آرشیف

2014-11-13

حبیب الله غمخور

پاکستانی چارواکي ايرانی تل دوه مخی سياست کوي

پاکستان وايي له افغانستان سره پر یوې هراړخیزې طرحې کار کوي . خوددې ترڅنگ هره ورځ دافغانستان په کورنيو چاروکی دخپلو لاسپوڅو پوسيله دښمنانه لاسوهنې اوافغان دښمنه  کړنې سرته رسوی .
داکتوبر په شلمه  پاکستان علان وکړ چې له افغانستان سره پر یوې داسي هر اړخیزې طرحې کار کوي چې پر اساس یې د دووهیوادونو ترمنځ اړیکې ښه کېږي، بې باوري ختمېږي او پر رغنده تماسونو او اقتصادي همکاریو تمرکز لري.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار او د نوازشریف د بهرنیو اړیکو مشاور سرتاج عزیز، دکابل له یوورځني سفره وروسته په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې دواړو خواوو موافقه وکړه چې هیچا ته به اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د بل پر ضد وکارول شي. 
بلې! دا ډيره ښه خبره ده ،خو دا یې ونه ويل چې پر افغانستان به ترکومه پاکستانی  راکټونه اورېږي اوترکومه به دبربنډي اوپټې مداخلې اولاسوهنې دوام ولری ؟
سرتاج عزیز زیاته کړه : ((ما افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې موافقه وکړه چې پاکستان به نه پرېږدي چې خاوره یې استعمال شي او افغانستان به هم اجازه نه ورکوي چې له خاورې څخه یې د پاکستان پر ضد کار واخیستل شي . ))
 ماته دده داڅرگندونې ديوه  امنيتی سلاکار په توگه دده ترصلاحيت  لوړي ښکاري .هلته پرېکړه پاکستاني جنرالان کوي نه داخوارکی سرتاج عزيز چي  ددي مسلې په وړاندي  يو عادي ماموردی .ځکه خو موږ دده پدې خبره باورنسو کولاي . داخبره به هغه وخت باوری وي، چي دپاکستان ملکی اوپوځۍ چارواکي په يوه گډه غونډه کې دا پريکړه وکړي ،کومه چې سرتاج عزيز ورته اشاره کړې  اوهغه اعلان کړی ،چي تراوسه موږ ددې ډول پرېکړې اعلان ندی اورېدلی اونه ئې متاسفانه په اسانۍ سره اورېدوته سترگې په لاريو .
پاکستان په تېرو څه باندې دريو لسیزو کې په افغانستان کې د جنګېدونکو عناصرو پناه ځای اود تمویل او تجهیز مرکز دی.ايا،داخبره سرتاج عزيزمنلې چې پاکستان  په دريو لسيزوکي دافغان دولت پرخلاف دجگړه مارو اوجنگېدونکو پناه ځاي اوددوي لخوا په وسلو سمبال رالېږل کيږي ؟ متاسفانه ده منلې اوبل مقابل په ټوله سپين سترگی وايي موږ دافغانستان سره دامنيت په تامين کي هراړخيزه مرسته کوو .خوپه همدغه ورځ چې همدا ښاغلی کابل ته راورسېد ، پاکستانی چارواکودپخواپشان پر کنړ توغندی وتوغولې . زما له نظره دې ډول سپکاوی ته يوازي دسياسي سپين سترگی نوم ورکولاي سو ،اوداعمل ئي يوځل بياداپه گوته کړه په هغه ورځ چې دپاکستان امنيتی مشاورکابل ته راځی اوډاکتر اشرف غنی ته له ځان سره  پاکستان ته دسفر بلنليک په بغل کښي راوړي پر کنړیې توغندی واوره ولې  .
سرتاج عزیز،چې په کابل کې د افغانستان له ولسمشر ډاکتر اشرف غنی او نورو چارواکو سره خبرې کړې وې ، په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د یو بل د خاورې د نه کارېدو لپاره دواړو خواوو پر دې هم سلا وکړه چې د پولو د ښه څارنې او تنظم لپاره دې یو میکانیزم جوړ شي.  دغه خبره دوی تل کړې خوکله چې دپلې کېدووخت راسی دوي عجېبي اوغريبي بهانې پيداکوی .
سرتاج عزيز((په سیمه ییزه کچه به یو داسي میکانیزم جوړ شي چې که کومه مسله وه نو د سیمې قومندانان به له یو بل سره خبرې کولی شي، بیا به لوړ قومندانان، ورپسې استخباراتي ادارې او بالاخره د بهرنۍ پالیسۍ په کچه به په سیاسي ډول خبرې کېږي .)) 
 دا ډول غولونکې  پريکړ ې پخوا هم سوی وې اوله دي بيروکراتيک  اصل نه  تل دپاکستان په گټه استفاده کېدل .دوي به ويل موږ دا مسله څېړو،خودڅېړنوپه بهيرکي به څوځله  بيا ورنه تيری کوونکی عملونه ترسره سول . ولې يې پر دې خبره پريکړه ونکړه چي  په هيڅ صورت  ديورنډ دکرښې له پوري غاړ ي نه  دافغانستان  پر خاوره له يوي ماشينگړی هم مرمی نه پيريږي ، متاسفانه دپاکستانی چارواکو په   تعهد او وعدوکي صداقت نه ليدل کېږي .
دبېلگې په توگه ، دپاکستان د ايسوسيټتد پريس خبري اژانس د راپور له مخې دهمدې ۱۳۹۳ ل کال ددوهمې مياشتي د وروستۍ اونۍ په پيل  کښي په امنيتي او بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز  په اسلام اباد کې ددې هېواد د مشرانو جرګې غړيو ته په افغانستان او هندوستان کې تر ټاکنو وروسته د نوي رامنځته کېدونکي حکومت په وړاندې د خپل حکومت د بهرنۍ پاليسۍ په اړه وينا کې وويل: ((پاکستان افغانستان ته ډاډ ورکړى، چې دا هېواد به د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او زموږ حکومت غواړي، چې د سيمې نور هېوادونه هم ورته پاليسي خپله کړي او د ګاونډيو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي .)) 24.02.1393   دازادی راديو پښتو ويب پاڼه 
ددې ويناووترڅنگ ټوله نړۍ ددې شاهده ده چې  ددې ښاغلي تردې  وينا ورسته دافغانستان پر مختليفو ولايتونو او ولسواليوتر زرو زيات توغندی فيرسوی اوداهره ورځ چې دافغانستان په يوه اوبله سینه کي جگړه روانه ده يا ځانمرگی بريدونه اوالوزونې (انفجارونه ) ،ترور ترسره کيږ ې ددې ټولورېښه ،روزنتون اوپالنتون همدا پاکستان اوپاکستانی چارواکي دي .
سرتاج عزیز دکابل تر سفر وروسته د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزې خبرې په نوم کنفرانس کې وینا وکړه. 
ده له افغانستا ن نه د نړیوالوځواکونو وتلو ته په اشارې وویل، افغانستان د انتقال په پړاو کې دی خو په دغه هیواد کې به نولس سوه نوي یمه لسیزه کار نه شي. 
دادده نظر دی موږ  دپاکستان پدې غولونکواو دښمنانه  نظر پوهېږوچي دافغانستان  دواړه گاونډيان ايران او پاکستان غواړي په مختليفو تحليلونو نړيوال دېته  وهڅوی چي افغانستان يوازي پرېږدي ، ترڅوددوي ددښمنانه هڅو ښکار او افغان ولس يوځل بيا ددوي دلاسپوڅودحاکميت اونړيوالو ترهگروځاله وگرځي  .  پدې هيله چې افغان دولت  اونړيواله ټولنه دمسلې په عمق پوه اوپدې هکله کوټلي گامونه اوچت کړي .
راپورونه وايي چې ولسمشر غني  پاکستان ته د سفر د بلنې په جواب کې ویلي  چې د دوو هیوادونو د چارواکو ترمنځ زیاتې خبرې شوي ، اوس وخت د عمل دی، کابل غواړي چې د اسلام اباد په دریځ کې عملي بدلون وویني.
ترسرتاج عزيز وروسته د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف کابل ته سفر وکړ او ولسمشر غني ته یې وویل چې د پاکستان د پوځ، استخباراتو او ملکي حکومت په استازیتوب راغلی او خبرې کوي. گوروچې دافغانستان دنوی مشرتابه سره ددې ليدنو کتنو اوکابل ته دسفرونوپايلې  به په رښتياهغه ډول وي لکه دوي چې په خپلو ويناوکي ورته گوته نسي ؟؟؟ اوکه به داهم دتيرپه څيرغولونکی شعارونه اوسياسی لوبې وي ؟
دادی  ښاغلی  ډاکتر اشرف غني روانه اوونۍ د پاکستان له صدراعظم سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته په رسمي سفر  پداسي حال کښي روان دی  چې هر ورځ پرکنړ دتوغنديو باران زموږ دولس نه ژوند اخلي . 
هغوي زموږ پر هيواد بريد کاوه ،خوزموږ دولت جواب يوازي شعاروو. دولت هيڅ وخت خپل ږغ دملگروملتوپه سازمان اودامنيت په شوراکي پورته نکړ  . 
د افغان ولسمشر ویاند  نظیف الله سالارزي وویل چې د دواړو هیوادونو مامورین د دوو هیوادونو د مشرانو د خبروپر اجندا کار کوي .
زموږ افغانانو کلکه غوښتنه له ډاکتر اشرف غنی نه داده چې دپاکستان په وړاندي مسلک  کسانوته   دپاکستان پر وړاندي  اوددې هيوادسره دهراړخيزو اړېکولپاره  ديوې علمی پاليسی دجوړولودنده وروسپارل سي . 
ښاغلي سالارزي همداراز وویل:  ((افغانستان له پاکستان سره د ریښتینو او صادقانه اړیکو او دوستۍ غوښتونکی دی . هماغسي چې ولسمشر ویلي، موږ دې ته د فرصت د یوې اورسۍ په سترګه ګورو. موږ غواړو چې دا کوچنی اورسۍ پر یوې لویې دروازې بدله شي، او بیا پر یوه دهلېز واوړي او بالاخره یوه لویه لاره شي.))
همدا تېره اونۍ د پینتاګون په وروستي راپور کې ویل شوي چې پاکستان په افغانستان کې د جګړې اور ته پوکی وهي .
د افغانستان په اړه د پینتاګون په څېړنه کې راغلي چې پاکستان د دې لپاره چې په افغانستان کې یې نفوذ بایللی او د هند د پوځي برلاسۍ مقابله وکړای شي له سخت دریځو څخه په افغانستان او هند کې د نیابتي جګړې لپاره کار اخلي.
موږ پدې پوهيږو چې پاکستان څه کوی اوپدې هم پوهېږوچې دپاکستان رول د افغانستان د سولې په بهیر کې تر ټولو زیات مهم بلل کېږي ځکه چې د افغان طالبانو مشران اود قوماندې مرکز د دغه هیواد په خاوره کې دی. ځکه  خو مو له نړيوالی ټولنې نه مو غوښتنه دا ده چې له پاکستانی چارواکو وغواړی چې خپل دامثبت رول ددواړوهيوادونو دولسونو اوسيمې دسولی اوثبات دټينگېدوپه موخه ولوبوی .
اميدواريو چې دپاکستان سره داديارلس کلنې ډرامې سريال  نور دسفرونو،ليدنوکتنواوشعارونوپه بڼه دوام پيدانکړی .
زموږ هيله داده چې ددې سفرلپاره لازمه تياری نيول سوی وي اودمعينو طرحو اووړانديزونوسره ولاړسی ،ترڅوسفر گټورتمام شي ،غيرله هغه دکرزی دشلو سفرونو پشان سفرونه زموږ دولس په گټه ندی بلکې دوسله وال پوځ  پر ملي اورزمی مورال منفی تاثير ښندی . 
خپله دالنډه ليکنه پدې ټکو رانغاړم که چيري ډاکتراشرف غنی بياهم پاکستان ته ځې داشرف غني دټولوهغو وړانديزو نونه بايد دامريکا متحده ايالات ،انگلستان،اواروپايي ټولنې مشرتابه  په نېغه دفاع وکړي.

ومن الله التوفيق