آرشیف

2014-11-1

حبیب الله غمخور

د ډاکتر محمداشرف غني په نوم ملنډي دملت په افتخاراتو ملنډي دي

 

موږ بايد دهرڅه په وړاندي بيدار اوسوو!

دافغانستان ولسمشر  بايد په ټولوډله ايزو رسنيوکي دډاکتر محمد اشرف غني په نوم يادسي نه په نورو دښمنانه ټکو !
دافغانستان داوسنی جمهور رئيس نوم ،محمد اشرف غني نه ،بلکي ډاکتر محمد اشرف غني بايد وويل سي .
همدا نن داکتوبر ۳۰  په فيسبوک پاڼه کي دوستانوترمنځ دا ډاکتر شرف غني احمدزی  لخوا په سفرکي دعاجلې پرېکړي په هکله بحث روان وو .
په همدي پاڼه کي دا خبره راڅرگنده سو ه چي ډاکتر اشرف غني احمدزي دقومي تخلص نه ليري سوی .
داچي ولي ؟ او ولی یې په سفرکي داپرېکړه وکړه ؟دې پوښتنوته  بايد خپله نه دکوم وياند اويا په اصطلاح سياسي مبصرلخوا جواب ووايي  .
که دمرحوم داودخان نه تقليدوی ،نو هغه په سفرکي خپل نوم رالنډ نکړ بلکی په کابل کښي ئي ديوه فرمان له مخي دا تشريح کړه چي دقومي تخلص تړاو يومشر يابل کوم شخصيت له خپلو ټولو هيوادوالونه ليري کوي .
خو ډاکتر اشرف غنی احمدزی دمطبوعاتوپه تايد په سفرکي  داکاروکړ،تراوسه یې ددې پرېکړې په هکله څه ندي ويلي ،اړينه ده چي دا وطن ته راوگرځې دخپلې دې پرېکړي په هکله هم خلکوته تشريحات ورکړي  .
داچي خپله ئي نده توظيح کړ ې ،زه  اوس جدي نه پرې ږغېږم  .خو په يوشمير دله ايزو رتسنيو کي هغه په ډير سپک نامه يادوی وايي ،محمد اشرف غني ،له دېنه تېږېږي چې همدې محمد اشرف غنی علمی تحصيلات کړي اوعلمی لقبونه لري . ولې هغه دده له نامه ايسته کېږې؟ مگر په همدي افغانستان کي دلږو دنامه مختاړی ،پوهنوال ،پوهندوي ،کاندسيد اکادميسين ،ډاکتر ندی  .
پردې به داخبره راټوله کړم چي گوری دسوستانو،مور له يوې خشوادملي وحدت خبره کوواودبلي خوله يوه واړه امکان څخه ديوچادسپکاوی لپاره استفاده  .راسی ټول افغانان که په رشتيا ځانته افغانان وايي  دي انتخاب نه ديوي آزمويني په توگه تريوه وخته دفاع وکړو .که ئي ونسوه کولاي دملت غوښتنو اوسوالونوته مثبت جواب ووايي بايد ورنه په ځغرده اوکلکه پوښتنه وکوو ،قلم  اوژبه خوموخپله ده .