آرشیف

2021-2-15

شاه ولی آرین

پرافغانستان د شوروي اتحاد یرغل اوماته

د ۱۳۵۸ کال د مرغومې پر شپږمه د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د ټولو نړیوالو اصول پرته د دوستئ په پرده کې زموږ پر ګران هیواد افغانستان د شرمه ډک یرغل وکړ او د هیواد جمهور رئیس یې د هغه د کورنۍ له یو شمېر غړو سره په شهادت ورسول او زموږ هېواد یې د جګړې په ډګر بدل کړ.
د دې یرغل په پایله کې په افغانستان کې میلیونونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او په میلیونونو نور هېواد پرېښودو ته اړویستل شوول.
د شوروي اتحاد لښکرو شاوخوا لس کاله په افغانستان کې ګولۍ او هغه وسلې وکارولی چې په نړی کې د لومړی ځل له پاره زموږ پر هیواد او خلکو و ازمایل شوی.
 
د شوروی استعمار په دغو کلونو کې او بیا را وروسته تر ننه پورې زموږ په هیواد کې د انسان وژنه او وینه تویونه دومر ارزانه شوه چې حتا تصور یې ګران کار دي، په زرګونه انسانان، نر او ښځی، ځوانان او ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې له دغه شمیر نه ۸۰ سلنه ځوانان او تنکي ځوانان حسابولي شو.
 

پرافغانستان د شوروي اتحاد یرغل اوماته
 

ډېر شمیر افغانان او نړیوال  په دې باور دي، چې په افغانستان کې له تېرو نژدې څلورو لسیزو راهیسې د تاوتریخوالي اصلي لامل پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل دی. او همدا ډول له ډیرو سره دا پوښتنه هم ده چې ولی روسانو پر افغانستان یرغل وکړ؟
زما په اند روسانو چې استخباراتو یې له کلونو رادیخوا زموږ په هیواد او سیمه کې کار کاوه د افغانا نو او په خاص ډول یې د پښتنو احساسات او هیواد پالونکی روحیه ښه درک کړی وه او په دی پوهیدل چې که د داسی یوی روحیې ځواک چې حزب یې هم یو هیواد شموله ګوند دی ځواکمن دولت رامنځته کړی نو په سیمه کې به یې کنترول ناممکن شې نوهمدا علت
و، چې روسانو د لاندی څو ټکو په نظر کې نیولو سره خپله تګ لاره بدله کړه  او په ګوند او دولت کې یې د خپلو نږدی جاسوسانو او لاسپوڅو ته د قدرت د رسیدو له پاره هلې ځلې پیل او حتا د مستقیم یرغل تر کچې یې هم ګامونه پورته کړل.
شوروی د خپلو موخو د عملی کولو له پاره له لاندی لاملونو نه ګټه پورته کړه.

– د امریکا د سفیر وژنه او د خلقیانو پر ضد د امریکا احساسات راپارول ځکه روسانو تشویش درلود چې د خلقي ګوند ځينو مشرانو د حفیظ الله امین په شمول په امریکا کې زده کړې کړی وې چې ګویا کیدای شې چې د شوروی نه مخ واړوی او د امریکا سره روابط ټینګ کړی.
 
– د ګوند په دننه کې  د یوی کودتا په کارولو سره د جنرال قادر، سلطانعلی کشمند، شاپوراحمدزی نبی عظیمی او داسی نورو په واسطه چې کودتا شنډه او عاملین یې ونیول شول دا موضوع د محمد نبی عظینی په کتاب «اردو او سیاست» کې د کودتا په حقیقت تاکید کړی دی، مګر د روسانو د پلوی او ټینکار له امله چا ونه شو کولی محاکمه یې کړی.او یو شمیر مشران یې په دولت باندی د فشار له امله له هیواده بهر په سفارتونو کې مقرر کړل چې د خپلو موخو د موفقیت په وخت کې یې بیرته سلامت هیواد ته دیسانت کړی او پلان شوی موخی پری عملی کړی.

 –د ګوند په دننه، دولت او ولس کې د ډیره کیو، لګه کیو او قومي تفرقو او نفاق اور ته په ډیره بی رحمی پکی وهل ډلی او ګروپونه جوړول چې تر اوسه هم دوام لری.

–ایران له شوروی سره د پټ طرحه شوی پلان په بنسټ د هرات په ولایت او د هیواد په نورو سیمو کې د دولت پر ضد راپارونې بیل کړی ترڅو دوخت نظام  په دی توګه وګواښوی چې ګویا انقلاب خطرکې دی او له روسانو نه نطامی مرسته باید د یوه تړون د امضأ کولو په اساس وغوښتل شې چې روسی نظامی ځواک افغانستان ته راشې.
 
د پورتنیو لاملونو د عملی کولو سره، سره شوروی ونه شو کولای د قانونی لاری افغانستان ته خپلی لښکری راولی او بلاخره یې د بربنډ یرغل له لاری افغانستان خپل ګوډاګي حکومت پر افغانانو تحمیل کړ.

 میړنیو افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د یرغلګرو په مقابل کې د هر ډول سرښندنو په بیه هیواد او خلکو ته خلاصون ور په برخه کړی دی.د شوروی تجاوز په مقابل کې هم د افغانانودریدل، د افغان ولس مقاومت، نړیوال فشار او په شورومی اتحاد کې اقتصادی او هر اړخیزو فشارونو دغه استعماری طاقت دی ته اړویست چې د ۱۹۸۸ کال د مې پر ۲۱مه شوروی اتحاد له لویې ماتې وروسته له افغانستان نه په داسی حال کې ووځی چې زموږ هیواد او ولس یې د یوی ستری توطیی په کارولو سره له ستری غمیزی سره لاس او ګریوان کړل چې دادی تر اوسه هم دوام لری.
 
د شوری له شرمه دګې ماتی او د شومو دسیسو په نتجه کې شوروی استخباراتو د خپلو جاسوسانو له لاری دملګروملتو د سولی په پروګرام کودتا تحمیل کړه چې ددغی کودتا په نتیجه کې، په هیواد کې نظام وپاشل شوو هیواد په کنډوالو بدل شو اود امریکا او نړیولو ملګرو لپاره یې د یو بل یرغل زمینه برابره کړه.
په تیرو شلو کلونو کې لیدل کیږی چې امریکا او ورسره انډیوالانو یې هم د شوروی له ماتی نه پند وانه خیست او زموږ هیواد او ولس یې له سترو ناخوالو او غمیزو سره لاس اوګریوان کړی. او د طالبانو سره د سولی روان بهېر، تقریبآ همه تیری تاریخی تیروتنی را تکراروی چې هیواد بیا د یو بل ستر بحران لورته کاږی.
ږرته لاملین
لیدل کیږی چې روسیې اوس هم د افغانستان له مسئلو لاس نه دی اخیستی او په دې وروستیو کې په کابل کې د دې هېواد سفارت ویلي وو، دوی له طالبانو سره اړیکه لري. اوله طالبانو سره د دوی د هېواد اړیکې د روسیې د اوسېدونکو د ساتنې او د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې په موخه دي.
روسیه په داسې حال کې د سولې له بهیر سره د همکارۍ خبره کوي چې افغان حکومت او نړیوالو ملګرو یې کلونه د سولې راوستلو لپاره هڅې کوي خو تر اوسه یې څرګنده پایله نه ده ورکړې.
 
ټول په دی پوهیږو چې جګړه یوه شومه پدیده ده. جګړه تباهي او د ټولنې د هویت، ثبات، پرمختیا او نورو ټولو مادي او معنوي ارزښتونو او اړتیاوو د مخنیوی اساسي ګواښ او لامل دي. جګړه د یوې ټولنې رنګ ، کمیت او کیفیت ته بدلون ورکوي، جګړه پر مدني، علمي، اخلاقي او ټولو ټولنیزو ارزښتونو د بد بختیو جال غوړوي او د ټولنې اصلي او طبعي مسیر ځنډوي،بندوي او د پرمختګ پر ځای یې شاته را تمبوي، نو ځکه په داسې حال کې تر ټولو خورا زیات په هیواد کې د ځوان نسل دنده ده چې د تیرو ناخوالو نه د عبرت درس واخلی، له تنظیمي، قومي او ژبنیو تعصباتو نه ځان راوباسی، کله چې ځوانان دې ته متوجه شي چې دوی په ټولنه کې څوک دي او څه مسوولیت لري، همدومره کفایت کوي چې دوی دې ته هم متوجه شي چې څه باید وکړي. په اوسنی وخت کې یوازی د افغانانو او په خاص ډول ځوانانو یووالی هیواد ته له دی ناورین نه خلاصون په برخه کولای شی.
 
پای
 
د
 عکس سرچینه،AFP