آرشیف

2015-3-7

حبیب الله غمخور

دښځو دنړيوال پيوستون د ورځې په مناسب دمبارکی پيغام

نېکمرغه دې وي د مارچ اتمه دښځودنړيوال پيوستون جشن

گرامی باد ۸ مارچ  روزهمبستگی زنان جهان

 موږ پدې  عقعيده يو چې دښځوله فعال گډون نه پرته دډموکراسی پر اصولو ديوې ټولنې جوړېدل ناشونی دی .
 تر هر څه وړاندي تاسوافغاني ميندواوخوندواوپه نړۍ کښي تر ستم لاندي زوريدلو ښځو ته دمارچ اتمې  دادښځودنړيوال پيوستون دتاريخي ورځې امله  دزړه له کومي مباره کی اونيکي هېلي  وړاندې کوو.
ستاسو اودنړۍ دټولوباغيرته ښځو لپاره دحق دتر لاسه کولو،جنسې ستم ، تبعيض ،تعصب  اوظلم دپاي ته رسېدولپاره په عادلانه او انسانی مبارزه کې د برياليتوبونوغوښتنه کوو.
متاسفانه ديوېشتمې پېړۍ ددوهمې  لسيزي په پيل کښي لاهم په افغانستان  اودنړۍ په بې شمېره هيوادونو کي د ښځو نړيواله ورځ پداسي شرايطوکي لمانځل کېږي چي په  نړی کي د بشرد حقوقونړيوال سازمانواونورو نړيوالو موسيسو لخوا  تراوسه لاهم د ښځو سره د زورزياتي اوټولنيز تاوتريخوالي  له کبله دژورو اندېښنو ډک زورونکی خبرونه اوراپورونه   ترلاسه کېږي . هره ورځ  دډله ايزو رسنيوله لاري زموږ دبې دفاع خويندوسره دغير انساني کړنو،دهغوي پرو عزت تېری او ان دماشومانوپر وړاندي جنسی تجاوزدردونکی خبرونه اورېدل  کيږي  ، چي اورېدل یې نه يوازي افغانان بلکي دنړۍ زيات شمير معقول انسانان زوروی .
په حقيقت کي ددې ورځي ياداو درناوی پداسي شرايطو کي کيږي چې دنړی پوره نيمايي اوياتر هغه زيات  ښځېنه وگړی دډيرو اقتصادي ،سياسي ،ټولنيزو اوفرهنگی ستونزوسره لاس په گريوان دي .په اسيا .افريقا اولاتينه امريکا اوپه ځانگړېتوگه  اسلامی هيوادو نوکښي  اوس چي دادی يويشتمه  پيړۍ دوهمه لسيزه پيل سوېده ښځه  لاپه دوهمه اويادريمه درجه انسانانو کي شمېرل کيږي . داچي هرکال په نړی کي ښځې داقتصادي ستونزو،درملو اوروغتيايي  مرستودنشتوالي له امله خپله  اويايې ماشوم ژوند دلاسه ورکوي شمير ئې تر يونيم ميليون  اوړی . په نړيواله کچه  په سلوکې تر ۶۰  زياتي ښځې دسواد له نعمته محرومي  اوپدې ورستيو کښي په نړواله کچه کورنۍ اوټولنيز تاوتريخوالي داوج خپلو ورستيو مرحلوته رسېږي ،دبشری ټولنې ترنيمايي زيات وگړی چي زموږ خوندي ،ميندي لوڼی اوياکوروداني دي ترعجيب اوغريب سياسي ،مذهبی  او دوديز سيتم لاندي دتوروديوالوشاته په زړه بوږنونکی حالت  شپي او ورځي سباکوي .
په افغانستان کي  کورنۍجگړ ه  اوغولونکی بسټپالي دمنځنيو پيړيو دود اودستور يوزيات شمير ښځی هره ورځ په خپلو وحشی منگلو کي رانغاړی . زموږ  په هيوادکي دقدرت دخاوندانو اوټوپکسالارولخوا په زور  ودونه ،په بدو کي دانجونو ورکول ، خرڅېدل،دښځو وهل ټکول،دغوږ ،پزی ، شونډانوپرېکول  اوياوژل  يوه معمولي خبره ده اودادردونکې پروسه همدا اوس زموږ په هيوادکي راونه ده  . داخولاپرېږده دنجونو  ښونځيو اوښځي کار ته نه پريښودل  ډيري لوړي کچي ته رسېدلی دي ،همدا اوس زموږ دمعلوماتوله مخې دافغانستان ديوشمير ولايتونه انجونې دتعليم او تحصيل نه داسلام اودعنعنې په نوم محرومې ساتل کيږي . دټولو انساني او اسلامي نورمونوخلاف وړې ماشومي انجونې  ېو(( ۷۰ ))   کلن  سړي ته ودېږي چي پدې کارکي يوشمېر دمجاهدو په نوم سياسي سوداگرترهر بل لېوه وړاندي سوی دي .په دولتی ادارو اودهيوادپه مختليفو سيمو کي دزوراو زر خاوندان له هغو ي نه د ناروا استفاده خپل  حق بولي  .
موږ ددې ناورين څخه دافغان ولس دخلاصېدوپه موخه پر هغو ديني عالمانوچي رښتيا اسلام ته ژمن دي ،دقومونوپر پاکو مشرانو،پوهانو، سياسي گوندونو، فرهنگي اودغرب لخوا جوړوسويو مدني ټولنوغږ کووچې په جوماتونو،غونډو،جرگو،کنفرانسونو اوهمدا ډول  دډله ايزو رسنيو له لاري خلکو ته دا تبليغ وکړئ چې ښځه هم انسان  اودخداي  بنده ده ،ترڅوښځې ته ددرناوی په سترگه وگوری  اوهمدا ډول خپلې لوڼې په کم عمر کې دچاپه نکاح نکړي اونه ئې په بديوکښي ورکړی .پرېږدي چي زموږ پېغلي اوانجونې هم دتعليم اوتحصيل دامکاناتو څخه پراخه استفاده وکړي . دهيوادپه سياسي ،اقتصادي ،فرهنگی اوټولنيز ژوندکي دنارينه سره اوږه پر اوږه برابره اوفعاله  ونډه واخلي .  دمارچ پر پنځمه ډاکتر اشرف غني دښځوسره په يو کنفرانس کي داخبره څوځله تکرار کړه چي ښځوته به دافغان ټولني په ټول ټولنيزبهيرکي ددوي داهليت اوپوهاوی پر بنياد ونډه ورکړه سي اوداخبره یې وکړه چي دترکيې دهيوادپه مالی مرسته به په افغانستان کي دښځودعالي تحصيلاتولپاره يو پوهنيتون اوهمدا ډول به  دعربی عمارات لخوا زموږ خوندی ددولتی کارونودسرته رسولو لپاره په معينوکورسونوکي وروزی ترڅودوي هم لکه نارينه دټولنيز اودولتی کار لاپره اماده سي .دايونيک زيری وو،اميد چي دمجاهدينوداستازوپه نوم ددي ملي او انساني حرکت پر خلاف بيا يوبل پاټک جوړ نسی اودادجنسي تعصب واکداران ددي امکان پيدا نکړی چي په يوه اوبل نوم زموږ دښځېنه هيوادوالوپر وړاندي داسلام اويابل نوم نه په استفادي سره پاټکونه جوړ کړي .
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولني مشرتابه جرگه  د افغان چاروکواو نړيوالو سازمانونوته په جدې بڼه  وړانديزکوي چې په افغانستان کي دښځوزورونکی اوربړېدونکی دې حالت  ته په هر اړخيزې توگه  پاملرنه وکړي ترڅو زموږ خويندي اوميندی له دغه پرېشانۍ او روانی زورونې نه نجات ومومی .
 ددولتی اړونده ادارو اونړيوالو سازمانوڅخه مو په کلکه  غوښتنه داد چې دښځوسره د ناروااوله انصاف نه ليري کړنو ته د تل لپاره  په عملي بڼه  دپاي ټکۍ کښېښودل  سي . ښځې ته  لکه نارينه بايد ټول مدنی ،قانونی او انساني حقوق ورکړه سي اوديوه برابرحق اوصلاحيت لرونکی انسان په توگه ورته  درناوی وسی .
موږ پدې باوريو ي چي  په ټوله نړی کښي دښځوپه وړاندي له انصاف نه ليري چال چلنددوام لري . دهغوي پر انساني حقوقواو انسانی عزت  تيري يوه معمولي بڼه اختيارکړېده .دبېلگې په توگه په افغانستان کې دافغاني ښځودژوند زورونکی حالت خپلو ورستيو مرحلوته رسېږي که دغه  دردونکی حالت ته ژوره اوجدي پاملرنه ونسي پايلې به ئې ډيري زورونکی اونه جبرانېدونکی وي،پدې هکله سرله همدا اوس نه بايد نړيواله ټولنه  اوددوي هغه  ټولنې چي دښځوله روا حقوقونه دفاع کوی لاس پکار سی ترڅويوه سيمه ايزه فاجعه رامنځته نسي  .  
زموږ فرهنگی ټولنه پدي باورده چي يوه ورځ  به  په ټوله نړۍ  کې زموږ  غيرتي خويندي اوميندي دسوکاله ،بسيااوپتمن ژوندڅښتنې اودخپل هيوادپه جوړونه اوسالمو ماشومانوپه روزنه کي دفعالې ونډې مالي او مادی  امکانات پيداکړي .
 
ددوستۍدفرهنگی ټولني دمشرتابه جرگې په استازيتوب
حبيب الله غمخور

سويډن  مالمو
د ۲۰۱۵  ز کا ل دمارچ اومه