آرشیف

2014-12-30

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

بریتور اشنا

 

 

د خوب تعبیر به نن د چا وغواړم
له کوم یوسف له کوم ملا وغواړم
بیګاه می بیا څه عجیب خوب ولیده
ما پدی خوب کی ځلمیتوب ولیده
یو بریتور وو ، اشنا راغی راته
لکه مړه تن ته چی ساه راغی راته
ګویا له خوبه یی را پاڅولم
له بوډاتوبه یی را پاڅولم
ویل یی : پاڅه ! ځو یارانو لره
و بریتورو شاه ځلمیانو لره
پاڅه چټک ، ټول انتظار دی راته
په بی تابۍ سترګی په لاردی راته
ارږمۍ کښلو ته یی پری نښودم
سترګو موږلو ته یی پری نښودم
پوره له خوبه لا ویښ شوی نه وم
زه لا دی کار ته هم هیښ شوی نه وم
خو پر بریتو می هغه و پیژندی
په موسکیدو می هغه و پیژندی
له ځایه پاڅیدم موسکۍ شوم ورله
په محبت غاړه غړۍ شوم ورله
په خندا ولاړو بل محل لره موږ
د شاه ځلمو یوه محفل لره موږ
یو څه عجیبه ننداره وه هلته
د ځلمیتوب خوږه کیسه وه هلته
څوک په کالو څوک په کفن کی وه ناست
ټوله په مینه د وطن کی وه ناست
د چا یوه پښه د چا دواړی نه وی
د چا په خوله کی خو لا داړی نه وی
د چا لاسونه ، دچا سر پری شوی
څوک په چاړه ، څوک په تبر پری شوی
څوک په راکټ ، څوک په مرمۍ ویشتلی
څوک یی وو نیغ پر ککرۍ ویشتلی
څوک مخامخ ، څوک یی له شا ویشتلی
مار د لستوڼی بی پروا ویشتلی
چا بوره مور او چا یتیم ماشومان
ټوله پری ایښی او تیر شوی له ځان
زه او اشنا می دی ټولۍ ته راغلو
د بریتورو کورنۍ ته راغلو
ټوله خوشاله په خندا شوه راته
تر بریتو لاندی په موسکا شوه راته
پر مخ یی مچ کړم غیږ کی یی ونیولم
په ډیره مینه یی ټینګ ټینګ کښیکښلم
لا هغه مینه ، هغه شور ورسره
لکه پخوا ، یو څه لا نور ورسره
ها د ځوانۍ تیری کیسی یادی شوی
لکه خوږی هسی ترخی یادی شوی
که پر خوږو موږ خندیدلو سره
خو پر ترخو به ژړیدلو سره
ورانی ویجاړی مو را وسپړلی
د هری غاړی مو را وسپړلی
بیا مو کښتۍ په ډوبیدو ولیده
وطن مو ټول په اوښکو سرو ولیده
چا ویل راشی چی تکل مو کړو خپل
ګوندی پوره پاته منزل مو کړو خپل
چا ویل پاڅی چی بیا ملا و تړو
توپک ، مرمۍ ، کتار مو بیا وتړو
هرڅه به پریږدو چی د تورو وار دی
یو ځلی بیا د بریتورو وار دی
ما ویل نه ، دا ځل به چل نوی کړو
په بله لاره به منزل نوی کړو
اول به وکړو اتفاق خپلو کی
له منځه وباسو نفاق خپلو کی
نوو حالاتو ته به پام واړوو
په هر قدم هر یوه ګام واړوو
اوس حالات نور دی نوښتونه غواړی
نوی تکل، نوی خیالونه غواړی
د احساساتو مو مزه ولیده
لویه غمیزه مو اوږده ولیده
توپک به پریږدو، دقلم سره ځو
په پرګنو کی د عالم سره ځو
ټوله به پوه کړو د وطن په مینه
د لوست د زده کړی علم او فن په مینه
څو چی تیاره د جهالت خپره وی
د توپک مینه په غفلت خپره وی
زموږ په ژبه به څوک نه پوهیږی
اور دنفرت کی به دوی تل کړیږی
بوی د باروتو کی ویده پراته دی
ټوله ناپوه ، ځوان او زاړه پراته دی
چا می پدی وړاندیز چک چکی کول
چا بیا کاته راته په کرکی کول
ځینو هوښیار، ځینو ډارن ګڼلم
چا لا خرڅ شوی پر دښمن ګڼلم
هر یو بر بیلو دروازو ووتو
څوک پر لکړه څوک پرپښو ووتو
دا می یاران وه چی پری ګران ومه زه
چی په خاطر یی تیر له ځان ومه زهm
یوچا ددی خوب تعبیر داسی راکړ
د وینو اوښکو تفسیر داسی راکړ :
ها ږیرور چی ټول ویده دی اخر
دا بریتور هم پښتانه دی اخر
دوی هم پر خاوره د افغان پیدا دی
نه پر مریخ نه پر اسمان پیدا دی
پښتون ناپوه دی ، پدی نپوهیږی
چی چارچاپیره خوا یی څه تیریږی
پر دی خبره یی وفاق کړی دی
چی اتفاق یی پر نفاق کړی دی
د پیشلمی زنګ کړم له خوبه راویښ
د ځلمیتوب له لیونتوبه را ویښ
د نوزادی سره می زړه ژړله
دواړو پرحال د پښتانه ژړله

 

ډنمارک ـ

۱۱ / ۸ / ۲۰۱۲