آرشیف

2015-7-10

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

د څلویښت کلن نه لوړ کسان دې ولولي

( لومړۍ برخه )
       دلته په اروپا کي ډاکترانو ته تګ په عمومي ډول د افغانستان پشان ساده او اسانه کار ندی . باید څو ورځي مخکي نوبت ورته و نیول سی . اختصاصي ډاکتر لکه جلدي ډاکتر ، د سترګو ډاکتر او نور ، هفتي مخکی وخت غواړي خو ځیني بیا لکه اورتوپیدي او داسي نور ، میاشتو او حتي کال انتظار ته اړتیا لري . پر خپل ټاکلي وخت ورتلل هم د سمدستي کار ندي . هلته یی په انتظارخونه کي پر دیواله اعلان ځړولی وي چي : « د نوبت مانا دا نده چي سمد ستي دی ډاکتر ګوري ، بلکه مانا یې داده چي د زیات انتظار څخه بیغمه کیږئ » .
      خپل کورني ډاکتر ته پر ټاکلي وخت ولاړم او د انتظار په خونه کي پر یوې چوکۍ کښیناستلم . مخته می پر واړه میز باندي بیلابیلي ذوقي او علمي مجلې او یو لړ طبي براشورونه پراته وه چي هر چا د خپل ذوق سره سم یو شی ور پکښي موندلای سو څو د معاینې تر وخت پوري ځان پرې بوخت کړي . ماته تجربې ښودلي ده چي پدغسي حالاتو کي لوستل تر بل هر کار نه وخت ښه لنډوي . که څه هم ذوقي مجلي مي خوښي دي ، مګر داچي ډاکتر ته سړی د ناروغۍ له مجبوریته ورځي ، زه هلته تل طبي براشورونه ډیر پرله اړوم .
       داځل مي یو براشور پلاس راغی چي سرلیک یې په ساده ډول داسی ژباړلای سم : « ایا د تشو میتیازو ستونزه دي ځوروي ؟ » . په براشور کي پدې اړه ګټور مالومات خپاره سوی وه . تازه مي په لوستلو  پیل کړی وو چي د معایني اطاق ته یې ور وغوښتلم . که څه هم ډاکتر ته د پلان سره سم د زړه د ناروغۍ په اړه د سلامشورو پخاطر تللی وم خو تر معایني وروسته مي د ډاکتر په اجازه براشور راسره واخیست او په بس کي مي تر کوره پوري ټول ولوست . لکه څنګه چي یې وینم اکثره وطنوال می دغه ستونزه لري ، ځکه مي نو د هغوی سره د مرستي پخاطر و پښتو ته د ژباړلو تکل وکړ اوکمپیوټر ته کښیناستلم .
دا تاسي او دا هم د نوموړي براشور بشپړه ژباړه . هیله ده په دُعا کي مي هیر نکړئ :
       د تر ټولو نژدي ټایلیټ په لټه کي  :
      ایا فکر کوئ چي د تشو میتیازو پخاطر تاسي تر عادي خلګو ډیر د ټایلیټ ( تشناب ) په لټه کي یاست ؟ ایا دداسي  حالت سره مخامخ کیږئ چي میتیازو ډیر سخت نیولي یاست او ساتل یې درته له توانه وتلې ښکاري ؟ ایا کله داسی هم کیږي چي تر ټایلیټه نارسیدلي او څو څاڅکي په پتلون کي درنه لاړي سي ؟
      ددغه ډول پرابلم تر ټولو ستر لامل د مثانې له حد  نه زیات فعال والی دی . پدغي لیکني کي به تاسی د مثانې ددغي ستونزي په اړه لنډ مالومات او یو لړ عملي لارښودني تر لاسه کړئ چي څنګه پخپله کولای سئ د ستونزی څخه د در پیښ سوی تکلیف شدت کم کړئ . موږ باور لرو چي په عملي کولو سره به تاسی پخپله د ښه والي احساس وکړئ او د خلاصون په لور به ګامونه واخلئ .
      د مثانې دنده او د فعالیت څرنګوالی :
      د مثانې یوه دنده داده چي بولي ( میتیازی ) زیرمه او بله دنده یې داده چي د ډکیدلو وروسته یې خارجي کړي . د مثانې عضلې ډیر ارتجاعي ( ایلاسټیکی ) خاصیت لري او پراخیږي چي پدي توګه بولي کولای سی په اسانۍ سره د پښتورګو څخه د مثانې خواته را وبهیږي .
       کله چي مثانه ډکه سي نو اعصاب یې و مغز ته سیګنال او خبر ورکوي . مغز ددې خبر په تر لاسه کولو سره و مثانې ته قومانده ورکوي چي ځان خالي کړي . ددې قوماندې سره سم تاسی ته میتیازی درځی او د ټایلیټ خواته مخ نیسئ .
      په نورمال حالت کي تاسي د مثانې د خالي کیدو پر چارو باندي حاکمیت او کنترول لرئ او تر هغه مناسب وخت پوري یې ساتلای سئ تر څو و ټایلیټ ته د تلو فرصت تر لاسه کوئ . د اعصابو سیګنالونه چي ستاسي تر کنترول لاندي دي ، و مثانې ته امر کوي چي ځان سره ټوله ( منقبصه ) کړي ، د بولو د خارجيدو د پاره د اړوندي مجرا لاره پرانیزي او پدې توګه خپله ګیډه تشه کړي . د تشیدو یا تخلیې سره سم بیا امر ورته کوي چي د نوموړي مجرا لاره بیرته بنده کړي څو د بیا زیرمه کولو او ډکیدو وړتیا ومومي .
    د مثاني شکل :
   د مثانې عمومي بڼه په دغه رسم کي لیدلای سو :
۱ ـ  د پښتورګو څخه مثانې ته د بولو د راتګ نل .
۲ ـ مخاطي غشا .
۳ ـ د مثانې عضلې .
۴ ـ د پروستات غُده .
۵ ـ د بولو د وتلو مجرا .
        نورمال حالت څه ته وايي ؟
       نورمال حالت دادی چی که په شواروز ( یوه شپه او یوه ورځ ) کي د یو نیم څخه تر دوو لیټرو پوری مایعات وڅکل سي نو مثانه به د څلورو څخه تر اوو ځلو پوري ځان خالي کوي . په هر ځل کي به د بولو مقدار د دوه نیم ډیسي لیټرو څخه تر پنځو ډیسي لیټرو پوري وي ( له یوه ډک ګیلاس نه تر دوو پوري . ژباړ. ) .
        له حد څخه زیات د مثانې فعالیدل څه مانا لري؟
       د مثانې ، بولي مجرا او مغز تر منځ د اعصابو نامتوازن سیګنالونه د مثانې د فوق العاده یا له حد نه د زیات فعالیدو لامل ګرځي . ددې خبري مانا داده چي مثانه تر عادي حالت نه ډیر ځلي بیله دې نه چي بشپړه ډکه سوې وي یا نه وي ، ځان د خالي کولو په موخه سره ټولوي او منقبض کوي یې . دا حالت په لاندي نښو نښانو (علامو ) سره څرګندیږي :
الف ـ د مثانې د تشولو په موخه و تشناب ته د تګ خورا زیاته او شدیده غوښتنه . دا ډول غوښتنه سمدستي ناببره منځته راځي او کنترول یې مشکل کار وي .
ب ـ تر نورمال عادي حالت ډیر زیات ځلي د بولي کولو احساس .
ج ـ د شپې لخوا د بولو پخاطر له خوبه پاڅیدل ( Nykturi ) .
د ـ و تشناب ته تر رسیدو وړاندي د شدیدي غوښتني له مخي بې اختیاره په غیر ارادي ډول په پتلون کي د څو څاڅکو بولو څڅیدنه او وتل .
       ددې د پاره چي د مثانې فعالیت فوق العاده وګڼو ، دا اړینه او حتمي نده چي لوړي ټولي نښي به موجودي وي . اکثره ناروغان چي د مثانې د فوق العاده فعالیت د ستونزو سره لاس او ګریوان دی ، یوازي دریمه برخه یې د بولو د غیر ارادی او بې اختیاره وتلو څخه شکایت لري .
       هغه نارینه چي د بې اختیاره بولو وتلو څخه شکایت کوی ، اکثره ددې نه هم کړیږي چی د شپې لخوا د تشناب په خاطر له خوبه وځي . ددې ستونزي څخه د خلاصون په موخه چي هر څومره ژر لاس په کار سی ، هغومره ژر ښه والی مومئ .
د لومړۍ برخي پای .
نور بیا