آرشیف

2015-12-8

حبیب الله غمخور

دداعيش په هکله دنړيوالوسوال بايدجواب سي!

په انگلستان کي دمالي چارو يوه اداره دداعش دمالی سرچينو په هکله دالاندي معلومات خپروی .خودایې ندي ويلې چې داتيل،اومخدره موادپر چا اوکومو هټيو يابازارونوکي پلوري .
"اسلامي دولت ډله ۸۰ ميليونه ډالر مياشتنی عايد لري"
د مالي چارو يوې بريتانيا مېشتې ادارې، په يوه نوي خپاره شوي راپور کې ويلي، "اسلامي دولت" ډله يا داعش د مياشتې اتيا ميليون ډالره عايد لري.
دغه اداره وايي، نوموړې ډله په سلو ۵۰ سلنه عوايد له هغو ماليو چې تر خپلو ولکو لاندې سيمو کې يې لګولې دي او د شتمنيو له نيولو تر لاسه کوي.
د دغې راپور له مخې اسلامي دولت ډله ۴۳ سلنه عايد د تېلو له خرڅولو او او پاتې نور د مخدره توکو له قاچاق، د لرغونو توکو، برېښنا خرڅولو او دغې ډلې سره د مرسته شويو پيسو څخه لاس ته راوړي.
نوموړې اداره وايي د القاعدي په پرتله دغه ډله بهرنيو مرستو باندې ولاړه نه ده.
اسلامي دولت ډلې سره د مبارزې لپاره اوس نړيوال په دې هڅه کې دي چې د يادې شوې ډلې مالي منابع له منځه يوسي.
دغه ډله د عراق او سوريې ځينې برخې تر ولکې لاندې لري چې هلته د حکومتونو او ځينو نور ډلو پر وړاندې جنګېږي.
دلته دسړی سره دافکرپيداکيږي چې دروسې ولسمشر دغه خبره چې دداعش سره دمالی ځينو اوامکاناتوپه پيداکولوکي دپردې شاته نورکسان لاس لري .کنه ولې پردې بحث نه کيږي چې ددوي دخرځلاودټولو توکوبازار بايد همدا امريکا او انگلستان بند کړی .
ددوي له وينا داڅرگندېږي چې دانړيواله ترهگره ډله په پراخ لاس هرڅه بازارته وړاندي کوي اويوڅوک یې ترېنه رانيسي . خوددې ترڅنگ همدا پرون د امريکا ولسمشر بارک اوباما د په سپينه ماڼې کې په يوه تلويزيوني وينا کې وويل :
"موږ به اسلامي دولت سخت دريځه ډله او نورې شبکې چې هڅه کوي؛ موږ ته نقصان ورسوي، تباه کړو.
زماله نظره ددوي سره ترجگړې وړاندي بايد ددوي مالی چېنې وچي اودسوادگری مخه یې ونيول سی اوله بلې خوادا گدام هم پيداشي چې دوي دامډرنې وسلې اومرمی له کومه کوي ؟ داهغه سوال دی چې په ټوله نړی کښي دهرعادی انسان پر ژبه دی .  که دنړۍ زبرځواک په رشتياددې قاتلی ډلې چې دوي هم وايي موږ ترېنه په تنگ يو پرخلاف مبارزه کوي او دهغوي له منځه وړلوته یې  عملي ملاتړلي  وي،نوکه دنړيوالوعام ولس دغه  پورته يوه سوال ته په عمل کي جواب پيدا سي،يعني دهغوي مالي  چينه وچه اودوسلودپېرېدولو (رانيولو) مرکزونه بندکړي  ،خبره خلاصه ده .

 حبيب الله غمخور
د۲۰۱۵ ز کال ددسمبر ۷