آرشیف

2020-2-1

شاه ولی آرین

علي اباد ښاردی (لنډه کېسه)

زه چې وړوکی وم، هغه به د ژمي په شپو کې چې د صندلۍ پر شاوخوا به ټوله کورنۍ را ټوله وه، د شهزاده بهرام، ګل اندامې، فرهاد، شېرېنې او کله هم داسې شانته نور داستانونه او کېسې راته کولې. مګر یوازې هغه په دغه شپه ډ ېر خواشینی او اندېښمن بریښېده. په سترګو کې یې داسې نښې نښانې لېدل کیدې چې څه پېښیدونکي دي.
 
په دغه ماښام یې ډوډۍ هم کمه وخوړه، غلی ناست و د کېسو او داستان هم پته ونه لګېده. په کور کې تر ټولو زه ورته ګران وم او زما خبره یې بل د هر چا نه ښه اورېده، نو ځکه ما تری وپوښتل:
 
«بابا جانه! ولې نن څه ناروغ شانته یې او یا څه پېښ شوي دي؟»
 
هغه وویل:
 
«نه بچو! هیڅ، هیڅ نوي نه دي پېښ شوي، پخواني یادونه را یاد شول. نن ماښام جومات ته د ملا جمعه خان د کلي نه د خدای بښلي تورګل اکا زوی راغلی و. سبا د هغه د مړېنې د دریمې کلېزې لوی خیرات او ختم دی،  زه او ستا پلار یې هم غوښتي یو. دا چې پلاردی تر اوسه نه دی راغلی، ته به راسره ولاړ شې زما سترګې دومره کارنه کوي.»
 
کوم تورګل اکا؟
 
«زویه! هغه د بر کلي. هغه ډېر نېک سړی و. په جومات کې یې څه نا څه لېک لوست زده کړی و. نوځکه به ډېرو ورته مرزا کاکا هم ویل. هغه د ټول کلي د وړو او زړو کاکا و. له کوچنېوالي نه هغه زما ملګری و. زموږ په کور کې هغه، او د هغوي په کور کې زه، پردي نه وو. په اخترونو او جشنونو کې به مو یو شان جامې کولې. ډېرو نابلده کسانو به سوچ کاوه چې موږ سره ورونه یو.
 
کله چې یې پلار مړ شو د کورنۍ ټول کارو بار یې ترغاړې شو، ځکه چې دی د کورنۍ مشر اولاد و. بیا نو زموږ تګ راتګ یوڅه راکم شو، مګردوستي او ملګرتیا مو سره نوره هم لا پخه شوه. د هغوی ژوند خورا ښه و، د خدای تعالی په برکت یې هرڅه لرل، دځمکود دانو او غلو نه یې انبارونه او کندوان ډک وو. د کلي کور د اوسیدونکو سره یې ښه راشه درشه درلوده، د سود اوسلم نه یې خورا بد راتلل او هر چاته به یې د ضرورت په وخت کې حسنه پور ورکاوه. نو ځکه پر ټولو خورا ګران و. د لنډه غرو او ناسمو کسانو نه یې کرکه راتله، د کلېوالو په غم او ښادیو کې یې د بل هر چانه زیاته ونډه اخېسته. خو له بده مرغه خدای بښلی په ځوانه ځوانۍ کې ناروغ شو، هو د زړه په ناروغ.اخته شو.
یو دوه واره خو ډېرې دردونکې حملې پرې راغلې، خو څوک پرې نه پوهېد ل چې ناروغي یې څه ده. د بر کلي د یوناني درملو طبېب ګلوجان ورته څه سپېرکۍ، بادیان او ځنې نورې دانې،کپې، پوډر او اپېن ورکړي وو، خو ګټه یې نه وه کړې. سرکاري ډاکټر چې په ولسوالی کې و، هم څه درمل او دواوې ورکړې، خو سوچ کوم چې هغه خوارکی هم دده په ناروغۍ ونه پوهېده، مګر دومره یې ویلی و که علي آباد ته یې بوزۍ ښه به شي.
 
سپینه خبره خو داده، چې هغه زمانه کې هر چا دا توان نه درلود چې د درملنې لپاره نورو ښارونو ته ولاړ شي. خو د دوی دا توان و، نو ځکه ټولو پریکړه وکړه چې علي آباد ته یې بوزو. کوم چا وویل چې د ولایت نه شل که دوه ویشت مېله وړاندې علي آباد دی. موږ خورا خوشاله شولو د حلېم اکا او مېراوباشي دې کور ودان وي، ځوانان یې راټول کړل او تورګل مو په کټ کې تر ولسوالۍ پورې ورساوه.
 
د خدای فضل و چې همدا ګړۍ یو زوړ شانته چکله لارۍ موټر چې خورا ډېرې سورلۍ او پسونه یې بار کړی وو، کور یې ودان موږ ته یې هم ځای راکړ او د ولایت په لور مو حرکت وکړ.لاره دېره ورانه او کنده کپره وه. کله به موټر ونښت بیا به مو په ټېلو او تمبو را وویست، کله به کاربېټر دومره تود شو، چې هسې دودونه  به ترې پورته کېدل. کله به پنچرشو او یا به کومه بله نه پیژندل شوې پرزه له کاره ولویده او په دغه وخت کې به د سورلیو شور ماشور زیات او مجلس به یې خورا تود شو.
 
عجېبه داده چې په دغه وخت کې یوچا غږ کړ:
 
«استا‌‌ده پرتوګاښ کار ورکولی شیي د موټر په جوړولو او کشولو کې»
 
سم د لاسه او خوا بل راغږ کړ:
 
«ولی پرتوګاښ؟ ما سره رسۍ ده په پنډکي کې، هغه به واچوو»
 
که رښتیا ووایم زموږ خو ولاکه لا هم سر خلاصیدو، چې د موټر څه وران شوي وو. یوازې د خپل  ناروغ سوچ پسې اخیستي وو. ټوله ورځ مو په لاره تېره شوه ماښام تېاره یو کوچنې ښارګي ته ورسیدو.
 
د سرک دواړه څنډو ته زاړه تړلي دوکانونه ښکاریدل، یوازی توره شپه او سوړ ښار، ترې ډېر وړاندې له یو ځایه هسې تور لوګي پورته کېدل، چې ورغلو زوړ سموار، مګر نوم  یې د هوټل و.
 
د سموارچي دې  کور ودان وي شپه یې راکړه. یو څه چای او ډوډۍ یې هم راکړل. مګر چاینکې او پیالې یې دومره خېرنې او له  پترو ډکې وې، چې زموږ د کورخو لا بیخی د سا تلو وې.
 
د یو څو شېبو دمې وروسته مو د سموارچي نه تپوس وکړ چې دا کوم ځای دی؟ هغه وویل چې:
 
«تاسوچېری غواړئ ولاړ شئ؟»
 
علي آباد ته.
 
هغه په کړس ـ کړس وخندل او ویې ویل:
 
«های کور مو له غنمو ډک شه.اوس شپه ده بېده شئ سهاربه هر څه سم شي»
 
هغه نور په خپله لار ولاړ. موږ یو څه ارام وکړ. سهار شو او د ملا اذان مو تر غوږ شو. جومات نږدې و ډېر ور روان وو. موږ هم ولاړو لمونځ مو په جمع وکړ. د یو چا نه مو وپوښتل دلته کوم بل لوی ښار شته وروره؟ هغه هسی مسکی شو:
 
«نه تاسو لکه چې نابلده یاستئ. دلته بل ښار مار نه شته. یوارې د کندوز ولایت چې هلته پورته پروت دی. تاسو که له ما سره ځی قدر مو کولای شم.»
 
نه! مننه موږ وخت نه لرو د یو بل نه مو هم پوښتنه وکړه دلته کوم روغتون شته؟
 
هغه په ځواب کې وویل:
 
«هو! شته. خو دېره موده کېږي چې ډاکټرصا حب په رخصتۍ تللی او تراوسه نه دی راغلی. زه هلته پیاده یم دوه خوارکي نرسان شته،  مګر هغوی له ما بتره پیچکاري هم نه شي لګولی. چې ډاکتر نه وي هرڅه زه کوم. پیچکاری هم.»
 
موږ همداسې نور راغلو او زه خو لا نور هم په اندیښنوکې وم. کله چې سموار ته نږدې کېدو همدا شېبه یو موټر د کوز لوري را ښکاره شو او د سموار تر څنګ ودرید. سورلۍ ترې  راکوزېدې، چې سترګې مې د پښتو پر معلم صاحب ولګېدې. هغه ډېر خواخوږی انسان او په عسکرۍ کې زموږ د پښتو ژبې ښوونکی و. اوس  مې څه  ۲۵ کاله وروسته ولېد او هغه هم وپېژندم تر روغبړ وروسته یې را نه وپوښتل:
 
«څنګه دې خوا را پیښ شوی یې خېریت خو دی؟»
 
هو! موږ ناروغ راوستی د علی آباد روغتون ته. خو دلته په روغتون کې نه ډاکتر شته او نه د روغتون نښې نښانې. تر دې خو زموږ په خپله ولسوالۍ کې غټ روغتون و اوداکټران یې هم درلودل. معلم صاحب چې د ناروغ نه خبر شو او هغه هم تورګل چې د هغه د نوم سره بلد و، ځکه چې هغه ما ته په عسکرۍ کې ډېر لیکونه را لیږلي وو او هغه ټول به راته همدې معلم صاحب لوستل . نو ځکه هغه ډېر خواشینی شو، خو له بل پلوه زموږ سادګۍ او نا پوهۍ هک پک او له خندا شېن شو او ویې ویل:
 
«چې خدای مو خوار مه که. دا خو ریښتیا چې علي آباد دی. مګردا د علي آباد ښار دی نه د علي آباد روغتون. هغه روغتون چې ستاسو په کار دی هغه کابل کې دی.»
 
هو! د معلم صاحب دې کور ودان  وي هغه هم له موږ سره بېرته وګرځید او تورګل مو د علي آباد روغتون ته ورساوه او هلته مو بستر کړ. د هغه خو نور وخت پوره شوی و او تر یوې میاشتې وروسته خدای بښلی مړ شو. مګر ما ته همد لته د سواد او زده کړې اهمیت او اړتیا څرګنده شوه او ښه په دې پوه شوم چې بې سوادي یانې مرگ.
پای