آرشیف

2014-11-10

حبیب الله غمخور

وامې ورېدل چې ډاکتر اشرف غنی پاکستان ته سفرکوي

ښه به  داوی چې لمړی کورنۍ ستونزي حل  اوبيا له  سيالانوسره  په قوی مټ  اوځواک خبري وسی.
وامې ورېدل چې ډاکتر اشرف غني په راتلونکې اونۍ کي د پاکستان سره دښو اړېکودجوړولو لپاره  هغه  هيواد ته سفرکوي . د ښاغلي ډاکتر اشرف  غني دا سفر افغان او نړیوالو چارواکو له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیاپیلولو لپاره د یوې نوې هڅې پیل بللی دی.
موږ افغانان داسفر يوناکامه سفر بولو، ځکه کله چې همدي اشرف غني دلوړی مراسم ترسره کول ،پاکستانی استازي هغه پاکستان ته راوباله ،ډيره موده نه وه تيره سوي چې دنوازشريف امنيتی سلا کار سرتاج عزيز  راغلی اواشرف غنی ته یې دسفر بلنه ورکړه ،څه دپاسه لس ورځې ولور وسته دپاکستان لوي درستيز چي ددي مقام دهرمسول له نامه سره افغانان  حساسيت لري کابل ته راغلی اوپه دريم ځل ئي اشرف غني پاکستان ته دعوت کړ .
خوحقيقت دادی چي ددي ټولو دعوتونو په درشل کښي پاکستان خپلو افغان دشمنو کړنو نه لاس وانه خيست . دوي پر هغه خبره چې داشرف غني دلوړي په مراسيموکي یې وکړه چي په افغانستان کي سولي اوثبات ته ژمن دي وفادارپاته نسول .دتل پشان خبری کوی خوعمل یې دخبروپر خلاف دی ترڅوخپلې گټې پکښي ولټوي .دادئ نن دنومبر پر ۹ مه پاکستانی استخباراتوداسي يوژست وکړ اوپه يوه انتحاري حمله کښي ئي د امنیه قومندانۍ د دفتر امر ډګروال محمد یاسین خان  په شهادت رسولوسره دا څرگنده  کړ  چې موږ کولاي سوديوه وزير ،ان دکورنيو ،سبا ددفاع ،دادامنيت رئيس خو یي پخو ا الوزولیی وو ځانمرگی درولېږو. دغه ډول اړېکي ان ددوهمۍ نړيوالوي جگړې په مناسباتوکي هم نه وې . راسی دې ټکوته دې پردې سره بېره چي ته مخالفين په خروارلري فکروی .پداسی شرايطوکي چي سياسي رقيب برلاسی وی دسفر اړتيا په هيڅ وجه  نه ليدل کيږي .ښه به  داوی چې لمړی کورنۍ ستونزي حل  اوبيا له  سيالانوسره خبري وسی.
زموږ له نظره دډاکتر اشرف غني داسفر  يوناکام سفردی . دا سفر پداسي حال کي ترسره کېږي چي نه ډاکتر عبدالله دده خبره منی اونه هم دشمالي ټلوالي يوغړئ .همدا نن دنومبر نهمه دمزاردوالي گوت څنډنې  ديوه نالوستی اوسړی وژونکی په توگه دده ترواک وړاندي وې .خوداکارکوی  ،ځکه چایې گوته نده ورلنډه کړې .معلم عطا خبری ډيري معناوی لري ،ولی داشرف غنی پلويان  چوپتياغوره بولي اوده ته دچوپتيامشوره ورکوی ؟ ځکه خو دادافغان ولس قاتل اوس ځان دميدان هيرو اوقهرمان بولي .
 که شمالی ټلواله دومره ديوچا په مټ غښتلې ده  چې جمهوررئيس بايد ورته چوپ پاته سي ، ښه به داوي  چي دوي واک ته پرېښودل سی . اوداپه گوته سی چي ولي دا کسار وسو .دغیرله هغه  دهراوباش اوبغاوتگرمخه بايد ونيول سي .دلته تراوسه دا اساسی قانون چالغوه کړئ ندی اوخنه هم ددي قانانو دلغوی صلاحيت چا دامريکا دبهرنيو چارو وزير اسودده لاسپوڅوته ورکړی .
داچي په حقيقت کي  شمالی ټلواله داشرف غنی سره نده اوپاکستان پدې ښه  پوهيږي  نوپاکستان ته داشرف غنی تگ به کومه گټه ونلري ؟
پاکستان همدا شمالی ټلوالي په مرسته   کله دعبداله اومعلم عطا اونور ټول چارچاپير  غوندي  کسانو لخوا داشرف غنی پر خلاف سياسی  هڅونی کوی ترڅوپه ديپلوماتيکه ژبه هغه پوه کړی چې ستانيمه خوا زماسره ده اوزماپه هدايت حرکت کوي .نوبياڅنگه کېداي سي چي ډاکتراشرف غنی ديوه بشپړدولتی حاکميت استازي توب وکړی؟