وه ښودلی .

د وړاندی شوی پروژی دپاره د نل لیکی خط د تمویل کونکو د اړتیا له مخی داسی په يام کی نیول شوی وو چی د ترکمنستان د دولت اباد نه دهرات او کندهار د لاری په پاکستان کی دبلوچستان تر ګووادور  بندره پوری باید غځیدلی وای ، مګر د کانو او صنایعو په وزارت ددی خط سره د حکومتی چارواکو په سپارښت یو ډول سیمه ایز چلند وشو . خدای بخښلی قریشی د وزارت دکانو د چارو معین سره لدی چی دجمعیت اسلامی د غړی په توګه یی دنظار شورا استازیتوب کاوه ، یو نرم او ډیر شریف سړی وو ، د یو څو تنو نورو سره یی دپروژی په منلو کی پر دی شرط باندی ټینګار کاوه چی باید نل لیکه دبغلان ، سالنګ ، چاریکار او کابل دلاری و پاکستان ته تیره شی . زما وړاندیز داسی وو چی باید دتمویل کوونکو لخوا د ټاکل شوی خط سره موافقه وشی او دلایل می داسی په ګوته کول : ۱ ـ ددی بلی لاری څخه واټن د پاکستان تر ګووادر پوري ډیر زیات اوږدیږی . ۲ ـ د نل لیکی د تیرولو چاری ددغی غرنی سیمی د لاری خورا ډیری ستونزمنی کیږی . ۳ ـ پدی توګه د پروژی لګښوتونه څو برابره جګیږی . ۴ ـ دلګښتونو دومره زیاتوالی د ګاز قیمت ډیر لوړوی . ۵ ـ ددغو لاملونو له مخی دا ډار شته چی د ګاز مصرف کوونکی او د پروژی تمویل کوونکی د پروژی نه د افغانستان دلاری صرف نظر وکړی او د ایران وړاندیز ته لبیک ووایی چی دهغه هیواد دلاری یی وغځوی اویا پخپله د ایران سره دهغوی د ګازو د رانیولو قرارداد وکړی . ۶ ـ د پروژی د اوسنی وړاندیز شوی خط دلاری دهیواد لویدیز او جنوبی ولایتونه لکه بادغیس ، هرات ، فراه او کندهار د نورو سوزیدونکو توکو سرچینی لکه د ډبرو سکارو کانونه او نور نلری ، نو ددغو سیمو د اوسیدونکو سره به هم مرسته وشی چی له ګاز نه ګټه واخلی ، داځکه چی ټول افغانستان یو هیواد دی او پکار ده دهغوی ستونزو ته هم پاملرنه وشی .خو نورو کسانو ظاهرا یوازی دا دلیل ښوده چی کابل دهیواد  پاتخت دی باید ډیره پاملرنه ورته وشی .
د پروژی وړاتدی کوونکو هیوادونو رښتیا هم د لوړو ستونزو له مخی د سالنګ لاری ته غاړه نه ایښوده . تمویل کوونکو د ارجنټاین د بریداس کمپنی سره د نل لیکی دغځولو قرارداد لاسلیک کولو وعده کړی وه او هغوی د کابل په ښارنو کی دخپلی نمایندګی دپاره یو لوکس بلډینګ کرایه کړ او چارواکو ته یی غوړی میلمستیاوی اودرانه سوغاتونه په پوره سخاوت سره پیل کړه . نوموړی کمپنی افغان لوری ته دپروژی په منلو کی د ګټورو شرایطو وعدی ورکولی . دنل لیکی دخط پر ټاکلو لاهم چنی روانی او ټولی خواوی لا یو دبل وړاندیز ته پوره اماده شوی نه وی چی د ۱۳۷۵ کال دمیزان پر پنځم ماښام دنظارشورا دطالبانو دیرغل په وړاندی عاجزه او دشمال په لور و تیښتی ته اړوتله .

 

د طالبانو اسلامي امارت د واکمنیدو سره سم دوي دنل لیکی دپاره دټاکلی وړاندیز شوی خط سره موافقه وکړه او پدی لړ کی دا یوه ستونزه خو ګویا حل شوی وګڼل شوه . طالبانو په ډیرو چینه بازیو او رنګارنګ فشار سره د بریداس پر کمپنۍ دا ومنل  چی د پایپ لاین دلاری په اوږدو کی به په پاخه ډول دموټرو سړکونه او د اورګاډی پټلۍ  جوړوی ، دلاری ټولو اړوندو ولایتونو ته به ګاز رسوی ، د ګاز پر بنسټ به د حرارتي برق دتولید دستګاوی په ټاکلو ځایونو کي جوړوی ، دصنعتی پارکو په پراختیا کی به مرسته کوی او یو لړ نوری اسانتیاوی یې ور باندي منلي وي چي دا ګړی مي جزئیات هیر دي . ترکمنستان او پاکستان د طالبانو ددی وړاندیز سره هم موافقه وښوده چی ددغی نل لیکی دلاری به د افغانستان یو مقدار ګاز هم چی کچه می اوس پیاد نده ، پاکستان ته دټاکلی قیمت په مقابل کی  لیږدول کیږی .
دا یوه خبره هم دلته دیادولو وړ بولم : ما یوه ورځ د بریداس کمپنی استازی ته د یوې میلمستیا په ترڅ کي په ضمنی ډول د عینک د مسو د کان او د هغه د زیرمو قصه وکړه او دی می وهڅاوه چی دخپلو مشرانو سره پدی اړوند خبری وکړی څو دلته هم د پانګی اچونی په اړه سوچ ووهی . هغه چی پدی اړه یی هیڅ مالومات ندرلود ، حیران پاته شو . څو میاشتی وروسته یی چی دا وخت طالبانو د کابل د ارګ واکمنی تر لاسه کړیوه ،  د مسو یو کارپوه راولیږی . د خبرو اترو د پاره د افغان لوری نه د ماهرانو یوه ډله جوړه شوه چی مشری یی زما پرغاړه وه .  خدای بخښلی دیپلوم انجینرمحمد امین صادق چی په هیواد کی یواځنی دجامدو کانو پیاوړی کارپوه پاته وو  او د کرزی صاحب د حکومت په پیل کي د کانو او صنایعو د وزیر انجینر جمعه محمدی سره یې د پلان د رئیس په توګه په پاکستان کی د رسمي سفر پر مهال د وزیر په ګډون د یوی هوایی پیښی ښکارسو ، هم د افغانی ماهرانو په ډله کی راسره وو ، روح دی ښاده وی .

     ډیر کلونه کیدل چی دځمکی دلاری عینک ته نه وم تللی خو د بریداس د استازو سره د افغاني هیات د نورو غړو په ګډون د ځمکی د لاری عینک ته ولاړم . کله چی می هلته د تنظیمی ناورین او چپاول نښانی ولیدی ، سترګی می د اوښکو ډکی شوی . هغه قیمتی ماشین الات  چی می پرخپل وخت دکانو او جیولوجی دسروی رئیس په توګه ددغه کان دپاره برابر کړی وه ، دخاورو سره می خاوری ولیدل . د بریداس استازی چی یو پوخ سپین ږیری ماهر جیولوجست متخصص وو ، زما په حالت پوه شو او ویی ویل چی داپیښی تاریخ ډیری لیدلی دی او ستاسی وطن خوبیا سرترسره یو په بل پسی ددا ډول ناخوالو سره لاس او ګریوان دی ، دسمون هیلی دلاسه مه ور کوی .  دکان بیلابیلی برخی مو هغوی ته وښودلی اوبیا مو څو ورځی دکان دزیرمو دمحاسبی اسناد ورسره وڅیړل .  دوی پدی قانع شول چی دلته دنړی دمسو ستری زیرمی پټی دی ،  د نه منلو تر بریده  ورته په زړه پوری وګرځید او په اخیرنۍ ورځ یی د خدای په امانۍ پر وخت وویل چي ما هیڅ فکر نه کاوه چي په افغانستان کي تاسی غوندي متخصصین پاته وي . ده وعده وکړه چی خپل چارواکی به و پانګی اچونی ته  لیوال او وهڅوی . مګر دهغوی لخوا لا پدی هکله احوال نه وو رارسیدلی چی دبریداس کمپنۍ ته چلنجونه راپیداشول . داځل د امریکا د یونیکال کمپنی چی د ګازو دنل لیکی په چارو کی اوږده تجربه لری ، پدی اړوند د یوه پیاوړی سیال په توګه د بریداس په وړاندی ودریدل او خپلی څانګی یی په کابل او کندهار کی پرانیستلی . پدی وخت کی بریداس افغان لوری ته د ډیرو زیاتو امتیازونو په ورکولو سره غوښته د چارواکو موافقه ترلاسه کړی ، خو یونیکال بیا دیوی خوا دسیاسی فشارونو څخه کار اخیست او دبلی خوایی شپږ نوری ستری مشهوری نړیوالی کمپنی د ځان سره ملګری اودبریداس په وړاندی یی یو داسی پیاوړی چتر جوړ کړ چی مقابله ورسره اسانه کار نه وو . که څه هم دی کار بریداس ته کشت ورکړ او میدان یی پر تنګ کړ ، خو اړوند قرارداد هیڅکله هم دچا سره لاسلیک نشو ځکه چی ایران شمالی ټلوالی ته بیحسابه مرستی پیل کړی څو دنل لیکی دخط په سیموکی دجنګ اورتازه وساتی . کله چی طالبانو اخر داسیمه هم دخپلو مخالفانو څخه پاکه کړه ، له بده مرعه دا هغه وخت وو چی القاعده نور امریکا ته دخپل لستوڼی مار ګرځیدلی وو ،هر ګړی به یی ګریوان ته لاس ور اچاوه او دهغو زهرو مزه یی ورباندی څکله چی پخپله یی په نیښ کی ورته پاخه کړی وه . پدی توګه د امریکا او طالبانو ترمنځ ناندریو زور واخیست ، طالبان په نړیواله کچه تجرید او بندیزونه باندی ولګیدل . ددی سره سم نل لیکه هم د ورځی له اجندا نه ووتله .
        په ۲۰۰۱ کال د امریکا په مشری دنړیوال وسلوال ائتلاف دهوایی بمباریو په مټ دطالبانو داسلامی امارت تر نړیدلو وروسته دنل لیکی پروژه یو ځل بیا د اړوندی اجندا په سر کی راغله او د ورځی توده خبره وګرځیده . لدغه وخت نه هندوستان هم چی نور دسیمی یو ستر اقتصادی ځواک ګرځیدلی وو او دی انرژی ته یی اړتیا په بیساری توګه زیاتیده، ددی پروژی سره د ګاز د پیرودونکی په توګه یوځای شو . پاکستان که څه هم هندوستان ته ددی پروژی په ګټی رسیدو باندی خوښ نه وو ، خو داچی دغی نل لیکی بیا پاکستان ته هم د خپلو اقتصادی ګټو تر څنګ د هند په وړاندی په سیاسی معاملو کی یو توس پلاس ورکاوه ، نو یی په ډیره مینه موافقه وښوده . دا هغسی یو توس دی چی افغانستان یی د پاکستان په وړاندی کارولای شی او داچی دپاکستان سیاستوال د توس په کارولو کی تر افغانی سیاستوالو زیاته وړتیا لری نو کولای شی دافغان لوری په پرتله ډیره ګټه تری نه پورته کړی .
د دریمي برخي پای .
نور بیا