آرشیف

2015-10-29

حبیب الله غمخور

رښتيا رښتيادي !

ملالی شینواری: د افغانستان د سولې عالي شورا دې لغو شي  .
ډير خوښ يم چې  پسله شاوخوا ۱۲ کاله  وروسته دولتی چارواکو دا ومنل چې ،(( د افغانستان د سولې عالي شورا دې لغو شي)) ما دا څوکاله په خپلو ليکنو کي دسولی شورا جوړول او  شتون يو شمير کسانوته  ددولتی مشرتابه لخوا سياسی رشوت باله او ددي شورا شتون مې دملت په گټه به باله  . حتا کله چې ښاغلی کرزی ددې شورا دجوړېدو لپاره يو موقته شورا جوړُه کړه ددې شورا ديوه مخکښ سره  مې دسويډن په پلازمېنه ستکهلم کي  ديوکنفرانس په جريان کي چې زه له مالمو اوافغانی چارواکي له افگانستان نه رابلل سوی وه  ،پردي خبري وکړې چې دا دکرزی يوه لويه تېروتنه ده اوپدې ډول  موږ نه يوازي چې ددې ډول شورا په  جوړولو هيواد ته سوله نسو راوستلاي،بلکی دسولي بهير ځنډه وی . دغه محترم راسره ومنل .ډير خوښ يم چې پسله کلونو دولتی چارواکي د ملالی شینواری په خوله د اخبره کوی چې : د افغانستان د سولې عالي شورا دې لغو شي .
بلې !
ډير پخوا بايد لغوه سوې واي !
دازادی راډيو دپښتو خبری ويب پاڼي لخوا ددې خبر په نشرکي دنورو تفصيلاتو سره راغلی : د افغانستان د سولې عالي شورا وایې، د سولې د خبرو د موثریت لپاره دا اړینه ده چې د دغې شورا تشکیل نوی شي.د دغې شورا سرپرست عبدالحکیم مجاهد نن (چهارشنبې) د سولې د راتلونکې په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې د دغې شورا د غړیو ترمنځ د سولې په اړه یو واحد لید لوری نشته .
اخوا د ځوانانو په چارو کې د ولسمشراشرف غني سلاکارې ملالۍ شینوارې چې په دغه غونډه کې یې برخه اخیستې وه وویل، چې د سولې شورا نه ده توانیدلې د دولت استازی توب وکړي او باید پرځای یې یو صلاحیت لرونکی هییت د سولې د خبرو د مخته بیولو لپاره وټاکل شي:”د سولې عالي شورا څه معنی؟ زه چې دغلته ناسته یمه نه یې منم چې دا دې بې طرفه وي. ایا دغه شورا دا صلاحیت لري چې د دولت په استازیتوب له مقابل لوري سره د سولې خبرې وکړي او هغه لازمې چنې ووهي چې تراوسه پورې یې نه دي کړي.
دولت باید دا شورا لغوه کړي او د سولې یو قوي هییت وټاکي چې وکړای شي د دولت په استازیتوب له مقابل لوري سره خبرې وکړي او په دې کې د ښځو شتون باید ډير برجسته وي.” ازادي راډيو 06.08.1394
که درنې خوندی رانه خفه نسی زموږ دهيواد اودنړئ دبې شمېره هيوادونو تاريخ دا څرگندوی چې د مخالفينو ترمنځ دسولی په خبرو کی دا مهمه نده چې دنارينه اوښځو انډول په نظر کي ونيول سي  ،بلکی دا مهمه ده چې  پدې خبروکي څوک گټور تما مېږي ، هغه بايد گډون ولري .دسولی په خبروکي زموږ دهيواد ديوشمېر متعصبو سياسيونوپه خبره نه بايد قومی ،ژبنی اومذهبی انډول ته وکتل سی، دنارينه اوښځو دگډون خبره خوپرخپل ځاي پرېږده . مهمه داده چې دمخالف لوری سره دخبرو ارزښت وسنجول سی ،که دبېلگې په توه دترکمنو سره خبري کوو،نو بهتره داده چي دجرگې ټول غړي ترکمن او پدې قوخم کي مخور کسان وي  اوهمدا دول … .
زه ددې خور اوامريکايي بې مورده تحليل سره موافق نه يم چې هر چيري بايد ښځينه استازي شتون ولري .دا خبره اوشعار يوه سياسي سوداگری بولم چې په شاته پاته هيوادونوکي تر سره کيږي  . موږ دخپلې ټولني کلتوری جوړښت  او دستونزو په حل کي ارزښت ته بايد فکر وکړو نه نازل سوی دموکراسی اودهغه په رڼا کي دخپلو ستونزو حل ،چې ناشونۍ دئ . دامنم چې په دولتی چارواکو دا بايد ومنو ترڅو  دپارلمان په غړېتوب کي دولت بايد مداخله وکړی اوپه يوه شکل دشکلونو دښځينه استازو سلنه په نظر کي ولري .ددموکراسی داصولو له مخې دا ډول مدالخه غلطه ده ،خو زموږ دهيواد په شرايطوکي بايد دسولت مداخله وکړی ترڅو په پارلمان کي دخوندو لپاره ځاي پيدا کړی  ،کنه ،داټولی خوندي پدې پوهېږې چې له بده مرغه زموږ ودولس دنالوستوب اوپدې  ټول سياسی ژوندکي خوندوته دهيواد په سياسي اودولتی مقامونوکي لړ خو څه کوې چې پخوا هيڅ حق نه وو ورکړه سوی .داستونزه په اروپايي هيوادوکي هم شته . دلته هم دنارينه اوښځې دورته کار په مقابل کي دنارين ه تخوا ديره ده . اميد چي زما درنې اوپتمنې خوندي زما پر خلاف دهيواد دشمنان راونه پاروی .زه په ټولنه کې ددوی مقام اودشتون ارزښت  ته دقدر په سترگه  گورم .
زما له نظره دهيواد ټولنيز او دودېز جوړښت  ته په کتو سره زموږ دولتی چارواکي  نه بايد  بې ځايه دښځو حق ته ددرناوی ترنامه لاندي دښځو اونارينه سلنه په نزرکي ولري .هلته بايد دې سلنې ته جدي پام ولري ،کله چې دانسان حقوق ترپشولاندېږي .لکه چي ما پورته ورته اشاره وکړه ،په پارلمان ،دولتي اداري اوټولو ټولنيزو چاروکي دښځو گدون ته بايد جدی پاملرنه وسي  . ددولت دمخالفينو سره  په خبروکي دهغوي گډون تر دي نامه لاندي چي دوي به ورنه پوشتنه وکژی چې دښځو حقوقوته به درناوي ولري اوکنه ؟ زما له نزر دا ددولتی چارو واکو دنده ده چي دمخالف لوری سره دخپلو دولتي اودويته دملت لخوا ورسپارل سوو مسوليتونوپه رڼاکي کي خبري وکړی ،چې هلته نه يوازي دښځو دحق اوپه ټولنيز ژوند کي دگډون خبره مطرح ده بلکه ،دير نور مسايل هم مطرح وي . که زه ددولت اوبمخالفينوترمنځ دخبرو ټول جريان وليکم چې څنگه بايد وي کتاب ترينه جوړېږي  . پدې هيله چې زما دليکنې نه زما ولس زما احساس  اودمسائيلو سره کړنو درخورد او ميتوداړتيا درک کړي .