آرشیف

2015-8-19

حبیب الله غمخور

په سويډړن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې پېغام: دخپلواکۍ دبيا ترلاسه کولوياد دي ابدی وي

درنو هيوادوالو!
 متاسفانه زموږ دولس سياسي اوټولنيز ژوند داسي حالت ته راغلی چي خپلواکي رانه هېره سوېده .
دټولوملي اوټولنيزوناخوالوسره بياهم ځانته داحق ورکوم چي دشهيدانواوخکورنی تاوتريخوالي دناورين پر لمڅی ناستو کړېدلوکورنيو اوهيوادوالوته دملي او افغاني غروردهسک ساتلواودرناوی په موخه ،دهغوي دچيغو،غلبلو، کرږ و اوساندونه په ډکه او غمجنه فظاکښي دې سرکښ اونه ماتېدونکی ولس ته  دخپلواکی ترلاسه کولود تاريخی اونه هېرېدونکی خاطرې  مبارکي وايم .
دغازي امان الله خان او ټول افغان ولس  لخوا دخپلواکی دترلاسه کولودملي مبارزې اوشهامت ياد دي ابدي اوتل پاتی وي .
سږ کال يو ځل بيا افغان کړېدلۍ او زوريدلۍ ولس دخپلواکۍ دتر لاسه کو لو نه هيريدونکې خاطره د۹۶ ځل لپاره په خپلو يا دونو کي را تازه کوي .
دافغان دې وياړلې بچی ،امان الله خان پخپله لمړنۍ تاريخی ويناکې  چې دکابل ښار دمرادخاني په ميدان کي  یې دکابل اوسېدونکوته د۱۹۱۹ کال دفبروری پر ۲۴ وکړه په خپلو خبروکيدبهرنيو نه نبخپلواکي اوځانی استقلال اعلان کړ   .
ـ امیر امان‌الله د۱۹۱۹م ز کال د ۲۸ فبروری (۹ حوت ۱۲۹۷ ش) ديوې چاپي مفصلې اعلاميې په مټ افغان ولس ته په خطاب کي وويل : … ما هوډ کړی چې افغانستان   لکه دنړی بل  هرهيواد په کورنيو اوبهرنيو چاروکي خپلواک وي
ـ امیر امان‌الله د۱۹۱۹ ز کال د  ۳ مارچ  دمياشتی په نيمايي په  هندکي دانگليسی  ناب السلطنۀ  ته ليک ولېږه  اوپه هغه ليک کښي ليکلی وه چي بايد د ۱۹۰۵  ددولتینو ( افغان و انگلیس) ترمنځ په معاهده کي نوې کتنه وسی .
  امان الله خان پدې ليک کې دده دپلار امير خبيب الله خان دمرگ  اودپلار ترمرگ وروسته پر شاهی تخت کښېناستلواو د سردار نصرالله خان دبيعت  خبر ورکړ . ددې خبر  په ځنگ کښي یې  افغانستان ديو خپلواک هيوادپه توگه معرفی چې کولاي سي نړيوالی معاهدي اوپروتوکولونه لاسليک کړي اعلان وکړ  . پدې ليک امان الله خان افغانستان ديوه خپلواک هيواد په توگه معرفي اوله دوي نه یې وغوښتل چي دده سره ديوخپلواک هيواد په توگه سندونه لاس ليک کړی .
دامان الله خان دهمدې هڅوله امله دوخت شوروی نظام يوازنۍ  هيوادووچي  د۱۹۱۹  ز کال پر ۲۷  یې دافغانستن خپلواکي  سره له دې چې تردغه وخت انگريززانو په رسميت نه وه پېژندلې دو په په رسميت وپېژندل  او دامان الله خان سره دانگرېزانوپر وړاندي دخپلواکي دپوره ترلاسه کولو په برخه  کي یې  لويه مرسته وکړه .
پد ې پوهېږم چي داسوا ل به  ترډيره بريده لاجوابه پاتېږي  چي وايي :  کومه خپلواکي اوکله  ،په کوم تاريخ   ؟؟؟؟
پدې ټکواودافغان شاعر وهاب ستير پدې شعر خپله ليکنه رانغاړم :
که په کابل که په پروان تويږي
که په هرات که په لغمان توييږي
نه کوم انگريز نه کوم چنگيزدی هلته
يواځې وينه دافغان توييږي
دافغانستان دخپلواکۍ تر لاسه کولو خاطره دې تل ژوندی اودخپلواکی دلاري دشهيدانو اوقهرمانانوياددې تل پاتی اوابدي وي .

ومن الله التوفيق
حبيب الله غمخور
د۲۰۱۵  ز کال داگست ۱۸