آرشیف

2018-8-8

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

د افغانستان کانونه د سوکاله ژوند سرچینې

دوهمه برخه :
        داخبره بیا چي ګویا شوروي ماهرانو دا زیرمي په اتیایمو کلونو کي کشف کړیدي ، پر ځای نده . دلته دوې خبري د پام وړ دي چي یوه یې د کان کشف او موندل دي او بله یې په معدن کي د پرتو زیرمو دڅومره والی ( کمیت ) یا مقدار محاسبه ده . زه د اوږدو کلونو د پاره د ټول افغانستان په کچه بیله نفت او ګازو چی د تیلو په ملي موسسې پوري یې اړه درلوده ، د نورو ټولو معدنو د لټولو او د ټول هیواد د جیولوجیکي سروې او هایدروجیولوجيکي چارو مسئول وم چي پدې توګه مي هرڅه تر سترګو لاندي تیر شویدي . اتیایم کلونه تر شوروي یرغل ( ۲۷ / ۱۲ / ۱۹۷۹ ) وروسته د وطن د ازادۍ پخاطر د جنګ کلونه وه . د ۱۹۸۰ د پیل څخه د عینک د مسو پر معدن باندي له کار نه پرته نور نژدې په ټولو ولایتونو کي د جیولو جیکي نقشې اخیستلو ( نقشه برداري ) او کان پلټني په موخه زموږ ټول ساحوي کارونه د امنیت د نشتوالي له کبله یو په بل پسې په ټپه و دریدل چي د عینک د معدن د ساتلو خبره زما په نورو لیکنو کي په لږ زیات تفصیل سره یاده شویده . له دې نه پرته د بغلان ولایت په پلخمري کي د کرکر ــ دودکښ د ډبرو سکرو پر کان او د غوري د سمنټو فابریکې د پاره د اومو موادو پر څیړلو باندي هم په ټاکلي کچه کارونه روان وه . د کانو او صنایعو په وزارت کي د کانو او جیولوجي سروې د چارو ریاست چي د ۱۹۷۸ کال په پیل کي یې د بیلګي په توګه  نژدی ۳۶۰۰ تنه پرسونل درلود ، د اتیایمو کلونو په پای کي دا چي د کار ساحه یې ډیره محدوده شوې وه ، تشکیل یې نژدي نیمي برخي ته را ټیټ شو . پدي شمیر کي هم زیاته برخه هغه مسلکي کسان و ساتل شوه چي د لسانس ، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه یې ديپلومونه درلودل . دا هغه مهال وو چي د کابل پولي تخنیک انستیتوت د اړوندي څانګي ، د کابل پوهنتون د سیانس پوهنځي د جیولوجي څانګي او همدارنګه د شوروي اتحاد د اړوندو تعلیمي موسیسو څخه یو په بل پسې محصلان فارغیدل چي باید په دنده ګمارل شوي وای . دا یو ډیر ستونزمن کار وو . زه پدې ښه پوهیدم چي دا مسلکي کسان یوه ستره ذخیروي پانګه ده او دا هیله مي هم له لاسه نه وه ورکړې چي یو وخت به د شوروي یرغلګرو ټغر ټول ، په وطن کي به بیا ارامي او امنیت راشي اودغه مسلکي پانګه به په کار واچول شي . له بده مرغه مي دغه خیال او خوب رښتیا نه شو . د مسلکي کادرونو د ساتلو په موخه مي کال په کال د غیر مسلکي پرسونل په کمیدو سره د مسلکي تشکیل برخه زیاتول . د نیکه مرغه ددغه ریاست ټول لګښتونه د دولت له انکشافي بودجي له لاري په پام کي نیول شوي وه چي د پلان په وزارت پوري یې اړه درلودله او هلته زیات شمیر داسي مسلکي کادرونو کار کاوه چي زما د دغو هلو ځلو په اهمیت پوهیدل . ځکه یې نو د بیروکراتیکو جنجالونو سره نه مخامخ کولم . که چیري دا لګښتونه د عادي بودجي د لاري وای ، نو د مالیی وزارت زوړپالو بیروکراتانو به هیڅکله هم زما دغه موخه درک کړې نه وای . 
       پدې کلونو کي مو د مسلکي کادرونو ډیره برخه ددي د پاره چي بیخي بیکاره پاته نشي ، په هغو کارونو لګیا کول چي ډیر اړین نه وو .البته یو د پام وړ شمیر کسان د کابل په ولایت کي په هایډروجیولوجیکي ( د ځمکي لاندي اوبو څیړنه ) کارونو ، د ساختماني موادو د معدنو د کمیت او کیفیت په څیړلو ، جیوفیزیکي کارونو او په یو لړ ډیرو ګټورو کارونو لکه جیوانجینري څیړنو بوخت وو چی د پلان شوو ودانیو او تاسیساتو د بنسټ د فیزیکي او میکانیکي ځانګړتیاوو څیړني یې سر ته رسولې . دغه د جیو انجینري کارونه ډیر اړین وه چي د پروژو جوړولو مرکزي انستیتوت ( پما ) د ادارې په سپارښت تر سره کیدل .
      پکارده د ډیري خوښي په څرګندولو سره ووایم چي د معدنو او جیولوجي سروې په ریاست کي ډیر صمیمی او وطنپال پرسونل را ټول شوی وو چي د مشرتابه کړیو او کارکونکو تر منځ په لوړه کچه متقابل احترام او پوهاوی واکمن وو . همکارانو مي ستونزي ښه درک کولي او په حل کي یې د زړه له کومي مرسته راسره کول ، خو د خاد اجنټانو او په ګوندي لومړي سازمان کي یو څو تنو د ګوتو په شمار فرصت طلبو او ناځوانه کسانو پخپلو دسیسه بازیو سره بیشمیره ستونزي راته زیږولې . همکارانو مي زیات درناوی راته کاوه او د یوې ټینګي کلا په شان رانه چاپیر وه چي باید د زړه د کومي یې منندوی اوسم .
      د لوړو اړینو یادولو وروسته به راشم د پنتاګون راپور او په هیواد کي د معدني زیرمو د څرنګوالي موضوع ته :
       په افغانستان کي د شوروي ماهرانو په مټ د جیولوجیکي نقشې اخیستلو ( نقشه برداری ) او کان لټولو ډیر کارونه د شپېتمو او اویایمو کلونو په ترڅ کي تر سره شویدي ، نه په اتیایمو کلونو کي ، لکه د پینتاګون په راپور کي چي یې یادوونه شویده . د شورویانو د دغه وخت د تر سره شوو کارونو په سلګونو پنډ پنډ راپورونه او بیشمیره اړوند علمي اسناد په انګریزي او روسي ژبو اماده او د کانو او جیولوجي د سروې ریاست په ارشیف کي ساتل کیدل چي یوه برخه یې د تنظیمي ناورین پر مهال د اور لمبو و خوړل او د نیکه مرغه زیات شمیر یې د وطنپالو انجینرانو او نورو کارکونو په مرسته د ډیرو ستونزو په ګاللو سره و ژغورل شول او په خیرخانه مینه کي د ریاست د تخنیکي خدمتونو په څانګه کي چي هغه وخت تر یوې کچي د امن سیمه وه ، په خوندي ځایونو کي ځای پر ځای شول . البته ددې جریان کیسه په زړه پوری او د ارویدو وړ ده ، خو داچي اوږده او ددغي لیکنی د زغم نه بهر ده ، ور څخه تیریږم .
     دا خبره اړینه ده او باید یاده یې کړم چي د شپیتمو او اویایمو کلونو په ترڅ د د راپورونو او علمي اسنادو د ارشیف پرته د لومړي ځل د پاره د افغانستان د ټولو موجودو تیږو د نمونو ارشیف او همدارنګه دوه جیولوجیکي موزیمونه ، یو د کابل په پولي تخنیک انستیتوت کي او بل د مسلخ تر څنګ د کانو او جیولوجي سروې ریاست په نوی تعمیر کي جوړ شوه چي دا ټول د تنظیمی غوبل پر مهال د مجاهدینو پنامه دورانکارو ډلو لخوا چور او له منځه ولاړل . له دې ټولو  نه پرته د راپورونو د ارشیف یوه یوه کاپي په تاشکند او مسکو کي هم ساتل کیده چي تر دا اوسه پوري هلته خوندي پاته دي . داخبره ځکه په ټینګار سره د یادولو وړ بولم چي افغان اوسني چارواکي او د کانو وزارت باید ور باندي خبر وسي . د اړتیا پر مهال کیدلای شی د راپورونو د ارشیف هغه برخه چي تنظیمي چپاول وهلي ده ، رسماً ترې نه وغواړي . ښایي پدغه خبره باندي له ما او یو څو تنو د ګوتو په شمار کسانو پرته چي په دغه دنده یې کار کړی ، نور څوک نه وي خبر . هیله ده د کانو وزارت د اړتیا پر مهال دغه امکان په پام کي ولري .
 
د دوهمي برخي پای . نور بیا