آرشیف

2015-5-6

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

د افغانستان جنګي جغرافیه ، نن او سبا

لومړی برخه
 
لینده  که هر  لور  ته  کړی سمه خو  هدف یې زه یم
غشی که هر طرف ته خلاص کړي نو تر ما به راځي                                                                                                      ( درویش دُرانی )
        د هیواد امن او  ډاډمن ټیکاو ، دا هغه ملهم دي چي نه شتون یې د هیواد زخمونه تر ناسوره رسولي او هیوادوال یې له هر څه نه بې بهرې کړی دی  .
       دا لیکنه هغه څه نه دی چي د لومړي ځل لپاره یې د لاری ددغه روان ناورین څخه د وتلو په اړه خبره را پورته کیږی ، خو توپیر یې پدې کي وینم چي دلته  زه غواړم پر دې خبره باندي لږ  تم شم چي ایا د هیواد جنګي جغرافیه د بدلون په حال ده ، که څنګه . غواړم پر دې خبره هم و ږغیږم چي تر سولي او ټیکاو پوري د رسیدو په بهیر کي د سیاسي ګوندونو رول څه دی . پدې لیکنه کي به ددغو دوو ټکیو په هکله خپل نظر د لوستونکو سره شریک کړم .
        د دایمي سولی د تر لاسه کولو پخاطر  تر اوسه پوري د هیواد په دننه او د باندي کي په بیلابیلو کچو راشه درشه او ناستي پاستي شویدي . ښه بیلګه یې په قطر کي دا د کنفرانس پنامه وروستنی ( ۲۰۱۵ کال د مۍ میاشتي دویمه او دریمه ) ده چی د افغان حکومت ، طالبانو او اسلامي ګوند د استازو په ګډون تر سره شوه .
      ددې ټولو هلوځلو سره سره  دا پوښتنه په حق سره را پورته کیږي  چی د افغانانو پر غمځپلې خاوره نو بیا ولي د سولي عنقا سیوری نه غوړوي . لکه څنګه چي تپل سوی جنګ زموږ په هیواد  کی خپلي ریښې او سرچینې لري ، همدارنګه سولي ته نه لاسرسۍ هم خپل علتونه لري . پخپله اوسنۍ جنګي غمیزه د یو لړ علتونو معلول ده . زما په آند تر اوسه پوري چي لوړو یاد شوو هلوځلو اړینه پایله نده درلودلی ، ښایي دلیل  به  یې دا وي چي نوموړي هلي ځلي یوازی د معلول پر شاوخوا را ګرځي  ، علت څنګ  ته پاته او  آن داچی کله ناکله بیخي له یاده وتلی وي . خو لدې نه پرته یو شمیر نور لاملونه هم شته چي باید خبري پرې وشي .
       پدې کي هیڅ شک نسته چي غمیزه د ۱۳۵۸ کال د مرغومي له شپږمي نیټې څخه د کرملین د لنډه غرو سیاسي مشرانو په ناروا پریکړه را پیل سوه . دا کار د امریکا او لویدیزوالو د پاره ښه بهانه و ګرځيده څو په کرملین کي د واکمني ایډیالوژئ د ټکولو پخاطر په هر مشروع او نامشروع عمل لاس پوری کړي . ددې ایډیالوژئ د ځپلو په موخه د ( بنسټ پالني پروژه ) تر ټولو اکسیره او اسانه لاره وګڼل شوه چي د « سي اي یې » په مشوره او مالي لګښت د « اي ایس اي » په کړغیړنو لاسونو سره په بریالي توګه مخته ته ولاړه .
       لکه څنګه مي د جرمني هیواد د کولن ښار غونډی ته پخپله بیانیه کي یادوونه کړی وه ، که غمیزه کرملین پیل کړه خو اوسنی دوام یې د سیمي او نړۍ د څاګرو کړیو  په لاس مخته ځي . پدې توګه لکه څنګه چي هره پیښه او پدیده ځانته خارجي او داخلي اړخونه لری ، همدارنګه د سولي تر ناوکۍ پوري د رسیدلو پخاطر  هم باید ددغو دوو  اړخونو په منځ کي  لاره ولټوله سي او  پر  ستونزي  باندی د لاسبرۍ په موخه اړین توکی په ګوته سی . په کور دننه اړخ کی  ددغه ډول لاسبریو  پخاطر  کیدلای سي د اړینو توکو  په ډول  ـــ  دولتي اداره ، ملي بنسټونه ، سیاسی ګوندونه ، قومي مشران او نوري بیلابیلي اغیزلرونکي کړۍ یادي کړو  چي د پام  وړ  رول لري . په بهرني اړخ کي ګاونډي هیوادونه ، د سیمي هیوادونه او د سېمي څخه د باندي اغیزلرونکي هیوادونه لکه امریکا ، اروپایي اتحادیه او انډیوالان یې پدې پروسه کي د ډیر اغیز درلودونکي دي .
         ښکاره  او تر لمر سپینه خبره ده چي پدې پروسه کي د یوه اړخ رول هم له پامه غورځولای نه سو  . که څه  هم د شرایطو  په نظر کی نیولو سره کله د یوه اړخ رول او کله د بل اړخ دا زیات وی خو په ټولیز ډول د منطق او ډیالکټیک حکم دادی چی داخلي تضادونه د هری پدیدې په طبعي پرمختګ کي پریکنده رول لوبوي  او دا هغه څه دی چی باید پدغه پروسه کي هم ورته په ټینګه پام واړول سي .
       که د رواني جګړې په اړه و ږغیږو ، زه پخپله د هغو شنونکو سره همږغی نه یم چي پدي وروستیو کي داسی څرګندوني کوي چي ګویا  په افغانسان کي د جنګ جغرافیه د بدلون په حالت کي ده . دلته د جنګي جغرافیې د بدلون مانا داده چی پسله دې نه به د هیواد جنوبي سیمي چي دا اوږده کلونه د اور په لمبو کي سوځیدلې ، ارامي پاته شی او شمالي سیمي به چي نسبتاً ارامي وی ، نور به د اور په لمبو کي سوځي . زما په آند د جنګ جغرافیه بدلون نه مومي بلکه د جنګ جبهه غځیږی او د جنوبي سیمو برسیره د شمالی برخو په لور پراختیا مومي . د بیلګی په توګه :
       د هیواد په شمال په ځانګړي توګه بدخشان کي د داعش ډوله کسانو پلاس د شلو تنو سربازانو څخه د سرونو غوڅول او همدارنګه د هیواد په جنوب ختیز ننګرهار کي د وروستی ځانمرګي برید غمجني پیښي چي نژدي د څلویښتو بیګناه وګړو ژوند یې واخيست او له سلو څخه یې زیات کسان ژوبل کړه ، دا و ښودل چي د اور لمبې په جنوب کی د پخوا پشان دوام لري او و شمال ته یې هم لمن په پراخیدو ده ، خو یوازي د پیښو سناریو او تمثیل کوونکی اکټران بدلون مومي .
      ټول افغانستان زموږ ګډ وطن دي ، هره سیمه یې زموږ ګډ کور او هر قوم یې زموږ ورور دی . که یوه واړه کلي ته هم د جنګ اور رسیږي ، دا زموږ د تن غوښي سوځوي او هیڅ باوجدانه دردیدلی هیوادوال باید پرې خوشاله نشي . مګر دا کار ښایي داسی اُمیدونه را ژوندي کړي چي د سولي بهیر به تر یوه بریده چټک شي . داځکه چي تر اوسه پوري یو شمیر داسي اغیزمني کړیو شتون درلود چي د جنګ د اور لوخړي یې تر سږمو رسیدلي نه وې ، ځکه یې نو د سولي په لاره کي خنډونه اچول ، اوبه یې خړولې او کبان یې نیول . هیله ده ددغو ناروغو کسانو عقل به هم اوس سرته راشی او پدې به پوه شی چي دوږخ د مومن د پاره د اوسیدلو ځای ندی . پدې توګه کیدلای شي د سولي پخاطر ګډی هلي ځلي پیل او د بري تر پولي ورسیږي . 
       لدې نه پرته ، د افغانستان په ځینو سیمو کي د مخالفو  وسله والو  په وړاندي د داعشی جنګیالیو  د خوزښتونو ګنګوسې ، په پاکستان کي د پېښو  وروستی پرمختګ  او د افغانستان په هکله یې د ستراتیژیک عمق په اړه د بدلون نښي نښانې ، د افغانستان په جیوپولیتیک موقعیت کي د جیو ایکونومیک  او  جیوترانزیټ پدیدو  را برجسته کیدل ،  د سېمي او لودیز  تر منځ په اقتصادي او  نظامي معادله کي د انډول نسبي بدلون ، د سولي په پروسه کي د چین شکیلتیا ، او همدارنګه په نړۍ کي د پېښو ننني پرمختګونه دا ټول هغه څه دي چي زما په آند د سولي ریښو ته اوبه ورکولای سي  . له همدې کبله اوسني حالات ماته له بل هر وخت نه زیات د سولي او امن په ګټه بریښي .
      د یادولو وړ ده چي په افغانستان کي د پاکستان د ستراتیژیک عمق په اړه د بدلون نښانې پدې مانا ندی چي ګویا پاکستان نور  دلته د خپل ستراتیژیک عمق د خیالونو څخه لاس په سر شویدی . پاکستان به هیڅکله هم دا کار و نکړي ، خو یوازی دا ویلای شو چی ددغه ستراتیژیک عمق په اړه یې په موخو کي بدلون راتلاي شی . داځکه چي د سیمي په اړیکو کي د افغانستان د جیوپولیتیک موقعیت تر څنګ  د جیو ایکونومیک او جیوترانزیټ پدیدو برجسته والي د پخوا په پرتله ورځ تر بلي د پام وړ رول تر لاسه کوی او پاکستان نه غواړي د اغیزمن ګاونډي په توګه ددې مثبتي پروسې له ګټي نه بې برخي پاته شي .
       بله خبره چي پاکستان یې و  دې ته اړ ایستلی څو یو شمیر افغاني طالبان د سولي خبرو ته و هڅوي ، هغه د پاکستان دا لاندي موخي دي :
     الف ــ پاکستان غواړي پر ځان باندي هغه نړیوال فشار لږ کم کړي چي ټوله نړۍ یې د تروریزم د ملاتړ پنامه بولي او  آن داچی په تور لست کي ددې هیواد د شاملولو ګنګوسې هم کله ناکله منځته راغلي دي .
     ب ــ پاکستان پدې ښه پوهیږي چي د داعش را پیدا کیدل او غښتلتیا د طالبانو د کمزورۍ لامل ګرځیدلای شي او داعش بیا د پاکستان زیږنده ندی . ځکه پاکستاني چارواکي پدې اند دي چي د یوې خوا به په افغانستان کي د پخوا پشان د جنګ اور دوام و مومي او د بلې خوا به نړیوال ددې جنګ پړه پر پاکستان نه اچوي .
     ج ــ داچي په داعش والو جنګیالیو کي د افغانستان د شمالي ګاونډیانو لکه ازبکستان او تاجکستان ، چیچنیا او عربو ونډه غوښینه ده او جنګي جغرافیه د شمال لورته هم غځیدلې ده ، ځکه نو پاکستان فکر کوي چي له همدې کبله به دوی د یوه پلوه د نړیوال فشار نه خوندي پاته شی او د بل پلو نه به د جنګ د لمبو له تاو څخه تر ټاکلي کچي په امان وي . مګر پاکساني داړه مار چارواکي باید پدې پوه شي لکه څنګه چي عربي القاعده ورته د لستوڼي مار شو ، همدارنګه به داعش هم نه یوازي تر شمالي وزیرستانه ځان ورسوي بلکه په پنجاب او سیند کي به ځالي جوړ کړي ، د لنګي غوا پر ځای به ورته لنګي بلاوی وګرځي .
کوهی مه کینه د بل سړی په لار کي
کنه ستا به د کوهي په غاړه لار شي
                                                                                    ( رحمان بابا )
د لومړی برخي پای . نور بیا