آرشیف

2014-12-24

شاه ولی آرین

وال

 

هغه وخت مې ښه رایادېږی کله چې به زموږولسوالی ته نوی حاکم (ولسوال) راته نوهغه به د لوړی واسطی خاوند او یا دا چې د ډېری ستری کورنۍ اویا دسردارانوسره به یې نږدی اړیکی درلودی.اویا دا چې دغی ولسوالۍ ته  د بډو ورکولوپرته د ولسوال راتګ نا شونی کار و.نوځکه کله چې به نوی ولسوال راغی هرچا به ویل:هوهغه ده راغی پایه یې توس ده. زموږولسوالی خورا مهمه ولسوالی وه.اوسېدونکی یې ډېری شتمن اود ډېروځمکوخاوندان ول.دغه ولسوالۍ د هېواد دغلواودانو د ګدام په نوم یادیده.هو ډېرولسوالان اوحاکمان مې ولېدل چې یود بل پسی راغلل او لاړل.چا بډی واخیستی مګرپټی اوچا هم بربنډی،چا وانه خیستی اویا پری څوک پوه نه شول.خو واسطی ډېری کته پورته کېدی.لږکسان پوهېدل اوډېرنه پوهېدل.د ملکانو اوخانانو بازار خورا تود و،ځکه چې هغوی دولسوالانوسره ژرنږدی کېدل اوهم یی د کته مامورینوسره ژر ژبه مېند له،رسوخیت اوشتمنې خپله د هغوی عزت اواعتبارو.  دا مې هم ولېدل چې ولسوال خولا پرځای پریږده چې یو ماسل(سپاهی)زموږکلی ته په آس سور راغلی و،دیو خون(قتل) په پېښه کې چې د ۱۵کلن نه لوړدکلی ټول نارېنه کسان یې پرخپلوپټګیود ونوپرډډونوسره تړلی ول.ترڅوچې د جزا سرکا تب صیب قلندرخان راغی،اوبیا   یې یوویو راخوشی کول اوکشف الحال (تپوس) یې تری کاوه.
اوس نووګوره چې دیوقلندرخان او یو ماسل په مقا بل کې هیچا څه نه شو ویلی ،هو ولسوال یا حاکم خو لا پرخپل ځای پرېږده. دا ځکه  چې دهغه وخت حاکمانود خلکو او ټولنی ژبه درلوده انسانان به ژوندی خرڅیدل خو هغه خپله او یا نور به لا خبرهم پری نه ول. دا ځکه چې د افغانانوخپل منځی کارو، نه د بهرنیا نیو. د کلونو په تېریدو سره کال ګرم شو.پاڼه وا وښته اوس نوشتمن اوپه بډو څوک نه ولسوال کېده دوه دری ولسوالان راغلل خو ژر ژربیرته ولاړل والیان شول.خلک ډېرخوشاله ول.ځکه چې ډېر خواګه او ولسی غږونه او شعارونه پورته کېدل .اوس نو، نور ولسوالۍ د شتمنو      خلکوځای نه و.خواریکښان،بزګران،اودهقانان به کته پورته کېدل د بډو ، فساد،او واسطومخه ډب ،مګرځای یې بې پولو احساساتواو    ریښتینولی،یا یوڅه ناپوهیو ونیو.منم یې چې یونیم خو دومره داحساساتو پرباد سواره ول ،چې د صداقت او خدمت ترنامه یې د ډېراتبار   اوعزت خاوندان د ملک یاخان اوفیوډال په نامه سپک کړل.اوس نوچېری چې حزبی دی باید ځای ورته خالی شی اودی هلته مقررشی.   او دده په خوښه ځای کې.دلوړو پستونو تشول خو د ثانیو کارو.اما دا چې دغه بی ځایه شوی لوړرتبه کسان چېری مقرریدل زه هم پری  پوه نه شوم.
ددغوټولو ستونزو سره بیا هم اومېدونه ول چې ګوندی یوڅه به وشی چې ولس هوسا شی.مګر ډېرژردغه هېلی ،نا هېلی شوی.دهیواد د  شمال له خوا زموږ پرشنه آسمان اوطبعی ښکلااسمانی اوځمکنی طوفانونه راسم شول.دهیواد پرځمکه اوفضا یې حرم تورو وریځوجال   خپورکړ.لمرنورمرورشو.دشنو ګلو پاڼی ژېړی او مخ په رژېدو شوی.د باغونوچمنونواوځنګلونواصلی اوسېدونکې کډوال اوځای یې نا اشنا څیرو ونېو.د سهارد بلبلودنغموپرځای نا اشنا وحشی غږونه راپورته ،د زمروپرکوردشغالانواود بازانو پرځاله د ټپوسانوهستوګنځی    وټنبل شو.اوس نورورځ تر ورځ هرڅه پردی کېدل .هغوچې دا هرڅه پردی راوستی ول ډېرنورهم ورسره پردی شول.کلونه تېرشول،کا بل خونور بیخی راته پردی ښکارېده ،غوښتل مې چې دکلونو وروسته یو وار بیا خپلی ولسوالۍ  ته ولاړشم ګوندی هلته هرڅه نه وی پردی شوی.   خوکله چې ولسوالۍ ته ولاړم ،کا بل خو لا ډېرپری ښه و. اوخوا دی خوا وګرزیدم هیڅوک مې ترسترګونه شول. ټول ښار وران ویجاړ  ښکاریده. د ولسوالۍ خوا ور روان شوم مخی ته مې دوه سوزید لی ټانکونه پراته ول.تری وړاندی بیا دوه نورروسی ټانکونه چې پرسریې دوه که دری سره سپی پراته ول ،نورڅه نه ښکاریدل. اوخوا دودونه پورته کېدل او د تېل پلو بوی مې ترسپوږمورارسیده ورروان شوم چې ګورم لونګ اکا مې په مخه راغی.اوس خورا کمزوری شوی و.زه یې ونه پیژندم ډېریې کته پورته راته وکتل مسکی شواوبیا یې راته داسی وویل:«ځوانه څنګه دلته راغلی یې.ما پرځای نه کړی څوک یې؟»دروغبړ وروسته مې ځان وروپیژنده دواره یې غېږکې تېنګ کړم د سترګویې ملغلری توی شوی او راته یې وویل:«ورزه ورزه دا هغه پخوانی بڼ نه دی دلته نور دانسانانوژوند ګران دی.اوس نورد لته    یوازی سره سپیان او د هغوی دوستان ژوند کولای شی»ما تری وپوښتل چې دا ولس چېری دی ولی هیڅوګ نه ښکاری؟هغه بیا راته وویل«نیکبخته ولس چېرته دی. څه مړه اوتباه شول څوک د باروتوپه اور وسوزیدل اوچا د وېری خپل بڼ او ټاټوبی پریښود اوڅه چې 
پاتی دی هغه دکورو نه بېرون راوتلی نه شې.که چېری راووزی اوڅوتنه سره یوځای ولېدل شې نو هلته وال صیب ناست دی.اود واره  سره سپیان او تانکونو ورهڅوی او هغه خواران پری داړی اویا یې وژنی.» ریښتیا چې زه په سوچونو کې شوم سر مې دومره خلاص نه  شو. خو د وال صیب نوم راته یو څه نوی ښکاره شو،نو ځکه مې بیا وپوښتل چې کا کا ،دا وال صیب نو څوک دی. هغه په خندا شو او  «هې یاره پخوا چې به چاته ولسوال ویل کېدل خو دهغه سره به ولس و.په دفترونو به ګڼه ګوڼه وه زما هم یوڅه چاره کېده نوځکه حاکم  صا حب ته د ولسوال نوم یو مانا لرله اواوس خوولس ټول تباه شواوپه مېاشتو هم څوک ولسوالۍ ته سر نه وهی.په ولسوالۍ کې یوازی   څوسره سپیان او ملګری یې حکېم دسلېم جادوګرځوی ولسوال اودوه دری نورملګری یې چې یوهم د دی سېمی نه دی اوسیږی .هېڅوک بل نه راځی او نه لېدل کېږی.اوس نو ته ووایه چې د سلېم جادوګرځوی دلته ولسوال دی او که وال». پای