آرشیف

2016-1-13

حبیب الله غمخور

موږ ته یې رازده کوي!

که طالبان پر دوو ډلو ووېشل سي د سولي خبري به پايلي نه ولري .
د پاکستان د اکسپرس تريبونال مسول مدير شميم شاهد په نظر که د طالبانو ډلي پر دوو برخو ووېشل سي د سولي خبري اتري به ډېري ستونزمني وي. د افغانستان د اجرائيه رئيس وياند ويلي ول چي په اسلام آباد کي د خبرو موخه د سولي خبرو ته د تيارو او نه تيارو طالبانو ليست برابرول دي.
پاکستاني اوپاکستان پلوه نشرات  ټول له يوه سره اوپه افغانستان کي ددوي دوستان همدا خبره کوي چې که طالبان پر دوو ډلو ووېشل سي د سولي خبري به پايلي نه ولري .
متاسفانه  موږ دسولی کمېسيون  له  سياسی رشوتخورو نه چي ښاغلی کرزی ورته حق السقوط ورکاوه جوړ سوی ،هغوي هم همدا بابولاله وايي  .
زه نه پوهېږم چې دوي دچادغولو لپاره دانشرات کوي موږ ته له پخوا معلومه ده ،که غواړو يانه   پاکستاني چارواکي به طالبان  اونه يوازي طالبان  بلکی نوربه هم لکه پخوا پر دو برخو ويشې يوه ډله به دافغانستان سره ددوي په خبره دسولي خبروته راوړاندي کوي او نور  به دسرکښو په نوم تردي نامه لاندي ساتی چي گويا دوي یي ځپي . خودوي به دا کار هيڅکله ونکړي .ځکه  دوي داخبري  کوي چي  پدې بهانه به  له بهرنيانونه هم ډالر اوهم سيمه ايز امتياز ترلاسه کوي.ځکه له يوې خوا سيمه  ايزه نړيواله سيالی  پايته نده رسيدلې اودساړه جنگ يوبل گل  مخ پر ټوکېدودی اودبلې خوا پدې څلورکنجه اودري کنجه خبروکي دپاکستان هغه غوښتنې چې يو جمهوررئيس یې هم دپلی کېدو واک نلري نه ترسره کيږي  .ځکه خوبه دوي هم چې په هرڅه پوهېږې دا دسياسي غوا دمستو غړکه شاربي اوگټه به ترې اخلی .
خپلې خبري پدې ټکو رانغاړم  ،وخت دپاکستان په گټه دی،هرڅومره چي دوي کولاي  سي کوښښ کوي ترڅو ددي لانجې  دحل دلاري پيداکولو لپاره خنډونه  جوړ کړی ،تر څو له وخت نه گټوره استفاده وکړي  .

حبيب الله غمخور
د۲۰۱۶ ز دجنوري ۱۱