آرشیف

2020-3-16

شاه ولی آرین

نادودې: لنډه کیسه

باور مې نه کېده، کلونه تېر شول، هغه په فرخار کې اوسیده، خورا هوسا ژوند یې درلود. د رنګارنګ ګلونو او د هر ډول میوو لرونکو ونو ښکلي باغ یې جوړ کړی و. د باغ په یوه څنډه کې جګه سوپه او تر څنګ یې د تکو شنو اوبو ډکه ویاله بهیده چې د ویالې په اوبو کې به د خال لرونکو کبانو تګ راتګ له ورایه معلومیدل، دغه کبان تک سپین د تورو او سرو خالونو سره دومره ښکلا لرله چې که یو وار چا لیدلی وای، نو هر کال خو به یو ځل حتمی د لیدلو او خوړلو لپاره ورتلل. ځکه چې دغه کبان ډېر نامی، خواږه او خورا مشهور کبان وو.
 هغه غواوې، پسونه، بزې او د وزلوبو خورا قیمی اسان هم لرل. که درته ووایم ممکن یوازې یې چای، بوره او صابون له ښار نه اخیستل او نور ټول د اړتیا وړ توکې، د ده له خپل کوره بسیا کیدل. 
دی د هغه ځای د خلکو له قوله ناقل و، ډېر پخوا چې هغه سیمې ځنګل او د اوسیدو نه وې، هلته ورته یو څه ځمکه د هغه وخت د قطغن تنظیمه ریاست ورکړی وه، یانی د هغه ځای د هغی زمانی نوم تالقان او قندوز وو. هیچا زړه نه ښه کاوه چې هلته ورشې،ځکه د وحشی ځناورو له لوري د مرګ ژوبلې خطر خورا ډیر و. دا متل له هغه وخت نه را پاتی دی چې:

«اګر مرګ میخواهی قندوز برو»
شمس الدین اکا چې د شمسو کاکا په نامه یادیده د هغه وخت د تالقانو د ښار نه څو میله وړاندې یې یو څه ځنګل ځمکه اباده کړې وه او د خپل زیار او زحمت په پایله کې یې د ځان او خپل یو نازولی زوی لپاره  ښه او د منځني حالت ژوند برابر کړی و. هغه د فرخار په همدغې سیمه کې ژوند کاوه چې مخکی ورته اشاره شوې ده.
د دغه ځای اوسیدونکو یې خورا احترام کاوه. د سیمی له خلکو سره یې راکړه ورکړه درلوده، یو، دوه واره یې د کلي ملکي هم کړی وه.
مېرمن یې شازیه هم خورا مهربانه او زړه سواندې ښځه وه، په کلي کې ټولو ورته ترور ویلې. شمسو او شازیه دومره یو له بل سره خواږه وو، کله به چې یوځای ګرزیدل نو، لارویو به یو بل ته سره ویل چې:
«هغه ده لیلا او مجنون راغلل.»
دوی دواړو یوازې یو زوی درلود او تل یې آرمان دا و، چې ښه واده به ورته کوي، د ډول او سرني سره به د واده ورا په خپله دروازه ننباسي.
شمسو کاکا خپل زوی، سمندر ته رښتیا هم همغسی واده وکړ، چې تل یې آرمان کاوه.
خدای ورته همداسی اینګور ورپه برخه کړه چې تل به یې د خپل خسر او خواښې داسې خدمت او پالنه کوله، لکه سکه لور.
شمسو کاکا خدای په دوو غبرگونو لمسیانو ونازاوه او ښاپېرۍ د دوو ماشومانو مور شوه. د ماشومانو نیکه او نیا د خوشالۍ جشنونه ونیول، او دواړو په ګډه د خپلو لمسیانو نومونه سلیم او نسیم کیښودل.
دلمسیانو د زلمیتوب په درشل کې لومړی شمسو کاکا او بیا دوه کاله وروسته شازیه ترور په حق ورسیدل او د دوی د ژوند څراغونه ومړل.
د سمندر دوه زامن د ده او میرمنی لپاره د ژوند هر څه وو، د پخوا په شان یې هیڅ ستونزې نه درلودې له پلاره ورته هر څه راپاتې وو.
یوازی اوس ورو، ورو حالت مخ په بدلیدو و. پلار او مور کوښښ کاوه چې دواړو ورونو ته په یو وار واده وکړي، خو سلیم غوښتل چې واده وکړي، مګر نسیم د اوس لپاره د واده لیوال نه و.
پلار او مور د خپل هوس او آرمان د پوره کولو په خاطر د سلیم د واده له پاره بندوبس وکړ، جرګه شول او د ګدامدار شامیر لور وږمه یې په شان او شوکت ورته واده کړه.
کال لا تیر شوی نه و، چې د حکومتي ځواکونو او د جهاد په نوم مجاهدینو تر منځ چې د پنجشیر له درې راکوز شوي وو، سخته جګړه ونښته. ویل کېږي چې په دغې جګړې کې ډېرو خپل سرونه خاورې کړل، چې د جګړې میدان د سمندر د کور یوه برخه هم وه.
سیمه د وسلوالو ګروپونو له لوری ونیول شوه، چې په نتیجه کې یې د دغې سیمې د پښتنو ځوانانو یو شمیر ځلمیان له حکومتي قوواو سره د مرستې په نامه له ځانه سره اسیران بوتلل چې سلیم او نسیم دواړه ورونه هم د دغو اسیرانو په ډله کې شامل وو.
کله چې اسیران خپل قوماندان ته ورولي، هغه یې د وژلو امر کوي او په دغه ګروپ کې چې نسیم دی، پرې ډزې کوي ټول د وژنې په حالت کې همدلته پریږدي او دا بل ګروپ له ځانه سره بیايي. 
څو ساعته وروسته چې د کلي خلک او سمندر راځي، ګوري چې ټول یې ویشتی او مړه دي، مګر نسیم کې اوس هم ساه شته، نو په بیړه یې روغتون ته بیائي او تر درملنې وروسته، له مرګه بچ کیږي.
پنخه کاله وروسته د دویم ګروپ نه چې سلیم هم په کې و، یو بل د کلي ځوان له اسارت نه په تیښته ځان خلاصوي او کلي ته راځي او چې کله د کلی خلک ترې پوښتنه کوي چې د نورو په هکله خبر ترلاسه کړي.
شاه مرد چې د ۵ کالو اسارت وروسته راتښتیدلی و، داسې وائي:
«کله چې یې زموږ د ډلی د لومړي ګروپ پر هلکانو ډزې وکړې، وروسته یو بل قوماندان، مشر قوماندان ته غوږ کې یوڅه وویل، بیا امر وشو چې موږ پنجشیر ته ویسی. رښتیا هلته یې یوه معدن ته بوتلو دا پنځه کاله یې پر موږ د معدن په سختو سوړو او غارونو کې کار کاوه، د کار په جریان کې چې موږ شپږو کسانو یو ځای کار کاوه، کمر راولوید نور زما پنځه واړه ملګري هلته مړه شول، په خپلو سترګو می ولیدل چې د هغوی مړي ېې چې سلیم هم په کې وو یو نا معلوم ځای ته د خښولو لپاره یووړل او زه پټ شوم په تیارو کې راوتښتیدم او ځان می دلته راورساوه.»
کله چې سمندر په دی پوه شو چې سلیم نور مړ شوی، فاتحه یې واخیستله، د یوه کال د پوره کیدو وروسته یې د دود او سیمه ایز رسم و رواج په نظر کې نیولو سره په داسی حال کې چې د نسیم هیڅ خوښه نه وه وږمه ورته نکاح کړه.
د نسیم او وږمې د واده وروسته خدای تعا لی هغوی ته یوه لور او یو زوی ورکړل، د تقدیر کارونو ته گوره چې څو کاله وروسته  سلیم، اوږده ګېره، کچکول په لاس د زړو جامو سره په داسی حالت خپل کلي ته راځي چې هیڅوک یې نه پیژني، لومړی د کلی کور له وضعیت نه ځان خبروي او په دې پوهېږي، چې وږمې له نسیم سره واده کړی دی او دوه ماشومان هم لري.
سلیم په ډېر احتیاط سره خپل کور ته راځي او غواړي چې د وروستي ځل لپاره د خپل پلار، مور، ورور او میرمنې وږمې یوازې څېرې له لرې د سوالګر ملنګ په جامو کې د خیرات غوښتلو په بانه د کلا له دروازې نه په ځېر سره وګوري او په خوله او زړه کې ورسره د تل لپاره مخه ښه وکړي. هغه یوازی خپله ورېره او وراره په غېـږ کې نیسي، ښکلوي یې، له دې ځایه درومي او نور ځان تری تم کوي، چې تر اوسه یې لا پته چا ونه لیدله.
 
پای
شاه ولی آرین