آرشیف

2016-6-9

حبیب الله غمخور

دملی شتمنيودغلودغلارپوټ!

په افغانستان کي ښکيل زبرځواک بايددخپل نړيوال حقوقی مسوليت له مخې  دافغان ولس سره مرسته وکړي .
دتاسف ځاي دی چې  زموږ دنړيوالومرستندويانواوپوځي ملاتړو راډيوگاني ددوي غلاوی  په خپلوخپرونوکي ترموږ پوري رارسوی ،خو پروړاندی یې تر اوسه هیڅ  اقدام ندی سوی .
دالمان  راډيو پښتوخبری سرويس دمی پرشپږمه  دفساد دڅار دسازمان دارپوټ  نشر کړ چي : ((د لاجورد کانونه، د طالبانو دوهمه عایداتي سرچینه))
ددوې په خبره ،د فساد دڅارسازمان ویلي چې د افغانستان د معادنو شتمنۍ د جگړې له تودیدوسره مرسته کړي او د طالبانوپه شمول دحکومت وسله والې مخالفې ډلې هرکال په ناقانونه توگه د لاجوردو له استخراج څخه ۲۰ میلیونه ډالر تر لاسه کوي.
ددغه سازمان په خبره د لاجوردو زیاتره معدنونه د افغانستان په شمالي ولایت بدخشان کې پراته دي، هغه یو ولایت چې د کانونو د کنترول پر سر د ځايي زورواکو، پارلماني غړو او طالبانو تر منځ د تاوتریخوالي ډکې سیالۍ له کبله په «ژوره توگه بې ثباته » دی.
د سازمان د رپوټ په وینا پر دې سربیره بدخشان ولایت په هیواد کې د هغه یو ځای بیلگه گرځیدلی، چې د طالبانو له پاره تر مخدره توکو وروسته کانونه د عاید دوهمه ستره سرچینه ده. طالبان د تریاکو پر کښت او تولید باندې چې زیاتره یې د افغانستان په سویلي ولایت هلمند کې کیږي کنترول لري.
دغه تریاک په نړۍ کې د زیاتې برخې د هیروینو د تولید له پاره اومه مواد دي. کارپوهان وایي چې په کال کې د دغه مخدره توکو کاروبار تر درې میلیارده امریکايي ډالرو پورې رسیږي.
داسې باور کیږي چې د افغانستان د کانونو او پیتروشیمي زیرمو ارزښت به میلیاردونه ډالر وي، خو د افغانستان حکومت د دغو کانونو د استخراج له پاره پیسې او پوره مسلکي ځواک نه لري. بهرني نړیوال شرکتونه بیا د مخ پر خرابیدونکي امنیتي وضعیت له کبله د کانونو له کېندنې سره کومه لیوالتیا نه لري.
د گلوبل وېټنس په وینا که چیرې د افغانستان کانونه په سمه توگه وکیندل شي، نوکیدای شي چې د دولت عایدات په کال کې تر دوه میلیارده ډالره پورې لوړ شي. د دغه سازمان په رپوټ کې وړاندې راغلي دي چې افغان حکومت لږ تر لږه په ۲۰۱۴م کال کې ۱۷،۵ میلیونه او په ۲۰۱۵م کال کې ۱۰ میلیونه امریکایي ډالر له لاسه ورکړي دي.
د دغه سازمان رپوټ وړاندې کاږي چې په ۲۰۱۹م کال کې وسله والو ډلو له کانونو څخه ۱۹.۹ میلیونه امریکایي ډالر تر لاسه کړي دي او دې ته یې اشاره کړې ده چې د عبدالمالک په نوم ځایي زورواکي ۷۵۰ زره ډالر طالبانو ته ورکړي وو چې په ناقانونه توگه د لاجوردو له استخراج څخه ساتنه وکړي. رپوټ وړاندې وایي چې عبدالمالک تیر کال طالبانو ته څلور میلیونه ډالر ورکړي وو. او . . . . !
ددې ترڅنگ  نه يوازي طالبان ،پرونی اوننی تنظيمونه ،پاټکسالار دا څولسيزي شمالی ټلواله ،په بدخشان کي مچلی قوماندانان اويوشمېر نورکسان چې نومونه یې هره ورځ په ډله ايزو رسنيوکي پورته کښته کيږي  دهمدې ملی شتمنۍ دگلا اوپه ناقانونه توگه دقيمتی ډبرو په ناکا نونه توگه  توگه دخپلو شخصی گټو لپاره را ايستلو سلسله روانه ده . داپنځلس کاله شاوخوادملی شتمنۍ چپاولگر ددولتی اوسياسي واک غوښن څښتنان هم دی اومتاسفانه هريو یې دبهرنيو هيوادونو لخوا حمايه او ساتل کيږي .متاسفانه ددوي لاسونه هيچا لنډ نکړه ،خوپر هغه چاحواله ورکول کيږي کوم چې اوسنی دولتی اداره یې دمهارکېدو امکان عملا نلري .
ددې خبر ترلوستلو وروسته بايد څرگنده کړم ،همدې  جرمنی اوددې هيواد لمړی وزيري ته لمرغوندي څرگنده ده چي دافغانستان دولتی حاکميت  پر هيوادڅومره امنيتی واک لري،نو بيا ولی دوي موږ ته ددې ډول خبرونوپه خپرولو تعنې راکوی .
افغان دولت ،ددولتی چارواکودټولو بې مسوليته څرگندونوسره دټول هيواد پر تمامیت واک نلري اوپدې زموږنړيوال  ملاتړي تر هرچا ښه پوهيږو . داچي دلاجوردو کانونه دچالخوا اودچاپه مټ په ناقانونه بڼه ايستل کيږي ،موږ بايد له همدې بهرنيو مرستندويانونه پوښتنه وکړو چي تاسو هغوي نه پېژنۍ ؟ اوولی یې مخه نه نسئ ؟
له دغونړيوالوسازمانونه  موچې ځانونه خپلواک معرفی کوی اودبشردوستۍ ډبره پر ټټر ټکوي غوښتنه داده چې په افغانستان  کي نړيوال ښکيل هيوادونه پدې ملامت وبولی چې زموږ ملي شتمنی ددوي دملاتړ ترلاسه کوونکو لخوا تالا کيږي . موږ ته زموږ دهيواد ترمځکو لاندي شتنمی معلومه ده ،خو ستونزه داده چې زموږ ولس ته چادخپلو ملی شتمنيو نه داقتصادي پياوړتيا اوپراختيا لپاره داستفادي اماکانات ندي برابر کړي . دا ۱۶  کاله دنړۍ تر ټولو پرمختللی هيوادونه په افغانستان کي سياسي اوپوځی شتون لري اوتل دا خبره کوی چي موږ دافغانستان له پرمختگ اواقتصادی پياوړتيا سره علاقه لر،خو زموږ ولس ددې مينی اوعلاقې کومه بېلگه تر اوسه  نده لېدلې اونه یې څکلې  ده .
 که  رښتيانۍ علاقه وی ؟ نودابهرنيان دي دافغان ولس سره دکانو په قانوني ايستلو کي مرسته وکړی ترڅو موږ ددې جوگه سووچې خپل هيواد دصنعتی انقلاب په لور رهبري کړو . په افغانستان کي دملي پانگونې په اچولوسره دا هيواد دنړۍ دهرهيوادسره جوگه کېداي سي . که موږ پياوړ ي اقتصاد په لور حرکت وکړو،داپدې معنا چې موږ دسولی اوثبات په لورغښتلی گامونه پورته کولاي سو .
خپله داليکنه پدې ټکو رانغاړم ،که نړيوال زموږ دهيواد داقتصادی غوړېدا سره اخلاقی اراده لری ،هرڅومره چې ژر کيږي دهيواد کانونه دې تر اخپل امنيتی پوښښ لاندی راولی اودافغان دولت سره دې په فنی بڼه درا سپړلو او ايستلو په برخه کي عملی مرسته وکړی .
 
 ليکوال : حبيب الله غمخور
د۲۰۱۶ ز کال دمی ۷