X

آرشیف

یــوه هیښونکي پېښه

د ډنمارکي ژبي MX( Metroxpress ) ورځپاڼي د ( د ۲۰۱۵ کال د جون ۲۲ ) نیټې په ګڼه کي مي د خارجي خبرونو په برخه کي یو عجیب او هیښونکي خبر ولوست . غواړم چي داخبر تاسی هم په پښتو ژباړه کي وړاندي کړم  :
    « د یوې ۹۲ کلني زړې ښځي په ګیډه کي د دوه کیلو ګرامو په وزن یو ۵۰ کلن ماشوم د جنین په حالت وموندل شو . دا بیخی نادره پیښه د چیلي هیواد په San Antonio ښار کي ډاکترانو کشف کړیده . ښځه غورځیدلی ( لویدلې ) وه او روغتون ته راوستل شوه . دا ویره وه چي ښایی هډوکي به یی مات شوی وی او ډاکترانو د ایکسرې عکس ته ولیږل . په عکس کی څرګنده شوه چي په ګیډه کی یې یو ډیر عجیب جسم پروت دي . د Scan کولو په پایله کي په بشپړه توګه څرګنده شوه چي نوموړي جسم د ماشوم د جنین سکلیټ دي . وروستیو معایناتو و ښوده چي دا ماشوم د پنځوسو کالو راهیسي ددغي زړې ښځي په نس کي پروت او پوره دوه کیلو وزن لري . د جنین د لویوالي کچه داسي ښیئ لکه ماشوم چي د اُمیدوارۍ په وروستیو درو میاشتو کي وي ( دا د جنین له شپږو میاشتو څخه جګ عمر دي چي د پوخوالي خواته ځي. ژباړن ).
      د جنین دغسي یو حالت د « ډبرین ماشوم » یا « lithopedion » پنامه یادوي ( litho د ډبري او pedion د وړوکي ماشوم مانا ور کوي. ژباړن ). دا هغه حالت دی چي نطفه د رحم څخه بهر منځته راځي او د ټاکلوشرایطو لاندی مړه شی ، مګر د جنین جسم دومره لوی وی چی د انسان بدن یی د جذب توان نلری . پدې وخت کي د مور ارګانیزم د هغه په وړاندي غبرګون ښیي او ددې دپاره چي خوسا نه شي او وجود ته زیان و نه رسوي ، د کلسیمي موادو د یوه قشر پواسطه مومیایی او احاطه کیږي . 
     لکه څنګه چي مالومه ده د هرو ۱۱۰۰۰یوولس زرو حامله ښځو څخه یوازی په یوې کي دا ډول پدیده منځته راځي او په هغي کي هم د نطفي ۱،۵ سلنه د lithopedion تر پړاوه ځان رسولای شي . د چیلي دغه اوسیدونکي ښځه هم ددغه کلسیمي قشر له برکته چي نطفه یې د خوسا کیدو او د میکروبونو څخه یې ښځه د ناروغیدو ساتلي وه ، تر اوسه پوري ژوندي پاته ده .
      په هر حال نوموړې میرمن چي د هډوکو د ماتیدو له ویري روغتون ته راوستل شوې وه ، اوس بیرته له روغتونه خارج شوه مګر هغه په کلسیم مومیایی شوی ۵۰ کلن دوه کیلویی جنین یې لا هم په ګیډه پاته دي . ډاکترانو دا اړینه و نه ګڼل چي د میرمني له ګیډي نه دغه کتله را وباسی ، دا ځکه چي اوس د هغه ټول ارګانونه ددې په بدن کي د هغه ساحي په ارګانو پوري نښتي دي او ددې د زاړه عمر په پام کي نیولو سره پدې اړه د عملیاتواجرا کول د خطر نه ډک ښکاریده . »  . د ژباړي پای . ۲۲ / ۶ / ۲۰۱

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.