آرشیف

2021-7-30

شاه ولی آرین

کورونا کور دې وران شه!

 

(لنډه کیسه)

 

هغه وخت هر څه ښه وو، تر شنه اسمان لاندي د ستورو رڼا ته ټوله فضا او ټول چاپیریال څومره ځلاند ښکاریده، انسانان څومره باوري او هیله مند ښکاریدل، د بوډا، سوالګر، ماشومانو، ښځو او نارینوو په خوله کې تل مسکا او د هیلو غوټۍ د سپړیدو په حالت کې وې.

د دې وېره نه وه چې په بمونو به والوزې او د دې ډار هم نه و چې خپل ګران تاټوبی به پریږدې او د لارورکو شانته به د پردیسۍ ژوند لور ته دانګې.

هو، خو بې عدالتي، نا برابري موجوده وه او هر چا نه شو کولی چې ښې زده کړې تر سره کړي، یو څه فساد، رشوت او واسطه چلیده، خو په دومره سپین سترګۍ چې دا اوس مخلوق د خدای ورسره مخ دی، هغه زمانه کې داسې نه و.

له ولږې، بې کارۍ، وچکالۍ او نورو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره به مخامخ کیدو، مګر د اوس په شان به ډله ایز مرګونه او وباوې نه تر سترګو کیدلي.

 

زما اکا کیسه کوله چې:

« زموږ د کور ښی لور ته د دریم کور اوسیدونکی سفر علی کاکا د کلونو راهیسی دلته اوسیده، لکه ورو به یې د کلیوالو په ښادیو اوغم کې برخه اخیسته، یوازې په ۲۰۰۴ کال د امریکایانو تر یرغل وروسته موږ پرې و پوهیدو چې هغه په قوم هزاره و او کله چې د بهرنیو د نفاق اچولو د اور لمبې پورته شوي، بیا نو سفرعلی کاکا هم خپل کور وپلوره او له دغه ځایه یې کډه وکړه، ځکه هغه پوهېده چې د نفاق اور دومره لوړ او تود شوی چې نور یې دلته ګذاره ستونزمنه ه شوي وه.

تېرې څلویښت کلنې جګړې کې هیوادوال له ټولو وژنو، ناخوالو او بیلا بیلو کړاونو، بې کوریو، ولږو او سترو نورو ستونزو سره عادت شوي وو، خو کورونا وبا مو د هیوادوالو نوره هم پسی ملا ماته کړه.

زموږ د کلي دری یاران، او ډېر خواږه همزولي، ملګري چې کلیوال یې کله ناکله د انګک، بنګک او کلوله سنګک په نامه هم یادوي، دوي دومره سرشاره ژوند تېر کړ چې څلویښت کلنو پیښو په ظاهري او رواني حالت د دوي هیڅ ډول اغیزه ونه کړه، ځکه درېـواړه د پوخ عمر او يو اندازه ځمکو خاوندان وو، ګذاره یې ښه وه، نه دوي له چاسره کار درلود او نه بل چا له دوي سره، ځکه چې ټوکیان او که رښتیا ووایم د خندا ګوډي وو.

دغه دری واړه، پېر محمد، لونګ او شیریندل نومیدل، د شیریندل ځمګه د سیند تر غاړې پرته وه اود سیند تر غاړه یې صوپه جوړه کړې او د یخو اوبو څاه یې هم په کې کښلی وه، هلته به دوي خپل بنډار کاوه او محفل به یې له یارانو سره تل تود و دا ځکه چې دوي دریواړه ښه پاخه ټوکیان وو.

دری واړو به ښه نکلونه، فکاهۍ او خورا ټوکې ټکالې کولي چې د لارویو به هم ورسره کله ناکله دغه د دوي بازار تود ساته.

تېره ورځ چې میرواباشي صاحب د دوي د چوترې (صوپې) تر څنګ تېریده ویل یې چې شېردل ور غږ کړ او ورته یې داسې وویل:

«میراوباشي صاحب راشه له موږ سره  په بنډار کې برخه واخله. یخی اوبه او شړومبي به هم درکړو.»  میراوصاحب وائې:

«دغو دری یارانو ښه په مزه هم چای او چلم کړي و، خوشاله وو، د یو څه ټوکو ټکالو وروسته لونګ راباندی غږ چې:

«میراوباشي صاحب اوریدلی مو ول، چې په وطن کې د هېواد او د خلکو د دښمننانو له لوری هدفي وژنې تر سره کیدلي، اما اوس خو دغو هدفي وژنو باندي کورونا هم پیل کړی دی، ځکه هیڅ غاصب، هیواد پلورونکی، غل د هیواد او ولس دښمنانو سره کار نه لری، بهترین استادان، ډاکتران، عالمان، لیکوالان او د هیواد او خلکو خدمت ګاران یې له موږ نه واخستل، ایا دې ته هدفی وژنه نه شو ویلی؟، هي کورونا کور دې وران شه!

 

پای

شاه ولی ارین