آرشیف

2020-5-11

شاه ولی آرین

هغه لاړه، چې بیا به کله راځي؟

(لنډه کیسه)

کله چې هغه وه، زموږ په سیمه کې سره له دی چې د خدایتعالی د شین اسمان او ځمګې تر منځ په چاپیریال کې هر څه سم او برابر نه وو. ولږه وه. فقر و، خو د غلوو او دانو پریمانې وه، ځمکې به تل شنې او د فصلونو کمښت نه و، پرځمکو به په لکونو بزګرانو مزدورانو او خوارانو کارکاوه، د شنو باغانو او میوه لرونکو ونو او ګلانو د کلو او بانډو د غرونو او رغونه فضا دومره ښکلې کړی وه، چې هم به خواران ورته خوشال وو اوهم بډایان.
 
د هغې په موجودیت کې یوڅه نابرابرې وه، په کلو او بانډو کې د ملکانو، اربابانو او په ښارونو کې د ځینو حکومتي نا اهلو چارواکو بازار تود و، رواني وژنې او زورونې وې، خو فزیکي وژنې نه تر سترګو کیدې. د واسطو او بډو نه به د ګوتو په شمېر خبر او اوازې را پورته کیدې، خو لکه اوس چې هغه نه شته، رشوت او فساد د دولت اوحکومت په مشروع حق بدل شوي له بره تر کښته پورې په سپین سترګئ بډې اخلي او هیڅوک یې پوښتنه هم نه کوي.
 
هو! کله چې هغه وه، یوڅه لږټولنیز توپیر به و، خو په دغه کچه چې، ورور د ورور، تربور د تربور، یو قوم د بل قوم سره د دومره شدیدو بی اتفاقیو څرک نه لګید، چې او س د هغی په نه شتون کې حتی یو د بل وینو ته تږي ناست دي او د همدې بې اتفاقیو په نتیجه کې په سلګونو بیګناه انسانان وژل کیږي.
 
هغه دېره ښکلې او مهربانه وه، هیڅکله د هغې په شتون کې چا بل ته د مرګ ګواښ نه شو کولاي، د هغې له برکت او برم نه د انساني اړتیاوو پریمانې وه، دې کې شک نه شته چې نابرابري، بې عدالتي به یوڅه موجوده وه، خو عام وژنه، هیواد ورانونه، د مادي او معنوي ارزښتونو لوټونه یا بیخی نه وه او که چېرې لږو ډېر داسې څه وو، خو هیچا ته نه ښکاریدل.
 
څومره  بختوره او زموږ هیوادوالو ته یې ارزښت درلود، دا ځکه چې هیچا ته یې دا حق نه ورکاوه چې د بل حقوق ترپښو لاندې کړی، هیچا ته دا اجازه نه وه او نه یې توان درلو چې څوک ووژنې.
 
هغې ته ځکه ټول افغانان د احترام سر باید کښته کړی، چې هغه دومره پیاوړې او اغلې وه چې د هغې په موجودیت کې د پښتون، تاجک، هزاره، ازبیک، ترکمن، بلوچ، نورستاني، ایماق او نورو قومونو د نفاق چا غږ نه شو پورته کولای او نه یې اړتیا لیدل کیده، ځکه ټولو لکه ورونه یوځای د یو کور د غړو په توګه ژوند کاوه.
 
رښتیا، له کله چې هغه مروره شوه او ولاړه، څومره زموږ د ټولنې انسانان بدبخته او کمبخته شول، د بیګناه انسانانو وینه څومره ارزانه شوه، انساني وژنه څومره لوړې کچې ته ورسیده، څومره بیګناه انسانان، ښخي، ځوانان، ماشومان معیوب او معلول شول، څومره  درد او غم ځپلو انسانانو خپل ګران تاټوبی پریښود او د نړۍ نورو هیوادو ته کډوال شوول. د قومي، ګروپي، تنظیمي، سمتي او سیاسي تعصباتو لمن څومره پراخه شوه، دا هر څه ولې داسې وشول؟ د هیواد د اصلي اوسیدونکوځای او اختیار د پردو په واک کې شو، د باعزته او هیواد پالو ځای کم ظرفیته او د غلو، مافیایي کړیو او نور هیواد پلورونکو په ولکه کې شو، دا ځکه چې هغه نوره نه شته.
 
هو! د هغې په نه شتون کې یوازی بشري ناورین سره مخ نه شوو، بلکې ټول طبعیت انسانان، څاروي او نباتات هم له سترو ستونزو او نا برابریو سره لاس او ګریوان شوول.
 
ډېره عجیبه ده، چې د هغې له ورکیدو وروسته  هر اړخیز ناورین د هیواد په ټوله فضا او چاپیریال راخپور شو، د بازانو ځالو ته ټپوسانو ور ټوپ کړ، د بلبلو او توتیانو جونګړو کې تورو مښوکو کارغانو او شین سترګو غوماشو ځای ونیو، د هیواد له ځنګلونو او غرونو نه زمریان، ښکلې هوسۍ او داسې نور یا ووژل شول او یا د هیواد د انسانانو شانته هیواد پریښودو ته اړویستل شوول.
 
راځئ چې اوس د دی جاج وکړو چې ولی مو هغه مروره کړه؟ چېرته ولاړه؟ ولی ولاړه؟ ایا بیرته به راشي، او د راتلو له پاره یې باید څه وکړو؟
 
د پورتنیو سوالونو د ځوابولو له پاره لومړی باید په دی پوه شو چې، هغه بختوره، هغه له محبت او د انساني ژوند د ښکلا، هوساینې او ارمتیا، د طبعیت د ښکلا او ټولنیز ژوند د ټولو اړخونه د نورمال او طبعي وده او تکامل اړتیاڅوک وه او څه ده، چې انسانان او ټول طبعیت ورته  دومره اړینه اړتیا لری.
 
هو! هغه سوله ده چې موږ ډېره ارزانه له لاسه ورکړې، مروره ده او د راتګ له پاره یې د لوړی بیې اړتیا او قربانیو ته ضرورت لیدل کېږی.
 
که چېری رښتیا موږ غواړو چې رانه اخیستل شوی سوله بیرته تر لاسه کړو، لومړی یې باید لاملونه وپلټو، که وویل شې چې اساسي لامل یې د ټولنې له زدکړو نه لریوالی دی، چې همدا اساسی علت د ټولو بی اتفاقیو ناخوالو، نادودو او سلګونو نورو لاملونو مور ده. نو ځکه په کار ده چې زموږځوانان زده کړو ته مخه کړی، هیواد وال مو نفاق او نوری منفي پدیدی تر شاه کړي، د پردیو په مقابل کې چې د سولې د مروریدو او له منځه وړو اساسي لاملونه دي، یو خوله یو موټي شې هغه وخت به وشو کولای چې یو وار مو بیا هیواد  د سولې د راتګ له امله بیرته وغوړیږی او هیوادوال مو د هوساینې ژوند ته مخه کړی او نه رابلل شوی بهرنیان مو له هیواده په سوله ایزه توګه وتلو ته اړویستل شې.
 
پای
شاه ولی ارین