ددوستۍ فرهنگی ټولنه ديوې نړيوالی مدنې ټولنې په توگه چې دافغانستان سياسي ،پوځی او ټولنېز حالات دنړيوالو مدنی ټولنواو سازمانو په مټ له نږدې څاری اوهر وخت نه يوازي دافغانستان بلکې دنړۍ دبل هرهيواد دوسلونو سره دزبرځواکی پر خلاف خپل نظر ترنړيوالو سازمانو او ټولنو پوري رسوي ،دافغان مشرتابه نه په کلکه غوښتنه لرې چې په ټولو امنيتی ځواکونو کې دملت دغوښتنې پر بنياد مسلکی او ملت ته ژمن افسران په دنده وگمارل سي .
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه پدې باورده ،که دافغانستان په امنيتی ځواک کې ملت ته ژمن مسلکی کسان بېله کوم سياسي تعصب ،ژبنی ،مذهبی ،منطقوی اوتنظيمی اړېکو نه پر دندو وگمارل سی دنړيوالی ټولنې دبې ساري مرستی په مټ به په هيواد کي دسولي اوښېرازی لپاره گټور تمام سي .
دافغان مشرتابه نه مو په کلکه هيله داده چي دخپل مينځی اختلاف نه په ډډه کولوسره دخپل هيواد اوهيوادوالو پر وړاندي ملي مسوليتونوته په کتوسره پر دولتی دندوگمارل زموږ دفرهنگی ټولني او نړيوالو بې پرې غوښتنو او وړاندېزنو ته دقدر په سترگه کتو سره ملت ته ژمن او لايق مسلکی کسان پر دولتی دندو وگماری .
دوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه په استازيتوب حبيب الله غمخور
سويډن – دمالمو ښار
د۲۰۱۶ ز کال د۱پريل ۲۱

دیدگاهها (0)
هنوز دیدگاهی ثبت نشده است.