آرشیف

2018-7-30

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

د افغانستان کانونه د سوکاله ژوند سرچینې

لومړۍ برخه :
د جرمني هیواد د کولن په ښار کي د ۲۰۱۸ کال د جولای په ۲۱ نیټه د افغانستان د ملی تحریک په نوښت په اروپا کی د میشتو افغانانو لخوا تر ( افغانستان نن او سبا )سرلیک لاندي یو علمي سیمینار را بلل شوی او په منني سره باید ووایم چي د سیمینار سمبالونکو ماته هم د ګډون بلنه راکړی وه . په سیمینار کي د بحث او مقالو لوستلو د پاره یو شمیر په زړه پوري موضوعګاني ټاکل شوي وې چی د سیمینار د سرلیک سره یې سر خوړی . د سیمینار د موضوعګانو له ډلي نه یوه موضوع یې هم ( د هیواد د طبعي زیرمو سمه کارونه ) وه . دا چي زه د کانو او ځمکی پیژندني د شاګردۍ ویاړ لرم ، و می پتیئل چي پدی برخه کي د هیواد د ځمکی لاندي طبعي زیرمو ( کانونو ) او د هغوي د سمي کاروني په هکله څه لنډ غوندی مالومات د سیمینار د ګډونوالو او ددې برخي د مینه والو هیوادوالو سره شریک کړم .
      د افغانستان کانونه چي پخوا مي یې هم په هکله لیکني کړیدي ، پدې وروستیو کلونو کي کله ناکله د هیواد دننه او بهر رسنیو د لومړی مخونو موضوع ګرځیدلی ده ، زه په دقت سره څارم . دا ځکه چي ما د وظیفوی مکلفیت له مخی د کابل پولي تخنیک انستیتوت چی اوس یو پیاوړی پوهنتون دی ، د استادۍ پر مهال ددغو زیرمو سره سر و کار درلود او همدارنګه د کانو او صنایعو وزارت د کانو او جیولوجي د سروې رئیس په توګه مي د ټول افغانستان په کچه د کانو د لټولو او اکتشافي چارو مسئولیت  پر غاړه درلود . په همدې خاطر مي سیمینار ته د وړاندي کولو په موخه ددغی موضوع په اړه خپل د تیرو لیکنو څخه په ګټه اخیستلو سره د یوې لنډي لیکني تابیا و نیول . ددي لیکنی څخه مي موخه دا نده چي د افغانستان د کانو په اړه یوه علمي څیړنه و کړم ، بلکه غواړم د عامو پوهاویو په کچه د هیواد په نن او سبا کي د هیوادوالو د سوکالی د پاره د کانو رول څرګند کړم . البته ددي د پاره چي لیکنه د ټولو د پاره د پوهیدلو وړ و ګرځي ، زه به کوښښ وکړم چي د بیخي ډیر اړین حالت نه پرته ددې برخي د پیچلي مسلکی ترمینالوژۍ څخه تیر شم .
       کله چي د یوه هیواد د طبعي زیرمو په اړه خبره منځته راځي ، په ظاهره داسی ښکاری چي ګویا دا یوازی یوه اقتصادی موضوع ده او بس . خو دا مقوله باید هیڅکله هم له یاده و نه باسو چي « سیاست د اقتصاد یوه کښیکښلې ( فشرده ) بڼه ده. نو غواړو یا نغواړو ، مجبور یو دې موضوع ته په یوه یا بل شکل د سیاست سره هم تړاو ورکړو .
      د افغانستان د کانونو موضوع د ۲۰۱۰ کال راهیسي په کور دننه او یو په بل پسی د نړیوالو رسنیو د مهمو خبرونو سرخط ګرځي . دا خبره هغه وخت منځته را ولویده چی د امریکا یوې مشهوری ورځپاڼي چی فکر کوم واشنګټن پست به وو ، د یو زر میلیارډ ډالرو په ارزښت د افغانستان تر ځمکی لاندي زیرمو د شتون خبر خپور کړ . نوموړي ورځپاڼي دا خبر د پنتاګون ( دفاع وزارت ) د جیولوجستانو د څیړنو د راپور له مخي چي په افغانستان کي یې پدې اړوند یو لړ کارونه تر سره کړي وه ، نشر ته سپارلی وو . هلته لیکل شوی وه چی « د افغانستان غرونه او دښتونه یو رښتینی طلایي کان دی ، ددې هیواد تر ځمکي لاندي د نورو مهمو کانو تر څنګ په لویه پیمانه د اوسپني ، مسو ، کوبالت ، طلا او لیتیوم زیرمی شتون لري . لیتیوم یو ډیر ارزښت لرونکي فلز دی چی له هر څه نه زیات یې په بطریو کي کارول ورځ تر بلي پراختیا مومي ». په راپور کي دا هم ویل شوی دي ، لکه څنګه چي سعودی عربستان د تیلو په بحر کي لاهو دی او له دې کبله یې نړیوال شهرت لري ، افغانستان به د لیتیومو د استخراج له مخي همدومره شهرت و مومي اود لیتیومو عربستان به شي . 
      ډیری کتونکی دا د تعجب او حیرانتیا وړ خبره بولي چي پنتاګون د څه پخاطر د جنګ پدغه حساس وخت کي دا راپور خپور کړ . همدغی خبری د څیړونکو تر منځ بیلابیل غبرګونونه را و پارول . ځینو لودیزوالو څیړونکو دي موضوع ته په سربیرن ډول یوازی په اقتصادی سترګه و کتل او دا یې له اقتصادي پلوه یو په زړه پوری خبر و ګاڼه او لدې لاری یې د موضوع په تبلیغ او خپرولو کی ونډه واخیسته . ځینو بیا د سیاسی موخو په پام کی نیولو سره دا خبره و شنل . ډنمارکي رسنیو هم دلته په ډنمارک کي دا خبره د راز راز سرچینو په حواله پرله واړول را واړول . د بیلګي په توګه د جیم لیوني پنامه د ( ای پي اس ) خبری اژانس یو ژورنالیست وایي چي ددغو معدنو کشف خو د تیري پیړۍ د اتيایمو کلونو لاسته راوړنه ده چي د شوروي اتحاد کان پیژندونکو په مټ تر سره شویده . د نوموړو کارونو پایلي په ۲۰۰۷ کال کي د امریکا د جیولوجیکي خدمتونو د انستیتوت لخوا او همدارنګه د برټانیا د جیولوجیکي څیړنو په مجله کي هم په ډاګه شویدي ، بیا نو د څه پخاطر پدې وخت کي دومره پام ور اړول کیږي ؟ د مارک امبینډر په نظر چي د اتلانتیک په مجله کي یې څرګند کړیدي ، دا د پنتاګون د تبلیغاتي لوبو یوه برخه ده چي پدغه وخت کي یې د افغانستان کاني شمني د نړیوالو رسنیو ږيږه سرلیکونه و ګرځول . 
        لکه څنګه چي یاده شوه ، پدې لوبه کي د پنتاګون سره یو ځای لویدیزوالو هم لویه ونډه واخیستل . ډنمارکی رسنیو هم خپله ونډه ادا کړه او ژورنالیست جیم لیوبي چي پدې ډله کی یې موضوع ته لږ غوندي په ژوره کتلي ، دهغه په حواله لیکي چي پنتاګون دا موضوع پدې خاطر را منځته کړیده چی د روان منفور جنګ څخه دعامه ذهنیت پام بلي خواته واړوي او د دوام د پاره یې د خپلو خلګو څخه یو څه نور فرصت او وخت تر لاسه کړي . دی لیکي : « اخیرنیو ټولپوښتنو و ښوده چي امریکایان نور د واشنګټون د هغو پریکړو ملاتړ نه کوی چي د جنګي حل لاری ته باید دوام ورکړل شي . واشنګټن اود ناټو انډیوالان یې اوس ډیر لږ وخت لري چي خپل خلګ پدې قانع کړي چي د طالبانو په وړاندي د دوی ستراتیژی اغیزمنه او کاري ده . دی زیاتوی چی د افغانسان د معدني زیرمو په اړه د پنتاګون تبلیغات ددې د پاره دی چي خپلو خلګو ته دا وښئي چي پدې جنګ کي زموږ درانه لګښتونه بیځایه نه ځي اود طالبانو ماتول هم دا ګړی یوازۍ او اصلی موخه نده بلکه د افغانستان معدني شتمنیو ته لاسرسۍ هغه څه دي چي باید په ستراتیژیکي موخو کی له پامه و نه غورځول شی »
       زه پخپله هم سره لدې چي د نوموړي ژورنالیست ددغه نظره سره همږغی یم چي په افغانستان کي د کاني زیرمو شتون څه نوې خبره نده او سره لدې چي دا ډار هم را سره شته چي ددغو زیرمو شتون به خدای مکړه د روان جنګ پر اور باندي غوړي توي کړي ، خو خوشبین نظر او اپتیمیزم تل په شر کي خیر لټوی . ځکه نو زه پدې کار کي یو مثبت ټکی هم وینم او پدې خاطر یې ګټور بولم چي د نړۍ د پانګوالو پام یې د افغانستان و کانو ته را واړاوه او هغوی یې پدې باندي ډاډه کړل چی هلته په ر‌ښتیا هم هغه څه شته چي په پانګي اچوني او لګښتونو باندي ارزي . دا زیرمي که هر څومره ستري هم وي ، خو تر څو چي استخراج نشي ، هیڅ ګټه ور څخه تر لاسه کولای نشو . د لویو کانو را ایستل بیا ولویي پانګوني ته اړتیا لري چي افغاني جنګ ځپلي بودجي لا له بده مرغه تر اوسه پوري د دومره لویو لګښتونو توان ندي پیداکړي . د نړیوالو پانګو را ماتول بیا دومره ساده او اسانه کار ندی . نړیوال باید د پانګوني په موخه پدې باندي ډاډمن کړل شی چي د اړوند کان د استخراج د پاره پانګه اچونه بیځایه نده . که ما غوندي د هیواد سلګونه متخصیصین هره ورځ په ساعتونو دتلویزیوني کامرو مخته کښیني او زر سوګندونه وخوری او پوره علمي دلایل هم وړاندی کړی چي موږ پریمانه معدني زیرمی لرو ، د نړۍ پانګه وال به تر هغه وخته دا و نه منی څو خپل ماهران یې راغلي نه وی او دلته یې اړیني څیړني تر سره کړی نه وي . مګر د پنتاګون د جیولوجستانو نظر دوی ته په ټوله مانا د ډاډ وړ دی . که د امنیت له پلوه لږ و ډیر ډاډ تر لاسه کړی ، پانګي اچوني ته لیوال کیږي . لنډه دا چي دا هغه خیر دی چي په روان شر کی لټول کیدلای شي .

د لومړۍ برخي پای . نور بیا 

پوهنمل حاجی محمد نوزادی