X

آرشیف

د نړۍ واکمن به څوک سي ؟ تحلیلي لیکنه ، دریمه برخه

( په لومړۍ برخه کي مو د سترو امپراتوریو یادوونه وکړه او د شلمي پیړۍ په وروستیو کي د وارسا او ناټو پاکتونو پر څرنګوالي و ږغیدو او دا مو هم په ګوته کړه چي ناټو نور زیانمنونکی قوت اود نړیوال برم نه لویدلی دی . په دویمه برخه پر دې و ږغیدو چي دامریکا متحده ایالتونه ، اروپایي اتحادیه او د چین اولسي جمهوریت د اوس د پاره په یوازي سر د نړۍ د واکمن کیدو جوګه ندي )

     د روسیې فدرالي جمهوریت :
     د روسیې په اړه لاندي لاملونو ته پام اړول پکار دي :       
۱ ـ  داچی روسیه د شوروي اتحاد نه په میراث پاته هیواد دي ، هغه خپلسري کړني ، ناخوالي او یرغلونه چي د وخت په توتالیتار کرملیني رژیم کي عاقبت نه سنجوونکو مشرانو په تیره د دماغي ناروغ لیونید برژنیف د واکمنۍ پر مهال د خپلي امپراتوري په تر لاس لاندي جمهوریتونو ، د سوسیالستي بلاک په هیوادونو کي لکه هنګري ، چکوسلواکیا او نورو او د پای  په کلونو کي په دوست هیواد افغانستان کي تر سره کړي ، اوسنۍ روسیه هم د نوموړي امپراتوی د میراثخوړونکي په توګه د هغو ناوړتیاوو او ناخوالو د مسئولیت  له ګناه نه ځان په بشپړ ډول نسي پاکولای .
۲ ـ  روسیې لا تر اوسه د یوه صالح میراث خور رول ندی تر سره کړی ، نه یوازي داچي متضررو هیوادونو ته یې د رسیدلو زیانونو تاوان پر غاړه ندی اخیستی ، بلکه ساده بخښنه یې لا هم نده ورڅخه غوښتې . ځکه نو روسیه لا تر اوسه د ډیرو اولسونو د پاره د پوره باور جوګه نه ده .
۳ ـ  روسیه که څه هم د اقتصادي سرچینو خورا لوړ پوټنسیال لري خو مالي فساد او مافیاوي کړۍ یې پدی برخه کي د پیاوړتیا زورور خنډونه دي او روسیې په نړیوال ډګر کي د یوه پیاوړی اقتصادي مرستندویه هیواد رول ندی تر لاسه کړی .
۴ ـ  روسیې ته که څه هم د شوروی د وخت پیاوړی جنګي توان پاته دي خو د نننۍ تکنالوژیکي پرمختیاوو څخه یې ټول هغه څه په لاس راوړي ندي چي د جنګي ماشین څرخونه یې اړتیا ورته لري .
۵ ـ  روسیې تر وروستیو کلونو پوري د نړیوالو سیاسی معادلو څخه ځان لیري ساتلی وو ، د بیلګي په توګه ویلای سو چي د عراق او لیبیا په مسئلو کي یې یوازي د نندارچي رول ولوباوه . که څه هم اوسني اولسمشر پوتین دا ګړی د روسیې بیا مطرح کولو ته لستوڼی را نغښتي دي خو لا تر اوسه یې پیاوړي باوری ملاتړي ندي تر لاسه کړي . له ایرانه سره یې لږ و ډیر نژدیوالي د ځینو لنډمهاله سیاستونو په اړه دی، مثلا د سوریې شخړه .
۶ ـ  روسی سیاستوال د شوروي مشرانو په ډول د باور وړ دوستان پاته کیدلای نه سي او هر ګړۍ سیاسي لوری بدلولای سي چي دا کار په نړیواله کچه یو منفي ټکی دی .
     پدې توګه د لوړو عیني دلایلو له مخي روسیه هم د نړیوالي واکمنۍ د تاج جوګه کیدلای نسي .
     د هند جمهوریت :
۱ ـ  هند چي تازه په نړیواله کچه د مخ په غوړیدو یوه پیاوړي اقتصادي او تخنيکي پوټنشیال سره سیاسي ډګر ته راوتلی دی ، داچي د نفوسو د بې کنتروله زیاتوالی او د بې وزګارۍ د لوړی کچي سره لاس او ګریوان دي ، دغو ناخوالو  په کورني اقتصادي ستونزو کي را شکیل کړی او نړیوال اقتصادي اغیز یې کم کړیدی .
 ۲ ـ  هند لا تر اوسه د  م . م . په امنیت شورا کي خپل غړیتوب چي په یقین سره یې مستحق هم دی ، ندی تر لاسه کړی ، ځکه یې په نړیوال سیاست کي رول او اغیز د پام وړ ندی .
۳ ـ  هند که څه هم پخپله یو زورور اټمي هیواد دی ، خو دداسی ددو اټمي هیوادونو لخوا محاصره دي چي د دواړو سره سرحدی دعوې لری لکه چین او پاکستان او هغوی دواړه بیا د هند سره ددغو ستونزو له مخي د پخوا څخه پخپلو کي د دوستۍ ګډي اړیکي پالي .
۴ ـ  هند سره لدې چي دنړۍ تر ټولو ستره دموکراسی ده ، خو داچي د بیلابیلو مذهبونو او قومونو یو نندارتون دي ، د خپل هیواد په دننه کي د سختو اقتصادي ستونزو بر سیره د سیاسی ، ایتنیکي او مذهبي ستونزو سره هم لاس او ګریوان . ددغو ستونزو حلول د اوس د پاره د هند تر ټولو مهم لومړیتوبونه دي .
۵ ـ  د هند نظامي توان که څه هم د پام وړ وړتیا لري ، خو لا تر اوسه په نړیوالو معادلو کي مطرح قوت ندی .
۶ ـ  د هند د نظامي توان پیاوړتیا د ګاندي د مسالمت امیزه سیاست او د خپلی مذهبي فلسفی تر تاثیر لاندي یې په جنګي ډګر کي په زیانمنونکي توګه د پرمختګ لوړ چانس کم دی .
      لنډه داچي هند نه د نړیوال تاج جوګه او نه هم دا خیالونه په سر کي لری .
      د لوړو لاملونو پر بنسټ د اوس د پاره د نیکه مرغه هیڅ داسی یو هیواد نسته چي د یکه تازۍ د لاري ځان د نړۍ واکمن وبللای سي . البته دا حالت که د یوې خوا د کمزورو هیوادونو په ګټه دی خو د بل پلو  نه زورور هیوادونه لا هم تر لویه بریده د خپلسريو په وړاندي قوي خنډونه نه ویني . ددې دپاره چي ددغسی خپلسریو مخه ونیول سی ، پکار ده چي د نړۍ د زورورو قوتونو تر منځ یو منطقي انډول منځته راسي .
     ددې خبري مانا داده چي باید زورور قوتونه په خپلو کي یو پر بل د باور له مخي پر دوو اقتصادي ـ نظامي ډلو وویشل سی او د پخوا پشان په نړۍ کي دوه قطبیز سیسټم منځته راولي . البته دا ځل به یې دپخوا څخه توپیر پدې کي وي چي دا ځل به ایډیالوزیکي بنسټ نلري بلکه دخپلو ملي ګټو خوندیتوب او د نورو ملي ګټو ته درناوۍ به یې اصلي موخي وي . دا دوه قطبونه کولای سي په کمزورو هیوادونو کي د اقتصادي مرستو د سیالیو د لاري په نړیوالو معادلو کي هغوي په خپله ګټه و هڅوي .
      زما په آند د اوس د پاره کیدلای سي ددغو دوو قطبونو څخه په یوه اقتصادي ـ نظامي تړون کي همدغه د اوسني ناټو غړي او خواخوږي هیوادونه یې راټول سي او د بل قطب د پاره باید د چین ، روسیې ، شمالي کوریا ، او خواخوږو هیوادونو په ګډون یو بل اقتصادي ـ نظامي تړون منځته راسي .
     که داسي وسي ، زما ګومان دادی چي هند به د اوس د پاره د دواړو قطبونو څخه ځان څنګ ته وساتي او د دواړو سره به دوستانه اړیکي و پالي . پدې توګه کیدلای سي نړۍ په یو قطبي سیسټم کي د زورور واکمن له خپلسریو څخه بیغمه پاته سي او اولسونو به پخپله خوښه د دموکراتیکو لارو څخه خپلي اقتصادي او سیاسي چاري پر مخ بوزي .   
    پدې هیله چي نړیوال هر څه ژر د تل لپاره د زورورو لړمانو له شره په امان اوسي .

     پای .
ډنمارک ـ د ۲۰۱۶ کال جولای میاشت 

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.