آرشیف

2021-7-4

شاه ولی آرین

«ما جهاد کدیم، ما مقاومت کدیم»

 

(لنډه کیسه)

 

د نښتر شانته ونه، اوږده خرمایې ویښتان، شنې سترګې او تکه سپینه لکه د سولې کوتره او یا کټ مټ لکه هوسۍ وه. مور یې په کوچنیوالې کې ورته په وچلي او زنه شنه خالونه وهلي وو.

 

هغه له کوچنیوالې نه ډېره خوږه، شوخه او مینه ناکه وه. کله چې د اوو کالو شوه پلار یې په ښوونځي کې ورته د زده کړو چاره برابره کړه، په مینه او لیوالتیا یې خپلو زده کړو ته دوام ورکاوه، په خپله کوڅه کې یې ډېرې همزولې نجونې ملګرې درلودې، کله ناکله به یې د کور په اوږده کوڅه کې له خپلو همزولو سره لوبې کولې د خپلې کوڅې په ټولو نارینه او ښځینوو اوسیدونکو خورا ګرانه وه، که رښتیا ووایم، د هغه ځای د خپلو همزولو سمه ملکه وه، هر څه به چې دې ویل ټولو به همغه په شوق سره کول.

 

د ښوونځي استادان او سرښوونکی هم ترې خوشال وو، په درسونو کې یې لوړې نمرې اخیستې، په ښوونځي او کلي کور کې یوازې د دې د نامه  هنګامې وې.

 

هو! رښتیا سپرغۍ یادوم د خدای بښلي شاه مېر کاکا یوازینۍ لور. شاه مېر کاکا چې په ډېره مینه یې سپرغۍ په ښوونځۍ کې شامله کړه، هیله یې درلوده چې د ده په ژوند کې، سپرغۍ باید د ډاکترې او یا ښوونکې په ټوګه وویني، چې دا یې د ژوند ستره هیله وه، مګر نا ځوانه ژوند ورسره ملتیا ونه کړه، کله چې سپرغۍ  دوهم ټولګي ته پورته شوه، د هیواد د دښمنانو په یوه بمې چاودنه کې یې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ او له خپلو ټولو هیلو سره ارمانجن ولاړ او  له دې بې وفا نړۍ سره یې مخه ښه وکړه.

 

خدای بښلی شاه مېر کاکا په دغه وخت کې یو شپاړس کلن ځوی شمسو، همدا د نهو کلونو لور چې سپرغۍ نومیده او مېرمن یې شا ترینه ترې پاتي شوول.

 

دوي ته د کلي له ځمکو نه چې د شاه مېر کاکا د تره ځوي ته یې په نیمکه ورکړي وه یو څه غله دانه راتله چې له هغې نه به هم کله ناکله د وسلوالو د جګړو له امله سم او پوره حاصلات نه تر لاسه کیدل، خو بیا یې هم یو څه ګذاره پرې کیده او د دې تر څنګ یې د جنګلک په فابریکه کې د تیر کار له امله د کال یو څه د تقاعد پیسې هم تر لاسه کولي، چې په نورمال ډول یې ګذاره پرې کیدله، ځکه چې یو د غریبۍ زوړ کور یې د کابل په علیمردان باغ  سیمه کې درلوده، چې د دوي د ژوند د یو څه اسانتیا چاره یې برابرولی شوه.

 

د کابل وضعیت د جنګ جګړو له امله ښه نه و، کله چې شمسو له دولسم ټولګي فارغ شو، د کورنۍ ستونزو له امله یې د لوړو زده کړو چانس له لاسه ورکړ، د پلار ارزوګاني یې له سین سره لاهو شوې، په دغه وخت کې د جګړه مارو او لندغرو بازار خورا تود و، د بې وزلو له پاره خو کارو بار کډه کړې وه، د شمسو شانته ځوانانو یا باید مهاجرت ته مخه کړې وای او یا د دولت د مخالیفینو لیکو ته او یا هم د کاروبار د نشتوالی له امله د مخدره توکو روږدیدا او استعمال ته مخه کړې وای.

 

شمسو چې نه د حکومتي کارکولو چانس او نه د دښمن د لیکو سره د یو ځای کیدو امکانات او سوچ درلود، یوازې د مزدوروۍ په فکر کې شو چې هغه به هم که په لسوو ورځو کې یوه ورځ ورته کار برابرشو، نور به بیکاره و.

 

د تقدېر کاررونو ته ګوره، شمسو د بیکاریو له امله د همدې سیمې له کوڅه ډبو ځوانانو سره مخه شوه او د هغوي په دام کې را ګېر شو، په ډېره لږه موده کې یې غلا، جوارګرۍ او نورو ناوړه کارونو ته مخه کړه، چې د ژوند هرڅه ترې پاتی شول، په ورځو، ورځو به کور ته نه راته، د دې ټولو تر څنګ یې مخدره توکو ته هم مخه کړه.

 

داسې نږدې څوک یې نه درلودل چې د تېروتنو مخه یې ونیسي، د تره ځامن یې نور هم ورته خوشاله وو، چې دی نور هم اړ شي، تر څو هغه ځمکه چې دوي په کرونده کرله په ارزانه بیه یې ترې تر لاسه کړي، چې همداسې هم وشول، شمسو د جوارګرۍ له امله ډېر پوروړی شوي و او اړ شو چې خپله پلرني ځمکه خرڅه کړي.

 

څنګه چې یې د تره ځامن تیار پر ماشه ولاړ وو، د شمسو له غږ سره سم یې په ډېر لږه بیه هغه ځمکه واخیسته او د شمسو او کورنۍ یې دغه هیله هم پر اوبو لاهو کړه.

 

اوس نو د مور یوازینۍ تمه سپرغۍ ته وه چې هغه به ډاکتره کېږي او د مور ټولې ستونزې او دردونه به دوا کوي.

 

سپرغۍ د پنځلس کالو شوه، ورځ تر بله یې د ښایست غوټۍ غوړیدې، خو ناببره پرې د همدې له کړاونو سره، ولی ازاد او له ارمانونو او هیلو ډک ژوند دوښمنانو د هغې پر سپیڅلو احساساتو لوبو ته لاس واچوه او د خپل عمر په پنځلس کلنۍ کې یو دم ترۍ تمه شوه، خو دا هغه وخت و، چې لندغرو د هیواد پر ډېرو پاک لمنو ښځو او نجنو د راز، راز جنسي تیریو او د سپرغۍ پر شان د تښتولو غیر انساني اعمال تر سره کول.

 

د سپرغۍ تر ورکیدو وروسته یې مور هم روغه لیونۍ شوه، دې هم مخدره توکو ته مخه کړه، اوس نو کله نا کله ځوی او مور دواړه یو ځاي سره د دغه موادو په کارولو بوخت شوول، تر څو چې یې خپل کور هم له نیمې بیې هم ارزانه وپلوره او د یو څه مودې وروسته سره بې کوره شول او اصلي پته یې له لاسه ورکړه.

 

د سپرغۍ یو ښوونکی معلم صاحب کاکړ وایې:

 

«یوه ورځ د دریمې کارتې د سره پله تر څنګ تېریدم مخې ته مې یوه ښځینه په ډېر بد حالت پرته وه، لارویان کته پورته تیریدل، خو چا ورسره مرسته نه کوله، ومې غوښتل چې له لارې یې بچ کړم او لږ وړاندې یې د یوه دیوال سیوری لاندي خوندي کړم، چې کله مې راپورته کړه، ګورم چې سپرغۍ ده. خدای شته چې خورا خواشینۍ شوم، منډه مې کړه یو څه خواړه او ډوډۍ مې ورته راوړه، چې بیرته راتلم، سپرغۍ له ما نه د پټیدو هلې خلې کولي، خو شیمه یې نه درلوده چې ځان پناه کړي راټینګه مې کړه او غوښتل مې چې پر وضعیت یې پوه شم. له ډېر ټینګار وروسته یې راته وویل:

 

«دری کاله له مخه کله چې له مکتب نه کور ته راتلم دری کسانو چې یوه یې پوزی ته راته یو ټوکر نږدي کړ او نور مې هیڅ ونه لیدل له ځان سره وتښتولم، کله چې مې سترګي پرانیستی په یوه کوټه کې وم چې څلور که پنځه تنه د اوږدو ویښتو او ببرو ږیرو والا ځوانان ناست وو خندا وه، شور ماشور، نه پوهیدم چې کوم ځای دی،  خو د کوټې پر دیوال د احمد شاه مسعود عکس راځوړند و.

 

څو شیبې وروسته یو همدا شان بل خو یو څه د پوخ عمر خاوند راغي، زما پر سر یې تومانچه کیښوده او راته یې وویل:

 

«جان من تو دیګر از ما شدی، اګر کمی غلطی هم بکنی به همی مرمی د فرقت میزنم.»

 

د شپی یې راباندې د زور رقص کاوه او هر یوه چې هر څه غوښتل هغه یې راسره کول، په اولو ورځو کې یې شراب، چرس لږ، لږ راکول وروسته یې د اوړو شاتنه یو څه سوزول او دود به یې راباندی کشول، بیا یې تابلیتونه راکول دا درې کاله مې دغه حال و، تر څو چې مې وضعیت دې حال ته ورسید، په دغه خای کې یې ډېرې داسې نجونې راوستې، خو د دوه درې ورځو وروسته به یې بیرته بیولې، مګر پر ما یې کلونه تیر کړل، کله چې کور ته راغلم نه کور و، نه مور او نه ورور، د کوڅې خلکو چې لیدم کرکه یې رانه کوله، یو چا راته وویل:

 

«مور او ورور دې کور نه لري، د کابل د سیند پر غاړو یا یې تر پلونو لاندې لټوه.»

 

هی، چې زموږ کور وران شو او دا دی زما د غم داستان.»

 

د سپرغۍ د دې جملو په اوریدلو سره پوه شوم چې جهاد او مقاومت څه مانا لری او له دې سره جوخت مې د ذهن په دهلیزونو کې په تکرار سره دې تورو انګازې کولي:ما جهاد کدیم ما مقاومت کدیم.

 

پای