آرشیف

2016-2-22

حبیب الله غمخور

تاسو قضاوت وکړی!

 
دسياسي علموموله مخې کله چي په يوه هيواد کي دولتي انارشي ، ددولتي حاکمانو لخوا قانوني بڼه غوره کوي ،په هغه هيوادکي دموکراسي،ټولنيز عدالت ،بشردوستی ،دانسان مقام ته درناوي،دملی حاکميت په ارزښتونوپوهيدل ،ملی گټو اوملی افتخاراتوساتنه  اوددرناوی احساس ددولتی ادارې نه کډه کوي .ځاي  يې ددولتی فساد،دملي شرمنيو غصب ،خيانت ،ظلم اوستم  اوادارې  امنيتی اوباشانوته  دچور اوچپاول ،انسان وژنې اوټولنه کي دانسانی اخلاقي اوحقوقي نورمونوخلاف کړنې نيسي ،چې په سياسي علوموکي  ورته دولتی انارشي وايي .  
له بده مرغه اوس چي ورته گورو ددولتی سياسي حاکميت دنيمگړتيا يوه بېلگه داده چي،د بلخ په لیرو پرتو سیمو کې سیمه ییز پولیس خلک وژني اوباج ترې اخل .د بلخ ولایت اوسېدونکي د سیمه ییزو پولیسو ترکنټرول لاندې سیمو کې د دې ځواکونوله غیر مسلکي او ناسم چلند څخه شکایت اوسرټکونه کوي.د بلخ ولایت اوسېدونکي وايي چې سیمه ایز پولیس ترخپل کنټرول لاندې سیمو کې خلک وژني او له عام وګړو نه باج اخلي. زموږ له نظره  له دې سرۀ چې دکورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د سیمه ییزوپولیسو له رامنځته کېدو څخه شاوخوا ۷ کاله تېرېږي، خو ډېری په دې باوردي چې د یادوځواکونو فعالیت سرۀ له دې چې امنیت ته یې ګټه نه ده رسولې،بلکې په ډېرو برخوکې یې دهېواد په بېلابېلو سیمو کې نا امني زیاته کړې ده. کله چې ددولتی ادارې په نوم خلک زورېږي دا طبعی خبره ده چې هغوي ددولت دښمنانوته پناه وړي .
د دغه ولایت اوسېدونکي هم د سیمه ییزو پولیسو له ناسم چلند څخه شکایت لري او دا ځواکونه ترخپل کنټرول لاندې سیموکې د خلکو په وژنو اوله عام وګړو څخه د باج په اخیستلو تورنوي .  
تاسو قضا وت وکړی چې تر دې ظلم اوستم لاندي خلک  به څه وکړي ؟ ايادوي مجبورندی چې ددولت مخالفينوته دځان اوکورنی ژوند دژغورلوپه موخه  پنا يوسی ؟؟؟ ځکه خوموږ دټولوامنيتی ناخوالو سرۀ ددې امنيت  ساتونکونه امن اوپنا غواړو!
لمړی بايد  دولتی حاکميت ملت ته ژمن اودژمنتيا دغوري خبري دپلي کېدو توان پيداکړي ، ترهغه ورو سته  دانوري خبري او مسوليتونه  چې  بايد سرته ورسېږي  . که همدا دبلخ ولايت مسله څېړو ډيري ناندری به ترېنه نه راڅرگندي سي ،ځکه یې زه د دملی گټو په موخه  له څېړلونه ډډه کوم . خودولتی مشر اشرف غني دعام ولس پر وړاندي ملی او قانونی مسوليت لري چي بايد سرته یي ورسوي اوبايد دهحيواد په هر ولايت کښي دامنيتی ځواکونو اودولتی چارواکو کړنې وځاری ،خداي مکړه چې دامنيت ساتلو په نوم ديو قوم درېښو استلو او دهغوی دوژلوزمينه برابره سي .
دبېلگې په توگه  څه  موده وړاندې د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د عاموخلکو له خوا پر سیمه ییزو پولیسو تور پورې شو چې په یوې وسله واله پېښه کې یې د یوې کورنۍ څو تنه غړي وژلي اوګن شمېر نور یې ټپیان کړي دي، خو وروسته د بلخ امنیه قوماندانۍ وژل شوي کسان طالب وسله والو ته اړوند وبلل.  دا ډول بلل زموږ دولس دناخوښۍ لامل گرځي،ځکه پدې دولتی ناورين اوانارشی کښي پر هرچا هرډول تهمت کېداي سي .
د ازادي راډیو د یوه څېړنیز راپور موندنې چې څه موده وړاندې خپور شو، دا ښيي چې په فاریاب ولایت کې د نا امنیو د زیاتوالي تر شا د سیمه ییزو پولیسو لاس دی او دا ځواکونه خپلې جنګي وسلې او مهمات پر وسله والو مخالفینو پلوري.
د بلخ ولایت په چمتال، دولت اباد، چهاربولک او شولګرې ولسوالیو کې له کابو اووه کلونو راهیسې سیمه ییز پولیس رامنځته شوي او فعالیت یې پیل کړی دی.د دغه ولایت اوسېدونکي هم د سیمه ییزو پولیسو له ناسم چلند څخه شکایت لري او دا ځواکونه ترخپل کنټرول لاندې سیمو کې د خلکو په وژنو او له عام وګړو څخه د باج په اخیستلو تورنوي.
اوس د بلخ ولایت د چهار بولک ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې سیمه ییزو پولیسو د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسوالۍ په ګرجګ سیمه کې چې چهاربولک سره ګډه پوله لري، د جنبش حزب یو غړی وژلی او له هغې مودې راهیسې د دې ولسوالۍ په بیست پیکال او نورو سیمو کې له خلکو څخه باج اخلي.
د چهار بولک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم نه اخیستو په شرط ازادي راډیو ته وویل:
"سیمه ییزو پولیسو زموږ په سیمو کې د نا امنۍ په رامنځته کولو سره له خلکو باج اخلي، محمد ګل قوماندان د ایوب په نوم یو کس وواژه او له هغې وروسته له بیست پيکال پله څخه چې د مېږو یوه رمه هم تېره شي ترې دوې یا درې مېږې په زور اخلي او خلک ځوروي."
په همدې وخت کې د بلخ امنیه قوماندان له دې سره ـ سره چې د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې شته ستونزې نه ردوي، خو وايي چې په ځینو ولسوالیو کې یې د عامو خلکو او سیمه ییزو پولیسو تر منځ رامنځته شوې ستونزې حل کړي دي.
د بلخ امنیه قوماندان سید کمال سادات ازادي راډیو ته وویل؛ دوی یوازي له دولت اباد او چمتال ولسوالیو څخه د سیمه ییزو پولیسو په اړه شکایتونه ترلاسه کړي چې ورته په موقع سره رسیده ګي شوې ده.
زموږ بې شمېره افغانانواوسياسي مسائيلو باندي خبرکسانو له نظره که دهيواد په هره سيمه کي دامينت ساتلو په نوم دا ډول امنيتی اودولتی انارشي حاکمه وي ،چې داټوله امريکا هم افغانستان ته را گډه سي ددې ملت سر نسی ټيټولاي . وړانديز مي دادی چې نه زموږ سربازان په شهادت ورسېږي اونه هم بهرني پوځاي دلته ژوند له لاسه ورکړي،ددې ولت بهرني پلويان هرڅومره چې ژرکيږې په افغانستان کي ديوې سالمي او ملت  ته ژمنې دولتی ادارې دجوړېدوسره مرسته وکړی . 
غيرله هغه به ددولت دمخالفينو سره دجگړې په نوم چې لامل یې  همدا ددولتی چارواکو اوپلويانو کړ ني دي افغان اوبهرنی ځوانان ژوند دلاسه ورکوی اوزموږ دهيواد لوي او واړه به په  همدې نامه شهادت رسېږي . داليکنه  پدې ټکو راټولوم هغه چي پر دي هيواد او هيوادوالو یې زړه خوږېږي دخپلو سياسي موخولپاره ددې ملي ناورين نندارې ته دوام ورنکړي .متاسفانه  همدا اوس په افغانستان کي دايوشمير سياسي گوندونه اودهغوي دمشرتابه غړي پدي او هغه نامه دملت پرچيغو اوسياسی ناخوالودخپل گوند دپاليسی په نوم سوداگري کوي ،چي دغوسوداگريوداملت تردي بريده رسولی .
 
ليکوال : حبيب الله غمخور

د ۲۰۱۶ ز کال فبروری ۱۹ مه