آرشیف

2021-9-10

شاه ولی آرین

روزي مو نیمګړې شوه (لنډه کیسه)

 

سهار د لمانځه نه د راوتلو په وخت له کشمېر کاکا سره د لاری ملګری شوم په لار کې ودرید او له څو شیبو وروسته یې راته داسې وویل:

 

چنارګله !

 

«د هیواد نوې وضعیت په هر څه کې بدلون راوست، فضا هسې نیمه برګه شوه، چیرته اور دی، چرته باران او چرته هم د طبعیت ښکلا او وږمې. څه خلک خاندې لږ نور ژاړې او ډېر په سوچونو کې دي، خو یوې خبرې د ټولو امیدونه په تیندکو راوستي، چې ډله ایز مرګونه، چاودنې او هدفي مرګ ژوبله خو نه تر سترګو کېږي.

 

په تیره زمانه کې پر هیواد باندې داسې یو وضعیت راغلی و، چې د ښار په دوکانونو کې سور رنګ او سره ټوکران ټول خلاص شول، ټوله فضا سره ښکاریده، مکر نن او سبا چې سوچ کوم په هیواد کې به د تورو لنګوټیو او سپینو ټوکرانو قحطی رامنځته شي، له خصوصي تاجرانو نه هیله ده چې دې ټکي ته پاملرنه وکړي.

 

هو، ملا صاحبانو ته دي خدای خیر په نصیب کړي چې، د غلو، لندغرو، زورواکو او اختطافګرو له شره خو یې خلاص کړو، د سنبلې په اتلسمه خو به په ټول هیواد او په خاص ډول په کابل کې به د لنډغرو داسې درز او غرپ وو، چې لس ګونه انسانان به په دغو ډزو کې ژوند له لاسه ورکاوه، ایله چې دا ځل خو ترې کابلیان ارامه پاتې شول.»

 

کشمېر کاکا ور زیاته کړه:

 

«څو ورځي د مخه مې د شادنور ترکان خبرې واوریدي، چې له خپل ژوند نه یې انګیرنه درلوده، هغه داسې ویل:

 

«په دې تیرو څلویښت کلونو کې مې کاروبار خورا ښه پر مخ روان و، د نور کار تر څنګ مې هره ورځ له پنځو نه نیولې تر لسو پورې یوازې تابوتونه خرڅول، مګر دا دی، کله چې مولا صایبان د کابل ښار ته راننوتل په دا څو ورستیو ورځو کې مې ولاکه یو تابوت هم خرڅ کړي وي، روزي مې بیخي نیمګړي شوه.»

 

کشمېر کاکا وائې:

 

«رښتیا چې زما چټۍ هم مُهر شوی وه، د امریکایانو په یوه امنیتي کمپني کې چوکیدار وم، په ډالرو مې تنخوا اخیسته، هر څه خلاص شول، اوس به بیرته دعمومي باغ د پله په شاوخوا کې رومیان او پټاټې د تیرو په شان خرڅوم. که نور څه نه وي په کور کې خو به یې له خپلو ماشومانو سره په مړه ګیډه خورم.»

 

هلته طوطي ماما هم د کابل د سیند پر غاړه په سوچونو کې ډوب ناست دی، او دغه سیند ته د دا وخت د ناوړه وضعیت نه د خواشینۍ تر څنګ یې راته داسې وویل:

 

کشمېر جانه!

 

تاته خو مالومه ده چې زه د امریکایانو په یوه کمپنۍ کې دریور وم، کار مې جوړ و، هر څه لاړل په سیند لاهو شول، خو خفه نه یم، ځکه چې وطن خو مو ازاد شو، اوسني چارواکي خو به په خرو دندو ته نه ځي، حتمي به دریورانو ته اړتیا ولري، که نن نه، څو ورخي وروسته به انشا الله دنده پیدا کړم، خو زړه مې پر هغې سینګارتون والا ښخې ډېر درد وکړ.

 

سهار چې له کوره راتلم په نوي ښار کې هلته د یوه سینګارتون تر مخې خورا ګڼه ګونه وه، زه هم ورغلم چې سینګارتون والا ښخې په چیغو، چیغو ژړل او داسې یې ویل:

 

«تباه و برباد شدم، بعد ازینکه ملا ها په کابل امدن درین دوهفته حتا یک مشتری هم روی ارایشګاه را ندیده، اخر کرائیه یې دوکان را از کجا کنم. قبلا خو خوب بود اګر کسی از مشتریان هم نمی امدن، هر روز ساعت ۹ بجه صبح به اریشګاه ګل مرجان میرفتم، اقا را ارایش و مساج میدادم، که ازین مدرک روزانه برایم یکصد دالر اجوره میداد، حالا خاک به سرم شد، درین چند روز درک ګلمرجان هم نیست، نمی دانم حالا وخت آن رسیده که « ګل مرجان یې اوس هم نه مني.»

 

رښتیا هم هغه خوارکۍ به نور څه وکړي، ګلمرجان یې هم له لاسه ووت، ودونه هم نور په هغه ترتیب نه کېـږي، د ښځو ارایش هم له منځه ولاړ، هغه بیچاره به نورڅه کوي.»

 

کشمېر کاکا وائې:

 

«زموږ کار خورا جوړ دي، ټول بیکاران، کله همدلته د سیند پر غاړه او کله هم د زرنګار په پارک کې سره راټولیږو او بنډار کوو، د خبرو، خندا، افسوس او ژړا بازار مو تود وي، د خپلو ښه او د نورو سپکې سره وایو، په دې ترتیب خپله ورځ تیراوو، سره له دې چې د ملاصاحبانو له راتګ  سره  مو دندې له لاسه ورکړي دي، خو بیا هم خوشاله یو، ځکه چې د مرګ ژوبلې تشویش مو یو څه کم شوي دی.»

 

د دوي د بنډار یو بل کاکو داسې وائې:

 

«دا نو څه حال دی، هغه وخت خو سم چور و، یو شمېر کسانو له ډالرو سره لوبې کولي، او یو شمېرو یوازې ځانته د ډوډۍ په پیدا کولو کې شپه او ورځ ورکوله، بلا دې ووهی بیا، کله چې غم لړلی کورونا راغله هر څه یې ستونزمن کړل، مګر کورونا خو یو چارواکي او یا هغو چې له ډالرو سره یې لوبې کولي ونه وژل، ټول یې غریب او بیچاره ووژل، خدای دې تباه او برباد کړي داسې کورونا.

 

که رښتیا ووایم ټول ولس په اندیښنه کې دی، چې څه به پیښیږی، د مولا صاحبانو په زړونو کې دې خدای تعالی رحم واچوی، چې ژر، ژر ښه کارونه د دې بیچاره ولس په خاطر تر سره کړي، ځکه هر څه خو اوس وران ویجاړ دي د ټولو هغه نورماله روزي هم نیمګړې شوه، چې نن سبا به نور څه راپیښیږي.»

 

پای