آرشیف

2015-12-17

حبیب الله غمخور

دافغانی او پاکستانی لوري ترمنځ خبري بايد په خپل نوم ونومول سی

په تاندويب پاڼه کي مي ولوستل چې  د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف کابل ته راځي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې دخبرو په باب له افغان چارواکو سره سلا مشوره وکړي.نورخبرهلته تاسوخپله ولوئ .
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف غوښتل چې د افغانستان د سولې د خبرو د نېټې د ټاکلو لپاره د تېرې میاشتې په لومړیو کې کابل ته راشي خو هغه مهال د افغانستان حکومت د ده له سفر سره مخالفت وکړ او ویې ویل چې که پاکستان له زړه په افغانستان کې د سولې غوښتونکی وي لومړی دې په خپله خاوره کې طالبان له حملو منع کړي .
 
راحیل شریف وروسته امریکا ته مخه کړه او له امریکايي چارواکو سره له اوږدو خبرو وروسته یې د دغه هیواد او چین په مرسته افغانستان ته د صادقانه همکارۍ تضمین ورکړ. د همدغه تضمین پر اساس د افغانستان ولسمشر د اسیا زړه په کنفرانس کې، چې په اسلام کې جوړ شو، ګډون وکړ او له پاکستاني چارواکو سره یې د سولې د پروسې د بیا پیلېدو په اړه خبرې وکړې .
اياپاکستان دا کاروکړچې په خپله خاوره کي  طالبان له حملو منع کړي ،نه دا کاریې ندی همدا اوس هره ورځ ددوي روزل سوی په افگانستان کي په جگړه ايزو فعاليتونواخته دي .
کوم تظمين ترتظمين وروسته اشرف غنی په پاکستان کي داسيادزړه په نوم کنفرانس کي ناست وو اويايې دهمدې افغان دشمنې څېرې راحل شريف سره ليدل ،دافغانستان په زړه دکندهارپه هيوايي ډگر یې ۲۵ ساعته په پاکستان کي دروزل سوو اورالېرل سوولخوا ۲۵ ساعته جگړه روانه وه اوتر شپېتوزيات افگانان یې په شهادت ورسول .دابريد تصادسفی نه وو له وړاندي دهمدي ورځې اوهمدې سفرلپاره پلان سوی وو.ترهغه ورسته دکابل ښارپه گډون هره ورځ دافگانستان په ټولو ولايتونوکي داغلچکی بريدونه روان دي .دادتظمين بېلگې دي چې دا ښاغلی کابل ته راروان اوزموږ چارواکي یې ليدوته زړه ښه کوي ؟؟؟
زموږ  له نظره  نورافغان ولس ته ددواړوخواوترمنځ لېدنې ،کتنې تردې نامه لاندي دمنلو وړدی چې ووايي ، موږ دخپل منځي اختلاف دحل لارو چارود لټوولولپاره سره گورو .دطالب نوم اويادطالب له نامه نه پدې اويابله بهانه استفاده اوخبرودوام دافغان ولس لپاره دمنلو وړندي ،زموږ له نظره پدې ډول غولونکی سياست ،تگ اوراتگ  پاکستانی لوری له وختنه دخپلو موخوپه گټه استفاده کوی اوزموږ لپاره بېله  دوخت  ضايع بله هیڅ ډول گټه نلري .طالبان اوبله هره وسله واله ډله دپاکستان  جنگی اوپوځی مپرزه ده چې دافغان ولس پرخلاف یې جنگوي . که چيري پدې روزل سوې ډله کي دکوم چاسره دهيواد دراتلونکی اوپاکستاني چارواکو دا ډول بې  رحمانه مداخلو  اوسپنسترگی په هکله کوم  سوال پيداسي ،هرڅوک چې وي له منځه یې وړي اوپه لسگونویې له منځه وړیدي .
 تراوسه موږ پدې نه يوه خبرچې ملاعمر څنگه مړسو ؟ خلک وايي ممکن هغه هم همدې پاکستاني چارواکو وژلی وي !
پاکستاني چارواکي په خپل شتون په ټول تاريخ کي دروغجن اودوه مخی سياست کړی اوتل یې دافغان ولس په زورونه کي خپلې گټې لټولی دي .
 
زه غواړم دې ټکي ته اشاره وکړم که طالبان خپل واک دی نوبيادپاکستان لوي درستيز ولي ددوي  استازيتوب  ولي کوي او دافغان دولت دسياسي رشوتخورولپاره په نوم دسو لی شورا غړي بياولې هره ورځ ولس غولوی او وايي موږ دطلبانو سره دسولی دخبرودپيل لپاره لازمه اماده گی لرو.
ددې پرځاي چې دطالبانومشرتابه استازي اويايو بل منل سوی دريم گړی راغلی واي ، نرغوندي دپاکستان لوي درسيتز دافغا نسان دولت سره گويا د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې دخبرو په باب له افغان چارواکو سره سلا مشورې په خاطر دطالبانوپه استازيتوب دخبرو لپاره کابل ته راځي .
زموږ افغانانو له نظره طالبان ديوخپلواک حرکت  په توگه شتون نلري دا څولسيزي پاکستان  دطالبانو په نوم خپلې روزل سوی مپرزې اوډلگی دلته اوهلته دافغان ولس پرخلاف جنگوي ،لوژيستکی مرستي اواکمالات  یې دوي کوی ،دفترونه اوروزنتونونه یې ددوي په خاوره کي دي .
ځکه خو ((د پاکستان د دفاع وزير خواجه محمد اصف ويلي، چې پاکستان پر افغان طالبانو نفوذ لري او له دغه نفوذ څخه په ګټې به "ټاپي" پروژې ته د طالبانو له لوري د شته ګواښونو مخنيوى وکړي .))
 ددې ترڅنگ بيا  ددسمبرپر ۱۳دنوازشريف ،يادپاکستان دحکومت لخوايوليک خپورسو اوپه ليک کي دپاکستان دولت تکراری  غوښتنې وې ،چې پخوادافغان چارواکوسره مطرح کېدې او افغانچارواکو له داره ملت سره نه شريکولې ،پاکستاني چارواکو په يوه فيردوې نښې وويشتلې ،يعني له يوې خوا یې افغان ولس په روښانه ټکوپدي حساسو شېبوکي دخپلو غوښتنو نه خبرکړاودبلې خوایې داپه گوته کژه چې موږ تل داپوښتنې له افگان مشرتابه سره شريکي کړې داچې دوي ندي ويلی داددوي گناه ده . په هرحال دادی گوروچې پاکستاني چارواکو هلته په روښانه ټکوخپلې غوښتنې مطرح کړي اوپدې غوښتنوکي یې دې ټکوته هم اشاره کړې ،که افغان لوری دپاکستان داغوښتنې ونه منې  نه به دټاپي په پروژه کي  همکاری وکړی  اونه به طالبان  ددوي په خبره سولی ته وهڅوي .
جالبه تراوسه ددې غوښتنو دمنلو اونه منلو برخليک معلوم ندی خودادی نن بيا وايي چې د(( د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف کابل ته راځي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې دخبرو په باب له افغان چارواکو سره سلا مشوره وکړي.)) ترڅوپه پدې بهانه پر خپل اعلان سوي ليک اوپه ليک کښي په گوتوسوغوښتنو باندي يوځل بيادپردې شاته خبري وکړي .  
زماپه نظره تردې وروسته  پاک اوپوسکنده بايد داخبره ټول اړخونه وکړي چي افغاني لوري دپاکستاني چارواکو او پاکستانی چارواکي دافغانی لوري سره دخپل مينځي کشالی دحل لپاره خبري کوي . ددواړوخواو لخوادطالب نوم نه استفاده نور دماشومانوکار دي هيڅوک نه پرې نه غولېږي .
داخبره موږ ته دمنلو وړنده چې دوي وايي چې په دوهم پړاو خبرو کې به د امریکا اوچین ترڅنګ د یو شمېر نورو هیوادونو استازي هم د څارونکو په توګه ګډون وکړي.
متاسفانه افغان لوری پدې ندی خبراودانده ورته معلومه چې دچاسره دطالب په نوم خبري کوي ًدويته به يوڅونفره چې نومونه به یې خپله پراېښي وي غونډته راولي ، لکه کرزی ته چي یې دطالبانودمشر او استازي په نوم  رالېږلی وو او په حقيقت کي هغه دوکانداروو  .دابه هغه کسان وي  چې دوي به روزلی اودابه یې ورته ويلی وي ، چې موږ څه درته وايو هغه به واياست .ددې کسانو سره خبری به څه گټه ولري ؟ ملاعمر دوه کاله پخوا مړسوی وو،دوي یې درسواکېدوتر ورځې په نوم اعلاميې اوپېغامونه نشول ،لکه چې همدا وس گړئ هم همدا کارونه کوي .
بهترينه لاریې داده چې افغان ولس  ديوه ملي اوملت ته ژمن مشرتابه اوسياسی ځواک په لرلوسره ددې تاريخي لانجې دحل لارپيداکړی .ومن الله التوفيق
 
حبيب الله غمخور

د۲۰۱۵ ز کال ددسمبر۱۵