آرشیف

2014-12-24

شاه ولی آرین

علی اباد ښاردی

 

زه چې وړوکی وم هغه به د ژمی په شپوکې چې د صندلۍ پرشاوخوا به راټول و،د شهزاده بهرام،ګل اندامی،فرهاد اوشېرېنی او کله هم داسی شانته نورداستانونه او کېسی راته کولی.مګریوازی هغه په دغه شپه ډ ېرخواشنی اواندېښمن بریښېده اوپه سترګو کې یې داسی نښی  نښانی لېدل کیدی.په دغه ماښام یې ډوډی هم کمه وخوړه،غلی ناست ود کېسو او داستان هم پته ونه لګېده.په کورکې ترټولوزه ورته ګران وم.او زما خبره یې بل د هر چا نه ښه ارویده.نوځکه ما تری وپوښتل بابا جانه ولی،نن څه ناروغ شانته یې اویا څه پیښ شوی دی؟« نه بچوهیڅ،هیڅ نوی نه دی پیښ شوی.پخوانۍ رایاد شولی.نن ماښام جومات ته د ملا جمه خان دکلی نه د خدای بښلی تورګل اکا ځوی راغلی و.صبا دهغه د مړېنی د دریمی کلېزی لوی خېرات اوختم دی زه او ستا پلاریې هم غوښتی یو،دا چې پلاردی تراوسه نه دی راغلی ته به راسره ولاړ شی،زما سترګې دومره کارنه کوی.»کوم تورګل اکا؟« ځویه! هغه د برکلی.هغه ډېرنېک سړی و.په جومات کې یې څه نا څه لېک لوست زده کړی و.نوځکه به ډېرو ورته مرزاکاکا هم ویل.هغه د ټول کلی دوړو او زړوکاکا و.دکوچنېوالی نه هغه زما ملګری و.زموږپه کورکې هغه او د هغوی په کور کې زه پردې نه و.په اخترونو او جشنونوکې به مو یوشان جامې کولی.ډېرو ناولده کسانو به سوچ کاوه چې موږ سره ورونه یو.
کله چې یې پلار ومړد کورنۍ ټوله کاروباریې ترغاړی شو،ځکه چې دی د کورنۍ مشراولاد و. بیا نو زموږ تګ راتګ یوڅه راکم شو، مګردوستی اوملګرتیا موسره نوره هم لا درنه شوه.دهغوی ژوند خورا ښه و،د خدایتعالی په برکت یې هرڅه لرل،دځمکود دانو اوغلونه یې انبارونه اوکندوان ډک ول.د کلی کورد اوسیدونکوسره یې ښه راشه درشه درلوده دسود اوسلم نه یې خورا بد راتلل او هرچاته به یې د ضرورت په وخت کې حسنه پور ورکاوه.نوځکه پرټولو خورا ګران و.د لنډه غرواوناسموکسانونه یې کرکه راتله،دکلېوالو په غم اوښادیو   کې یې د بل هرچانه زیاته ونډه اخېسته. خود بده مرغه خدای بښلی په ځوانه ځوانۍ کې ناروغ شو،هو دزړه په ناروغۍ.
یودوه واره خوډېری دردونکی حملی پری راغلی وی خوڅوک پری نه پوهېد ل چې ناروغی یې څه ده.د برکلی د یونانی درملو طبېب ګلوجان ورته څه سپېرکۍ،جوانی بادیان او ځنی نوری دانی ،کپی پوډر او اپېن ورکړی ول ،خوګټه یې نه وه کړی.وکمتې ډاکټرچې په     ولسوالی کې وهم څه درمل او دواوی ورکړل خوسوچ کوم چې هغه خوارکۍ هم دده په ناروغۍ ونه پوهېد.مګردومره یې ویلی و که      علی آباد ته یې یوسی ښه به شې. ریښتیا علی آباد ته. سپینه خبره خوداده چې هغه زمانه کې هرچا دا توان نه درلود چې د درملنی د پاره  د نوروښارونوته ولاړ شې .خو ددوی دا توان و ،نوځکه توپریکړه وکړه چې علی آباد ته یې یوسو. کوم چا وویل چې د ولایت نه شل که دوه ویشت مېله وړاندی علی آباد دی.موږ خورا خوشاله شولو،دحلېم اکا او مېراوباشې د کور ودان وی ځوانان یې راټول کړل او تورګل  موپه کټ کې تر ولسوالی پوری ورساو. د خدای فضل وچې همدا ګړی یو زوړشانته چکړه لاری موټرچې خورا ډېری سورلۍ اوپسونه یې بارکړی ول،کوریې ودان موږته یې هم ځای راکړاود ولایت په لورمو حرکت وکړ.لاره دېره ورانه او کنده کپړه وه.کله به موټرونښت بیا به موپه ټېلو او تمبو راوویست، کله به کاربېټردومره تود شو چې هسی دودونه  به تری پورته کېدل.کله به پنچرشواو یا به کومه بله    پیژندل شوی پرزه له کاره ولویده،او په دغه وخت کې به د سورلیوشورماشورزیات او مجلس به یې خورا تود شو.عجېبه داده چې په دغه وخت کې یوچا غږ کړ« استا‌‌ذه پرتوګاښ کار ورکولی شی د موټر په جوړولو کې» سم دلاسه اوخوا بل راغږ کړ«ولی پرتوګاښ؟ ما سره رسی ده په پنډوکې کې هغه به واچوو» که ریشتیا ووایم زموږ خو ولاکه لا هم سر خلاصیدوچې د موټر څه وران شوی ول.یوازی دخپل  ناروغ سوچ پسی اخیستی ول.ټوله ورخ مو په لاره تېره شوه ماښام تېاره یو کوچنې ښارګې ته ورسیدودسرک دواړه څنډو ته زاړه تړلی   دوکانونه ښکاریدل،یوازی توره شپه او سوړښار،تری ډېروړاندی د یوځایه هسی تورلوګې پورته کېدل .چې ورغلو زوړ سموار،مګرنوم  یې دهوټل، دسموارې د کور ودان وی شپه یې راکړه.یو څه چای او ډوډی یې هم راکړی.مګرچاینکی اوپیالی یې دومره خېرنی او له    پترو ډکی وی چې زموږ دکورخو لا بیخی دسا تلو وی.
د یوڅوشیبو د می وروسته مو د سمواری نه تپوس وکړچې دا کوم ځای دی؟ هغه وویل چې« تاسوچېری غواړی ولاړ شئ؟» علی آباد ته هغه خورا وخندل .«های کورمو له غنمو ډک شه.اوس شپه ده بېده شئ سهاربه هر څه سم شی.»هغه نور په خپل لار ولاړ.موږیوڅه ارام وکړ.سهارشو او دملا اذان مو ترغوږ شو.جومات نږدی و. ډېر ورروان ول.موږ هم ولاړولمونځ مو په جمع وکړ.د یو چا نه مو وپوښتل   دلته کوم بل لوی ښارشته وروره؟ هغه هسی مسکی شو.«نه تاسولکه چې ناولده یاستی ،دلته بل شارمار نه شته.یواری د کندوز ولایت چې هلته پورته پروت دی. تاسو که له ما سره ځئ قدرموکولای شم» نه مننه موږ وخت نه لرو.دیو بل نه مو تپوس وکړدلته کوم روغتون شته؟«هو شته خودېره موده کېږی چې ډاکټرصا حب په رخصتی تللی او تر اوسه نه دی راغلی.زه هلته پیاده یم دوه خوارکی نرسان شته  مګرهغوی له ما بتره پیچکاری هم نه شی لګولی.چې ډاکترنه وی هرڅه زه کوم.پیچکاری هم.»موږهمداسی نور راغلواو زه خولا نور هم په اندیښنوکې کېوتم.کله چې سموارته نږدی کېدو همدا شېبه یوموټر د کوز لوری را ښکاره شو اودسموارتر څنګ ودرید.سورلۍ تری  راکوزیدی چې سترګی مې د پشتوپر معلم صیب ولګېدی.هغه ډېرخواخوږی انسان اوپه عسکری کې زموږ د پښتو ژبی ښوونکی و.اوس  مې څه  ۲۵ کاله وروسته ولېد او هغه هم و پېژندم د روغبړوروسته یې رانه وپوښتل« څنګه دی خوا راپیښ شوی یې خېریت خو دی؟»  هو!موږ ناروغ راوستی دعلی آباد روغتون ته خو دلته په روغتون کې نه ډاکترشته اونه د روغتون نښی نښانی.تردی خوزموږپه خپله ولسوالۍ کې غټ روغتون و اوداکټران یې هم درلودل .معلم صیب چې دناروغ نه خبر شو او هغه هم تورګل چې د هغه دنوم سره بلد و  ځکه چې هغه ما ته په عسکری کې ډېرلیکونه را لیږلی و اوهغه تول به راته همدی معلم صیب لوستل .نو ځکه هغه ډېرخواشنی شوخوله بل پلوه زموږ سادګۍاونا پوهۍ هک پک اوله خندا شېن شواوویې ویل.« چې خدای موخوار مه که. دا خوریښتیا چې علی آباد دی . مګردا د علی آباد ښار دی نه د علی آباد روغتون. هغه روغتون چې ستاسو په کار دی هغه کابل کې دی»هو د معلم صیب دی کور ودان  وی هغه هم له موږ سره بېرته وګرځید او تورګل مودعلی آباد روغتون ته ورساوه او هلته مو بسترکړ. دهغه خو نور وخت پوره شوی و.او دیوی میاشتی وروسته خدای بښلی ومړ.مګرما ته همد لته د سواد او زده کړی اهمیت او اړتیا څرګنده شوه او ښه په دی پوه شوم چې بی سوادی یانی مرګ». پای