آرشیف
د فساد پر سر د خیر او شر جګړه
پوهنمل حاجی محمد نوزادی
د څو ورځو د پاره یونان ته په سفر تللی وم اود نورو بوختیاوو له امله مي رسنیو ته لاسرسۍ کم وو . د اګسټ د لسمی نیټې ماښام وو ، کمپیوټر مي پرانیست او یو شمیر افغاني بريښناپاڼو ته می سر وواهه . د ورځي غټ خبرونه د ښاغلي ډاکتر عبدالله ( ع ) تندي نیوکي وی چي د ښاغلي ډاکتر اشرف غني ( غ ) په ادرس یې باد ته ور کړي وې . د نیوکو غوښینه برخه پر دې خبرو را ګرځیدل چي ګویا ( ع ) ته د ( غ ) لخوا پوره پاملرنه کیږی ، د وروستیو چوکیو په ویش کي يې برخه سپکه ده او . . . . ، پدي توګه دی ندی توانیدلي چي خپلو نازولو انډیوالانو د دوي د خوښي وړ امتیازونه ورسوي . ځکه نو د هغوي له لوري نیوکي ور باندي کیږي چي د خپلو ژمنو په تر سره کولو کي پاته راغلي دي . ښاغلي ( ع ) پر ( غ ) باندي د نیوکو او ګیلو سره جوخت اړین تهدیدونه هم له یاده نه وه ایستلي .
د څو شیبو د پاره د چرتونو په سیلاب کي لاهو سوم . پداسی حال کي چي د هیواد تر نیمی زیاته برخه د جبهه ای جنګ په اور کي سوزي ، د هلمند پشان ستر ستراتیژیک ولایتونه محاصره او دلاسه وتلو د ګواښ سره مخامخ دي ، اولسوالی یو په بل پسی د لاسه وځي او د هیواد پاته نیمه برخه د خطر لومړی کرښه ده . ددې اور ښامار هره ورځ د وطنوالو په سلګونو ککری خوري او په زرګونو هیوادوال له خپلو کورونو څخه بیځایه کیږي . خو د هیواد د سیاسی مشرانو تر منځ بیا جنګ پر سرَه غَله دي . ددغو تپل سوو مشرانو تر منځ سړې جګړې او د ګټورو چوکیو د تر لاسه کولو پرسر ناندریو چي د ناپاکو امتیازونو سرچینه ده ، په ګرمه جګړه کي د سرتیرو پر مورال خورا ناوړه اغیز ښندلی دي او پایله به یې ډیر ژر برملا سي .
وایي څښتن تعلي چي خپلو بنده ګانو ته په قهر سي نو بیکاره مشران ور باندی واکمنوي . پاکه ربه ! دا د کومي ګناه له مخي موږ ته دومره درنه او د لسیزو اوږده سزا راکوې ؟ ته خو یوازي قهار نه یې بلکه رحیم اوغفور هم یې ، د رحم او بخښني د دُعا لپي مو درته پورته کړیدي . له کړو ګناهونو مو را تیر سه او له بې کفایته مشرانو څخه مو و ژغوره !
ځمکه هغه سوزي چي اور پرې بل وي . که څه هم ددغو ناوړو مشرانو ، د هغوي د مرستیالانو ، سلاکارانو ، وزیرانو ، والیانو ، ویاندانو ، د ویاندانو د مرستیالانو او نورو ور سره تړلو کسانو څخه د هیڅ بچی هم نه یوازي داچي د جنګي جبهو د سرتیرو په ډله کي نسته بلکه په بهر کي ارام او بیغمه ژوند لري . خو په دې دي پوه سي هغه ورځ لیري نده چي دا اور به اخر ددوي تر کوره هم ور ورسیږي ، که لمبه ورنغله نو دود به یې خامخا مرۍ ور وسوزوي ، مظلوم لاسونه به یې د ظلم ګریوان څیري او بیا به پښیماني هیڅ ګټه هم ورته ونکړي .
دلته ټول مظلوم لاسونه
هلته ټول ظالم مغزونه
که ظالم پرې نن لاسبر دي
خو دا جنګ دخیر او شردی
د کوترو سیل به پاڅي
پر ښکاریانو به و ناڅي
اخر وینو کي به رغړي
دا د شر فساد ښاغلي
نوشتن دیدگاه
دیدگاهی بنویسید
برای نوشتن دیدگاه باید وارد بشوید.
مطالب مرتبط
پر بیننده ترین مقالات
مجلات و کتب
پیوند با کانال جام غور در یوتوب
صفجه جام غور در فیس بوک
Problem displaying Facebook posts.
Type: OAuthException
Subcode: 460
گزارشات و مصاحبه ها
-
قاری رحمت الله بنیان گزار گروه داعش و سرکرده گروه طالبان ولایت غورطی یک عملیات نیروهای امنیتی افغان در ولایت فاریاب کشته شد
-
کارگاه سه روزه آموزش حقوق بشر و حقوق بشردوستانه برای نیروهای امنیتی و دفاعی در ولایت غور
-
گرامیداشت شانزدهمین سالروز تأسیس کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان در ولایت غور
-
امضاء تفاهمنامه نشر برنامه های حقوق بشری با چهار رادیو در ولایت غور