آرشیف

2015-5-13

حبیب الله غمخور

دپاکستانی چارژواکو د وديز سفر

وامی ورېدل چي له پاکستان څخه دپاکستان لمړی وزير ،داردولوي درستيز اودملی امنيت سلاکار کابل ته راغلی . داچي دڅه لپاره راغلی زه خپله پرې پوه نه يم .ممکن ديوې بلې لومی داېښودلو لپاره راغلی وی ؟؟ اويا يوځل بيازموږ سياسي نبز کتلو لپاره راغلی وي . واي مېلمانه راغلی اودټولوچارواکوسره یې ليدلی هم دی .
دپاکستان  نه راغلی نا بللې مېلمه نوازشریف . ويلي : ((دافغانستان دښمنان دپاکستان دښمان دي  .هرهغه څوک به ونیول شي چې افغانستان بې ثباتوي .))
داد پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف  کابل  ته په دوهم سفرکي يوجالب پيغام  و،اميد چي خپل دې سياسي پيغام ته ددواړو هيوادونوپه گټه  په رښتيانۍ بڼه ژمن اوسی اوافغان حکومت او ملت ته خپل دا پيغام  چې له افغانستان  سره د مرستې لپاره به طالبان ونیسي او یا به یې له منځه یوسي پلی کړی  .
زموږ خلک همدا نن پوښتنه کوی وايي : (( که نوازشريف خپلو دغو موږته راکړه سويو وعدوته ژمن دی ، نو همدا بله ورځ دطالبانو ټول مشرتابه اوخپله ملا محمدعمر چي دټولو لاسوندونوسره دپاکستان دحکومتی ادارې ترحمايې لاندي هلته په پاکستان کي ژوندکوي افغان دولت ته وسپاري .اوياخپله اعلان وکړئ  چي داټول پدغه زندان کي زنداني سول او افغان دولت ته ډير ژر سپارل کږي .د پاکستانی چارواکو دا کار  به دافغانانو باور ترلاسه  اودابه ددي بېلگه وی چي پاکستانی چارواکي  خپلو خبروکي صادق دی  .غير له هغه دا  څوځله سفرونه بي گټې اودافغان ولس دسپکاوی لامل بولو.
افغانان وايي : کرزی صاحب شل ځله ورغلی او داهرځل یې خطا ايستئ  دۍ  .  چي کابل ته راغلی دورونودمېلمستيا صفت  ئې کاوه اودلته په کابل کي به یې هم دوي ته ورو نه ويل .خو  دده پاکستانی ورنو دتل پشان دافغان ولس پر وړاندي ددښمنۍ سياست پر مخ بېوه . دا نوی چارواکي  چي اوس هره  ورځ  ور ته ښه راغلاست وايي ،ولس فکر کوی چې  هغه زړه بابولاله ده .
زه فکر کوم دوي پرحق دي ،دپاکستان له جوړښت نه  بياتراوسه يو ه پاکستانبی چارواکی دافغان ولس دوست نه سو اونه یې زموږ دولس سره خواخوږ ي ښودلې ده .نو اوس به نوازشريف چي دافغانستان دملی پوځ   په پاشلویې افتخار کاوه اودخپل هيواد پارلمان ته یې دا څرگنده کړه چې دافغانستان تاريخي دښمن دی ،څنگه  دا ومنلاي سوچي  دافغان ولس گټوته دخپل هيواد دگټو پر خلاف  وفادار پاته سي  .پداي سي حال کښي چې هره ورځ ددوي روزل سوی نوکران د طالبانوپه نوم  دافغان وژنې  مسوليت په خپله پرغاړه اخلی .
داچې اوس دپاکستان لمړی وزير  داخبره کوی چې:«د هر سختدریځي یا هرې سختدریځې ډلې له هر ډول هڅې سره به چې افغانستان بې ثباته کړي سخت چلند وشي او د دې ډول عناصر مخه به ونیول شي او وبه نیول شي.»
 
نوازشریف د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«ښاغلی ولسمشره، زه تاسو ته ډاډ درکوم چې د افغانستان دښمنان د پاکستان دوستان کېدای نه شي.»
اوده  د افغان طالبانو له لوري د عزم په نوم عملیات  وغندل، ویې ویل چې د طالبانو تشدد ته به د تروریزم په سترګه وګوري او په خپله خاوره کې به د طالبانو پناهځایونه له منځه یوسي . موږبه یې وگوروچي  دپاکستانی چارواکودخبرو اوعمل ترمنځ حومره توپير او واټن سته . په پښتوکي  يومتل دی واي : (( آس که ټکنی،ميدان لنډ دی )) زمانه به ډير ژرهرڅه معلوم کړي . پدي هيله چي دپاکستانی چاواکو وعدې پلی اوپه افغانستان کي دعملی سولی لپاره لار پرانستل سي . ومن الله التوفيق

حبيب الله غمخور
دمی ۱۳ مه