آرشیف

2016-2-26

حبیب الله غمخور

پکه دادي لا بله سپکه

کاشکی  زموږ په هيواد کي يوملی سياسي اومنلی ځواک شتون درلوداي !
دوې ورځې وړاندي په کابل کي دڅلورکنجه انډيوالانو غونډه جوړه اودغونډي په پايله کي یې ولس ته عجيبې او غريبې وعدې ورکړې .ددې څلورکنجه کنفرانس ددايريدو په درشل  کي دافغانستان دپارلمان رئيس هم پاکستان ته سفر وکړ اوهتله يې دافغانستان له تاريخي دښمن نوازشريف سره ليدنه درلوده ،دواړو يو اوبل ته تشريفاتي څرگندونې او وعدې ورکړې . پداسي حال کي چې افغان ولس  سره ددې څلورکنجه  ډلی  پنځمې غونډي  پايلی ته چې په اسلام ابادکي به دايره سي  يوڅه  اميدپيدا سوې وو .دادی دافغانستان دمشرانو جرگې مرستيال  ښاغلی محمد علم ایزدیار د شمالی ټلوالی سره چي دافغان دولت په ټول جوړښت کي تر هرچاغوښن ځاي لري اوتر هرچا برلاسی دي  دطالبانوداړېکو اوعلاقمند يونه پرده پورته کړه . ماتل داخبره کړې چې د طالب په  نوم  دا ټوله پروسه پاکستاني استخبارات  مخته بيايي ،دادی معلومه سول چې داټولی هلې ځلي  دطالبانوسره دمخامخ خبرو لپاره يوه دماشومانه لوبه ده . په عمل کې پاکستان تل زموږ ولس تر خوږ گوته نيسي . داچي طالبانو دشمالی ټلوالی سره دخبرو اوليدنو کتنو گويا علاقمندی ښکاره کړې يوه جالبه او نوې خبره ده .پدې ډول هڅو کي زموږ دهيواد دملي گټو اوملي يو والی پر خلاف دپاکستاني چارواکو ديوه بل تکراري اوکرغېړن پلان دپلي کېدو بوي تر سږ موکېږې . اميد زموږ دهيواد هغه ملي  تيت اوپرک ځواک چې په رشتيا ملت ته وفادار دی پدې هکله خپل سياسي نظر څرگند اودملی گټونه ددفاع په سنگرکي  نوی اوعملی شعار په وژاندي کولوسره ودرېږي ،نه داچي ددې جگړه ځپلی ولس پر افتخاراتو ،تاريخي قربانيوباندي  سياسي سوداگري وسي  .
دا هم دښاغلی ايزيد يار صاحب دڅرگندونو مکلمل رپوټ :ایزدیار: طالبانو د پنجشېر له عالمانو او مجاهدینو سره د خبرو وړاندیز کړی .
تاند- د مشرانو جرګې مرستیال، چې د پنجشېر اوسېدونکی دی، وايي چې وسله والو طالبانو د پنجشېر خلکو او علماوو ته د خبرو وړاندیز کړی دی.
محمد علم ایزدیار دا خبره وروسته له دې وکړه چې په یو شمېرناتایید شویو راپورونو کې ادعا شوې وه چې د طالبانو د قطر دفتر پنجشېر ته پلاوی لېږلی اودپنجشېر له دیني عالمانو سره یې خبرې کړي او هغوی یې د نوروخبرو لپاره قطر ته دعوت کړي دي.
د مشرانو جرګې لومړي مرستیال ښاغلي ایزدیار تایید کړه چې طالبانو دپنجشېر له عالمانو او شمال ټلوالې سره خبرو ته لېوالتیا ښوولې ده او په دې اړه یې پیغامونه ورلېږلي دي.ایزدیار په عین وخت کې دا راپور رد کړ چې ګنې د طالبانو قطري پلاوی پنجشېر ته تللی دی.
ده ومنله چې طالبانو د نورو کسانو په وسیله د پنجشېر دینی عالمانو او مجاهدینو ته پیغامونه رالېږلي خو تراوسه له پنجشېره څوک له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته نه دي تللي.
د مشرانو جرګې مرستیال وویل، دینی عالمان په دې باورمن دي چې سوله باید په ملي سویه وي څو ټولې ډلې تفاهم ته ورسېږي او د علماوو له لوري طالبانو ته د مثبت ځواب نه ویلو اصلي علت هم دا دی چې طالبانو تراوسه پوري د افغانستان دولت او ملت ته ریښتینولي نه ده ثابته کړې.
ده دا هم وویل چې په افغانستان کې له یوه اړخ سره د طالبانو خبرې نتیجه نه لري، او دا ډول هڅې په خیر هم نه دي.
د مشرانو جرګې مرستیال ريیس زیاته کړه، د سولې خبرې هغه مهال نتیجه لرلی شي چې لومړی له ټولو خواوو سره وي، دوهم دا چې د طالبانو نیت د جګړې پای ته رسول وي.
ده تاکید وکاوه چې د پنجشېر دیني عالمان به له طالبانو سره د خبرو لپاره هیڅکله قطر ته لاړ نه شي، مګر دا چې نور دیني عالمان مشوره ورکړي چې د پنجشېر علما دې لاړ شي.
ایزدیار وویل چې د پګواش د فرانسې په غونډه کې هم طالبانو لېوالتیا ښکاره کړې وه چې له مجاهدینو او جهادي تنظیمونو سره خبرې کوي.
طالبان په ضمني ډول وايي چې له پخوانیو تنظیمونو او جهادیانو سره ستونزه نه لري خو له بیروکراتانو سره، چې د حکومت په راس کې دي، نه غواړي جوړ راشي. د۲۰۱۶ ز کال دفبروري ۲۵

حبيب الله غمخور 
د۲۰۱۶ب ز کال دفبروري ۲۶