آرشیف

2020-4-7

شاه ولی آرین

کورونا څه دې وکړل؟

(لنډه کیسه)
 

هغه خوارکۍ دېره بی وزله وه، ټول ژوند یېله ستونزو او کړاونو سره تېر کړی و، دېریې غوښتل چې د کلې د شنو باغونو او د لمرین آسمان د ښکلی طبعیت په چاپېـریال کې له خپلو همزولو سره د کوچنیوالي له لېونۍ مینې او کلیوالیو لوبو نه خوند واخلې. خو ناروا او د قدرت د ټګو فرعونانو جګړو او وژونکو وسلو له امله له کوره بیرون وتل  د هغه ځای د ماشومانو ټول ارمانونه او غوښتنې تری اخیستې او مهار کړې وې، هغې ته حتا ظالمانو د خپل کور د بند د چاپیریال د ژوند مجال هم ورنه کړ،ځکه چې د مور نه یې پرته نوره ټوله کورنۍ د جګړو د ړندو راکټونو ښکار وګرزیدل او خپل خوږ ژوند یې هر یو له لاسه ورکړ.
 
هو! هغه ماشومه شا ترینه د مرحوم ګلدین اکا لور وه.
 
موریې غوټۍ، چې د یوازیتوب او بی وزلیوغمونو خورا پسې اخیستی وه او بله هیڅ چاره یې نه درلوده د ډېرو ستونځوو او مجبوریتونو له امله کابل ته د خپل یوازنی د تره ځوی خواته په هیلو او د هغه د مرستو په تمه راکډه شوه.
 
هغه وائې:
 
«د تره ځوی یې چې هغه په ډېره تمه او اُمیدونو یې خواته راغلې وه، هغه دومره بدلون کړی و، چې حتا د یوې بیګانه سوالګرې په سترګو یې هم ورته ونه کتل او د کور له دروازی یې ورته ځواب ورکړ.»
 
کله چې په ډېره نا اُمېدې د تره د ځوی له کوڅې نه راوتله د خدای بښلی خاوند د یو ملګري سره مخامخ شوه، چې د دې د تره د ځوی د کور لورته روان و.
 
جانداد چې په غوټۍ او د هغې پر کوچنې لور سترګې ولګېدې، د حال او احوال د پوښتنې وروسته، د دوی دغه وضعیت خورا خواشنی کوي او د غوټۍ د تره د ځوی د کور له تګه صرف نظر کوي، دوی له ځان سره را روانوی او خپل کور ته یې راولي.
 
سپینږېری زړه سواند جانداد د خپل اولاد په شان په خپله حویلۍ کې یوه کوټه د دوی د ژوند له پاره دوې ته ورکوی.
 
غوټۍ ته داسی ژوند چې د یو پردي سړي په کور کې مفتې ډوډۍ خوند نه ورکاوه او بیرته یې خپل کلی ته د تګ پریکړه وکړه.
 
جانداد چې مهربان او هوښیار انسان و، د غوټۍ د مجبوریتونو او همت د درکولو په نظر کې نیولو سره یې له غوتۍ سره خبری وکړی او دهغې د تګ مخنیوی یې په داسې شرط وکړ چې د هغی د منلو او راتلونکي ژوند یوڅه اندیښنې یې رفع کولای شوې.
 
جانداد یوه اندازه پیسې غوټۍ ته په پور ورکړی چې خپل ژوند خپل په خوښه وچلوی.
 
اوس نو شاترینه د اتو کالو وه، کله کله به یې مور ته ډاډ ورکاوه چې زه به مورجانې کار وکړم، د هلګانو جامې راته جوړې کړه چې څوک می د کار کولو مخه ونه نیسي.
 
غوټۍ د خپل ژوند او د شاترینې د هیلو د پوره کولو لپاره سهار وختی یوڅه پیرکي اود جوارو ټیکلي جوړ او په یوه کڅوړه کې یې د شاه ترینې په لاس ورکړل چې د خشتی پله شاو خوا کې یې وپلوری.
 
شا ترینه دهمدی کار په نتیجه کې ورځ تربلی د خپل کار نه خوشالیده له سلو افغانیو نه یې دغه خرڅلاو  د ورځی تر څلور سوو افغانیو پوری لوړ شول.
 
شاترینه د کال، یو نیم کال په تیریدو ددغی سوداګرۍ په چارو کې ماهره شوه او له یوڅه مودې وروسته یې د جانداد پور هم ور خلاص کړ.
 
په هغه یوه ورځ چې یې د معمول پرته یو څه ډېر پیرکې او نور خوراکې توکې له ځان سره ښار ته راوړي وو، هر خوا او هر چېری  چې یې هر څومره نارې سورې ووهلې، ټولو ورته رډ، رډ کتل او څه یې نه  اخیستل، خوارکۍ حیرانه پاتې وه چې دا څه پیښ شوي، دا هغه ورځ وه چې د کورونا د وبا هنګامې کابل ته رسیدلې وې، کابلیان یو له بل نه مرور شوي وو، چا یو بل ته لاس هم نه ورکاوه، ځوی او لور، کوچنیانو نور د مشرانو، پلار او مور لاس د احترام په دود نه مچو کاوه، هسی وهم اود غم ټغر د کابل پرفضا خپور شوی و.پرلارو او سرکونو کې موټروان د سورلۍ او سورلۍ له موټروان نه مرور ښکاریدل، په روغتونونو کې ډاکتر له مریض او مریض له ډاکتره تیښته کوله.
 
اوس نو د کابل په ښار کې د شاترینې شانته په سلګونو ماشومانو چې چا ډوډۍ، چا پیرکې او چا د بوټانو رنګ او چاهم د موټرانو وینځل کول او د یوې مړۍ وچې ډوډۍ له پاره به یې یو څه پیسې تر لاسه کولې، دغه روزی پری و دریده؟
 
شاترینه چې د ژړا ـ ژړا نه یې سترګې د اور د لمبو شانته تکې سرې اوښتې وې، له خپلې راوړې ډکې کڅوړې سره بیرته کور ته روانه شوه، خوارکۍ مور یې چې نه یې تلویزون درلود او نه رادیو چې د کورونا د ویروس له حال نه خبره وای د واره یې خپله لور په غېـږ کې ټینګه کړه وې پوښتل چې:
 
ولې لورې ژاړې؟
 
څه درباندې شوي دي؟
 
شاترینه چې ستونی یې له سلګیو پورته ښکته کېده د خبرو مجال یې نه تر لاسه کاوه چې خپلې مور ته، د ښار د وضعیت او کورونا په باره کې څه ووائې.
 
موریې اوبه ورته راوړې،تسلا یې ورکړ،تر یو څه ارامۍ نه وروسته یې خپلې مور ته کیسه وکړه او ډکه کڅوړه یې د خپلې مور مخی ته کېښوده.
 
مور چې د زړه نه یې یوازې یو الله پاک خبرېده، خپلی لور ته وویل:
خیر دی شاترینې غم مه کوه یوه اونې خو به په همدې شیانو باندی ګوزاره وکړو، وروسته  الله پاک مهربان دی، خدای دې کورونا ورکه کړي.