آرشیف

2014-12-30

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

جـنــــــــــــت

زه د حورو په مذهب یم ، هر هر څه کی جنت وینم
هم په سترګو جنت وینم ، هم په زړه کی جنت وینم

چی د یار پر کوڅه ورشم ، که په هوښ یم که بیهوښه 
د خمار پر وزر ناڅم ، په نشه کی جنت وینم

د اشنا د خیال په غیږ کی ، هره خوا جنت جنت دی
د محراب پشان زه هسی ، میکده کی جنت وینم

دشهید مزار پر شمع ، د جنت وږمی خپری دی
هم لوګۍ د جنت بوی کړی ، هم لمبه کی جنت وینم

د دوږخ مثال پر ځمکه ، د بدرنګ محتسب مخ دی
د ساقی د کور چاپیره ، دروازه کی جنت وینم

د شرابو په مستۍ کی ، چی می لپی کړمه پورته
هم ښیښه په جنت ډکه ، هم پیاله کی جنت وینم

ستا دمخ پرسپینه ورځ چی ، توری زلفی ماښام خپورکړی
هم په ورځ جنت ښکاره شی ، هم په شپه کی جنت وینم

نوزادی ! له هغه وخته ، چی ریا نه لاس په سر شوم
په کعبه کی جنت وینم ، بتخانه کی جنت وینم

ډنمارک ـ ۲۸ / ۳ / ۲۰۱۳