ګرانو لوستونکو ! هیله ده لاندی څو اختریزی لنډۍ می کمکی اختر ته ( برګ سبز تحفه درویش ) و منی :
اختر خو راغی روژه لاړه
ليلا بۀ څوک په سرو منګلو ښکاروينهاختر خو بی نکریزو راغی
زه به می سری شونډی تر یاره پوری وړمهاختر پۀ ورځ دې لاس سره نکړه
یار دی رانغی که نکریزی ګرانی دینهاختره ژر ژر را رسیږه
زما ديار وعده اختر دی رابۀ شينهاختر نژدې دی ياره راشه
د دروازی پر ځای به غیږ در خلاصومهکه په اختر کی ته رانغلی
زه په سرو لاسو د چا غیږی ته ځمهپه اختر تا ته سینګار ښایی
چی دی اشنا کلونه پس درته راځینهیار می اختر کی مسافر دی
زه په نکریزو دیوالونه رنګومهته د اختر په سهار راشه
په سرو لاسو به سلامی ولاړه یمهپه اختر ډیر مه راته ګوره
مور می میره ده په ما کلی خبروینهاختر د کومی کوڅی راغی
ور سره نسته په نکریزو سره لاسونهستا د اختر مبارکۍ ته
زه به په تور پیکي کي سره ګلونه ږدمهلاس می ایله که خوله می واخله
لاس می میرې او شونډي ما سری کړي دینهکاشکي نکریزي د اختر شم
چي هره پیغله مي پر لاس تر شونډو وړینهاختر ملنګ کچکول یی راوړ
له ما نه غواړي د نکریزو خیراتونهاختره څومره بختور یی
چی چټی پیغلی هرکلی لره درځینهنکریزی لږ غوندی لمدی کړه
زه می پر لپو د لالي نوم رسمومهرنګ د نکریزو جنتی دی
په سرو لاسونو تور اوربل شانه کومه

دیدگاهها (0)
هنوز دیدگاهی ثبت نشده است.