آرشیف

2015-11-28

حبیب الله غمخور

دکوزي پښتونخوا دراغلو مېلمونه نه يوه هيله يوه!

نن مې په ډله ايزورسنيوکي داخبر واورېد چي له کوزي پښتونخوا نه دسياسي گوندنو دري تنه مشران کابل ته راغلی اولته یې له اشرف غني سره ليدلی ،البته له نوروچارواکوسره به هم وگوری .
زه دتل پشان ددوي راتگ ته هرکلی وايم ،خو دتل پشان مي غوښتنه داده چي دافغانستان اوپاکستان دمناسباتو په هکله دشعارونو اواحساسی ويناونه سره تيرسو . دسياست اصول دادی چې هريو خپل ملي او انساني مسوليت ته ديوه سياسي شخصيت په توگه متوجه سو.
حقيقت خو دادی چې ،دې مشرانوته ترموږ په افغانستان کي اوسېدونکوافغانانونه زياته داخبره څرگنده اوروښانه ده چي پاکستاني چارواکي په کومه سپين سترگی اوبي شرمۍ زموږ سره دسياسي اړيکو دوام ساتي اوموږ ته  هره ورځ کومی ډالی رالېږي .
ځکه خو له دې راغلو مشرانو زنه زموږ افغانانو گيله اوغوښتنه داده چي په هغۀ هيواد  (پاکستان )ديوه سياسی ځواک په توگه معينه سياسی  طرحه ولري .
دهرکلی اومېلمستياو پر دسترخوانو زموږ ددولتی چارواکو اويوشمېر احساساتيانو دخوشحالی لپاره  سل ځله اورېدل سوی شعارونه زموږ اوددې خلکو هيڅ درد نسې دواکولاي . ددې خلکونه مې هدف دکوزی پښتونخوا او بلوڅو عام ولس دی .
په ټوله کوزه پشتونخوااوبلوچستان  اوټول  پاکستان کي زموږ هيله دسياسی گوندونه داده چې پر پاکستاني چارواکو په رشتيانی بڼه زور واچوی چې ددوستۍ په نوم له افغان ولس سره خپلې بې شرمانه دښمنۍ ته دپاي ټکی کښېږدي .

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگي په استازيتوب .حبيب الله غمخور 
سويډن / مالمو
د۲۰۱۵ ز کال نومبر ۲۷
په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگي ټولنې مشرتابه جرگې وړانديز!