آرشیف

2015-1-6

حبیب الله غمخور

د يوې غونډي خاطره !

نن د ۲۰۱۵ ز کال دجنوري پنځمه  دلته په سويډن کي ددورخصتيوترمنځ  نيمه رسمی ورځ وه .
ديوې مسلې په هکله  مې دڅو نفرو سياستوال سره  دهمدې ښار (مالمو) داوسېدونکو دستونزودحل داړخونودلټولو په هکله رسمی ليدنه درلوده .داجنداله مخې ترخبرو وروسته  دوې سياستوالو زمانه  پوښتنه وکړه ،کله به په افغانستان کي حکومت قانونی بڼه غوره کړي ؟ ما سمدواره ورته  وويل موږ قانوني حکومت لرو ،دو وخندل  موږ فکرنه کاوه چي دنالوستو جواب راکړې ،خيرکه موږ بهرنيان يو .
ستاسودهيواد دقانون له مخې بايد يونفر جمهوررئيس وي اوهغه وزيران پارلمان ته معرفی کوي  .خو اوس ستاسو دوه  نفره دولتي مشران  دي چې ددوي په هوکړه برابرصلاحيت لري ، چې موږ اوټوله نړۍ ورته حيرانه ده . پدې هکله  تراوسه مو ږ  ته هم  چا قناعت ندی راکړئ  ، چې ولي په افغانستان کي  بايد دونفره دبرابر سياسی حق  څښتن مشران وي؟
خو جالبه داده  چي ولي تراوسه  پردې  مسله دا دوه مشران   ندی جوړسوی ، چې خپل لايق پلويان دوزيرانوپه توگه پارلمان ته درايي اخيستلو لپاره معرفی کړي ؟  ترڅو چې وزيران دپارلمان څخه داعتماد رايه وانخلې نوته څنگه وايي چې قانوني حکومت لرۍ؟  وزيرن بايد داعتما د رايه ترلاسه کړي ،دا وزيران دی چي ستاسودقانانوله مخي دجمهور رئيس سره يوځاي حکومت جوړوي .
موږ  اوس پوهېږوچې ددوي له پلويانو پرته بل څوک ،که هرڅومره لايق هم وي نسي وزير کېداي ،خو دايې بايد ژر ټاکلی واي .
ماديوه افغان په توگه  دافغانی غرور له مخې ځان  دې خوا او ها خوا تيراوه ،دوي خندل  ،خو زما له نظره ددوي اندېښنه پرځاي وه اوده  .
بلې هيوادوالو! فکر کوم په رښتيا سره دا دنړيوال دولتی سيستمونودجوړښت داصولوپر بنياد  پرسمه اوموږپر کږه وروان يو .