آرشیف

2014-12-30

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

تــــوبــــــــــه

لاس د ازل می نوم پر جام لیکلی
ځکه خیام راته سلام لــــــیکلی

کله د تاک لور چی بربنډه راشی 
خیال د غزل راته په منډه راشی

نیغ و پالنګ له می تر څنډه راشی
ستورو سترګګ راته پر بام لیکلی

ځکه خیام راته سلام لــــــیکلی
خماره مه راځه فرصت می نشته

ستا دلـلو لـلو قدرت می نشــته 
ها دځوانۍ صبر و طاقت می نشته

ښکاری چی دغه یی انجام لیکلی
ځکه خیام راته سلام لــــــیکلی

نوره خو ده د ګودر غاړه بنده
بـیله تـوبـو ده هره چـاره بـنده

د یار کوڅی په خوا شوه لاره بنده
پر سرلوحه یی راته « پام ! » لیکلی

ځکه خیام راته سلام لــــــیکلی 
زه اوس په سترګو کی توبه ګرځوم

ستا دکوڅی دلوری پښه ګرځوم
که هر څو خاوری یی رانجه ګرځوم

ما دغه هوډ دی ګام په ګام لیکلی
ځکه خیام راته سلام لــــــیکلی

ګوره چی هوډ د پښتانه پاته شوم 
لکه په خوله هسی په زړه پاته شوم

قطره د اوښکو پر باڼه پاته شوم
څیری ګریوان می دا الهام لیکلی

ځکه خیام راته سلام لــــــیکلی 
نن وچو شونډو ته موسکا شه ، راشه

لکـه تـوبه د نصوحا شه ، راشه
د نوزادی سره پخلا شه ، راشه

د ځوانۍ یاد یی ستا انعام لیکلی
ځکه سلام راته خیام لــــــیکلی

ډنمارک ـ ۲۳ / ۴ / ۲۰۱۳