آرشیف

2021-6-6

شاه ولی آرین

زموږ ګناه څه وه؟

(لنډه کیسه)

 

رښتیا چې هغه یو ایماندار، پیاوړي او د لوړ همت درلودونکي شخصیت و. پلار یې شتمن او د دغې سیمې د مخورو شخصیتونو له ډلې نه و. د اعتماد او باور شخصیت چې د هغه وخت د همدې چم اوسیدونکو یې د زړه له تله عزت او درناوی کاوه.

هو! سحرګل کاکا یادوم، خورا مهربان، زړه سواند او د هر چا په خوږو او ترخو ورځو کې به ورسره مل و، وارـ وار د کلي اوسیدونکو ترې وغوښتل چې د کلي ملک شې، خو هغه د کلیوالو دغه غوښتنه ونه منله، ځکه چې، بې له ملکۍ نه هم هغه د خورا عزت خاوند و.

کله چې د هیواد حالات ورځ تر بلې بدلون وموند، سحرګل کاکا هم ورځ تر بلې ونه شو کولاي د وخت روانو منفي پیښو ته تسلیم شي، له هر لورې یې منفي او ظالمانه څپېړې پر مخ باندې ولګیدي.

د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور له میاشتي وروسته یې بیا رادیخوا نوره ښه ورځ ونه لیده، مګر بیا یې هم خپل کړیدلي ژوند ته دوام ورکاوه، سحرګل کاکا دوې لوڼې او یو ځوی درلودل، ځوی یې اشرف نومیده او خورا ورته ګران و، ځکه چې همدا یو ځوی یې درلود او د هغه د زړه یوازینی اُمید و.

سحرګل کاکا د خپل جایداد د تنظیم له پاره ، اشرف ته اجازه ورنه کړه، چې زده کړې تر سره کړي او له زده کړو بې برخې کړ.

د وخت په تېریدو سره وضعیت نور هم خرابیده، تر څو پر هیواد باندې د اسلام او جهاد پر نوم ټیکه داران مسلط شول، اوس نو د زمریانو خونو ته ګیدړان، د بازانو ځالو ته ټپوسان او د بلبلو پر څانګو وینو څښونکو ملخانو ځانونه وټومبل، دغو نا اهله داړه مارانو پر هیچا رحم ونه کړ، د سحرګل کاکا پلرنۍ جایداد چې د کابل او ننګرهار په ولایتونو کې  یې ښه موقعیت درلود د همدو غلو له خوا غصب کړ شو، بلډینګونه یې په کې جوړ کړل، د دغو ظالمانو پر دې هم قناعت ونه شو، بلکې د شپو نه په یوه  شپه یې پر کور ورته چاپه ولګوله او غوښتل یې چې له یوه سره ټوله کورنۍ قتل عام کړي او وارث یې هم پاتې نه شي، ځکه  چې کومه ورځ د خپل جایداد د بېرته د لاسته راوړلو دعوه ونه کړي.

د تقدېر کارو ته ګوره چې په دغه شپه اشرف ماسخوتن له کوره د یوه مهم کار لپاره وتلی او د خپل ماما کور ته تللي و، همدا علت و چې خدای تعالی له مرګه بچ کړاو نور یې د کورنۍ ټول غړی ووژل شول.

اشرف چې اوس له ټولې کورنۍ نه یو ۱۱ کلن ماشوم پاتی و، د خپل ماما د لارښوونې سره سم غلی پاتې او ایران ته مهاجر شو.

په ایران کې یې د ځان د ساتلو له پاره هر څه بدل کړل، خپل هوویت یې هم بدل کړ، پښتون و، مګر ځان یې هزاره کړ، هلته ستر شو، ژبه یې بدله کړه، واده یې وکړ، بیرته هیواد ته راستون شو، او د یوې موقع په تمه و، چې ګوندې داسې یوه ورځ راشي، چې د قانون له مخې خپل حقوق تر لاسه کړي.

هغه چې کومې لږی پیسې له ایران نه ځان سره راوړي وي، پر هغو یې یوه لاسي کراچۍ واخیسته د سبو او خوراکي توکو د خرڅولو کار یې پیل کړ.

د زورواکو، او غصب کوونکو له ظلم او ستر ګواښ نه خو یې ځان خلاص کړ، هر څه یې لرل، خو د لاسته راوړلو نه یې عاجز و، ځکه خپله کورنۍ او اولادونه یې د مرګ له ستونزو لری ساتل، مګر اوس د بل غم لړلی دوښمن کورونا له دښمنۍ سره لاس او ګریوان شو، که پخوا یې د ورځي پنځه سوه افغانۍ کار کاوه، چې د کور کرائیه او نوره خرچه به یې پوره کوله، اوس

اشرف یو اووه کلن ځوی او دوه پنځه کلنې جوړه یې لوڼې درلودي، چې د ایران د راتګ وروسته یې د ښو خوړو سره مخه ښه کړی وه، ځکه چې د ورځنیو ګټلو پیسو له لاری یې یوازې د کور کرائیه او د سبو، پټاټو وچې ډوډوی لګښت یې ایله پوره کولاي شو، غوښه او میوی یې خو هیڅ له وسه پوره نه و او نه یې له ډېری مودې راهیسي راوړي و.

ورستیو دوه دری ورځو کې یې د میرمنې او اولادونو له لوري هر ورځ اشرف ته ویل کیدل چې:

«سړیه! نن به خامخا ماشومانو ته غوښه او میوه راوړې»

اشرف کله دا کار کولاي شو، ځکه چې د کورونا له امله کارو بار مزه نه درلوده، هر ماښام چې به کور ته راته ماشومانو به یې د کراچۍ پر لور منډې وهلې او غوټې به یې کتلې چې غوښه یې راوړې ده که نه.

اشرف د درې څلور ورځو د مجبوریتونو درواغو سره ـ سره دا شپه پریکړه وکړه چې سبا به په حتمي توګه له هرې لارې چې کېږي، خپلو اولادونو ته غوښه راوړي.

هو! کله چې سهار اشرف له کوره د کار په لور روانیده، بیا یې میرمن او اولادونه ترې راټول شول او ورته یې وویل:

«چې نن به موږ ته درواغ نه وایې، غوښه او میوه به در سره راوړې»

اشرف چې د غوښې او میوې په خیالونو کې د کار په لور روان و، خوارکی نه پوهیده چې نن به څه پیښیږي.

رښتیا چې دغه ورځ لا، له مخه یوه خونړۍ ورځ وه، ځکه چې اسمان چیغې وهلې، بریښنا په کې ځغلیده او خورا اوښکې یې تویولې، د ځمګې له اسویلو نه تپونه او ګردونه پورته کیدل، فضا دومره خړه پړه وه، تا به ویل چې همدا  نن قیامت جوړیږي. په داسې غملړلو شیبو کې د اشرف د کراچۍ په خوا کې د هیواد او ولس د دښمنانو له لورې ځای پر ځای شوی ماین چاودنه وکړه، شور، چیغې او فریادونه پورته شول، هر څوک هر لور ځغاست، چیرته سر پروت و، چرته لاس او پښه، سیمه په وینو لړلې وه د یو څه شور او فریاد وروسته امنیتي ځواکونه راورسیدل، سیمه یې بنده کړه، اشرف او لس ګونه نور چې ټوټې، ټوټې پراته و، یو له بل سره نه پیژندل کیدل، خو بیاهم د اشرف د غوښو ځنې ټوټې چې تر لاسه شوې وې په کراچۍ بار چې سپینه په وینو لړلی ټوټه یې پر سر اوره کړي وه د یوه ګاونډي له خوا د کور پر دروازه ور دننه کړ، اولادونه یې په منډه راغلل خوشالۍ یې کوله چې:

 

«هغه ده پلار مې نن پر کراچۍ بار غوښه موږ ته رالیږلې ده»

د اولادونو اواز یې کله چې د مور غوږو ته ورسید هغې هم د دروازې خوا ته راودانګل، چې راغله ویې لیدل چې اشرف نه ښکاري او کراچي په وینو لړلې ده، چیغه یې کړه او له خولې یې دا غږ راویست چې:

 

« خدایه زموږ ګناه څه ده».

 

 

شاه ولی ارین