آرشیف

2020-4-12

شاه ولی آرین

غم لړلې وبا

غم لړلې وبا

(لنډه کیسه)

هلته وېر او واویلا وه، د هرچا له اسویلو دود راپورته کېده، په ټوله فضا او چاپیریال د غم او ويرې جال غوړیدلي و، په کورونو، کلې او ښارونو کې چا له یو بل سره ښه راغلاست او مخه ښه نه کوله. هرڅه بدل شوي وو،اسمان، ستوري، سپوږمۍ او حتا لمر هم د تېر په شان نه ښکاریده، ښايي داسې نه و، مګر د انسانانو روان، ذهن او سترګو ته هر څه بدل او په بله بڼه ښکاریدل.
یوازی انسانان داسې غلي او وېرجن نه وو، بلکې ټول طبعیت او حتا فضا هم وېر او وهم پسې اخیستې وه. په فضا کې د الوتکو غږونه نور غلی ښکاریدل، هر څوک چې کوم چېری تللي و، همالته بند پاتې شول.
د نړۍ دومره پرمخ تللي تخنیکي وسایلو اوبشری ځواک ونه شو کولای، د دې وژونکې وبا مخه ډب کړي. د نړۍ له بی وسو نه رانیولې، تر متخصصینو، ډاکترانو او دولتي لوړپوړو چارواکو پورې یې په ګونډو او د مرګ تر پولې ورسول.
 
اصلې خبره خو داده چې که په پرمختللو هیوادو کې د کورونا د مرګ خطر انسانان ګواښي، نو د ولږې ګواښ خو نه شته.
 
دلته څوګونې ګواښ انسانان دومره ربړولي دي، چې د مرګ او ژوند پوښتنه ترې هېره ده او حتا سوچ هم پرې نه شي کولای او په دې فکر کې دي چې سبا به یې کورنۍ او ماشومان څه خوري.
 
تورګل، سباوون، شینکۍ،ګلبت، اپریدی، مټاخان، بېردی، چنارګل، امام علی، تورديقل،پلوشې او په سلګونو داسې نورو چې کورنیو به ورته هر ماښام لارې څارلې چې اوس به له خیره څه راوړي او دوي به پرې شپه او ورځ تېروي، هو دغه خوارې کورنۍ به اوس چا ته تمه کوي او سترګې په لار به وي، ځکه اوس وبا هر څه ترې اخیستی، کار، د کار ځای او هغه چاپیریال چې د یوې مړۍ ډودۍ د پیدا کیدو شتون په کې موجود وو اوس نه شته.
 
نن سهار په جومات کې ملا صاحب وروسته تر دې په کور کې د لمونځ کولو خبره وکړه، جمشید اکا داسې وویل:
 
«مرګ خو یوځل راځی اوانسانان له هر څه بیغمه او خلاصوي، خودغه مرګ څومره زورونکی دی چې ستا د مټ او بازو د کار له وجې ټولې کورنۍ ژوند کاوه، مګر نن رډې، رډې ګوري، کار درباندې بند دی او که ورځې د مرګ له ګواښ سره مخ یې، چې ستا مرګ د ټولې کورنۍ مرګ دی او که چېری کار هم ونه کړې، کورنۍ دې له ولږې هم د مرګ خطر ګواښي، دا د ټولنیز او انساني ژوند کوم انصاف دي.»
 
یو بل سپینګېری له بلې خوا غږ کړ او داسې یې وویل:
 
«اصلی پوښتنه دلته ده چې ولې خدای تعالی پر خپلو بندګانو قهر او غضب نازل کړی دی؟ ولې د دې غضب خورا ډېر قربانیان خوران او غریبان دي؟»
 
ملا صاحب چیغه کړه:
 
«توبه خدایه! ټوبه خدایه!
 
ته پرې و رحمېږه، د شتمنو په زړونو کې د رحم او  سخاوت روحیه را ژوندۍ کړه تر څو د دغو خوارانو سره مرسته وکړی چې نن او سبا د یوې مړۍ ډوډۍ توان نه لري او هغه چا چې د ورځني کار په بدل کې د دوی د یوې ګولې ډوډۍ چاره کوله او همدا اوس د غم لړلې وبا له لاسه کار ته نه شي تللی، هو هر څه په ټپه ولاړ دي.
 
اوس د ترحم او مهربانۍ وخت دی.»
 
اوس نو له هرې خوا خبره را غبرګه شوه، چا یوڅه ویل چا بل څه، خو د خبرې سر یا بیخ همدا وو چې:
 
حکومت، شتمن، تاجران، سرمایداران باید هر یو خپل ټول امکانات په کار واچوی د یوې عینی او واقعی ارزونې له لارې اړو کورنیو ته لومړنۍ مرستې ورسوی.
 
رستم خان کاکا بیا ور غبرګه کړه:
 
«ځکه خوران افغانان یوازې د کورنا وبا له غم او درد  سره مخ نه دي، بلکه له څو ډوله نورو دردونکو وباوو سره مخامخ دي، چې جنګ جګړه، نفاق بې باوری، ولږه او بیچارګي، ظلم او زورزیاتي، ورور وژنه او هیواد ورانونه او داسی نورو غم لړلو وباوو سره هم لاس او ګریوان دي.» 
 
په پای کې ټولو په یوه خوله او لوړ غږ سره وویل:
 
«خدایه ورحمېږې!»
 
شاه ولی ارین