آرشیف

2020-2-29

شاه ولی آرین

دوکه

لنډه کېسه

د پسرلي په وروستیو کې چې د سیند د مستو څپو له امله ښار ته د سیمې د خلکو تګ راتګ ستونزمن کېده، هرومرو به دوي راتلل.

د دوي راتګ د دغې سیمې د خلکو لپاره ستره خوشالي وه. او هر چا به ویل چې جاله وانان بیا راغلل. ښار ته د خلکو د تلو مخه خلاصه شوه. جاله د غویو د پوستکو نه جوړیږی او یوه ساده کلیوالی شانته بېړۍ ده.
سرداری او محرابی جاله وانان د ننګرهار د کامې اوسیدونکي او د جمدراکا د عسکرۍ انډیوالان وو. دوی د عسکرۍ خوږې او ترخې ورځې یو ځای سره تېرې کړې وې، د دوی یاري دومره خوږه وه، چې نابلدو کسانو به سوچ کاوه چې سرداری او محرابی ګنې د جلندر ورونه دي.
دغه سېمه چې دوي په کې جاله واني کوله د خان اباد ولسوالۍ او د اقتاش سېمې ترمنځ سېند باندی، چې د دې سېند اوبه د آمو پر لوی رود ورګدېږي، د افغانستان او تاجکستنان تر منځ د برېد کرښه جوړوي.
جمدراکا به هر کال د ساړه ژمي سړې شپې او ورځې له خپلې کورنۍ سره یوځای په مشرقي کې له سرداري او محرابي  سره تیرولې. همدا راز کله نا کله به سرداری اومحرابی له خپلو ماشومانو سره د دوبي په تودوخه کې اقتاش ته راتلل او د جمدر اکا سره به یې دغه وخت تېراوه. همدا وجه وه چې دوی د جالې لپاره دغه په زړه پورې ځای میند لی و.
سرداری او محرا بی سره ورونه وو او د دغه سېند پر غاړه یې څه نا څه۶ کاله جاله چلولې وه. د اوسیدو ځای یې د جمدر اکا کور و.
 د جالې د تګ راتګ بیه یو لس ګون و. ځینو به د کال د تګ راتګ بیه یوڅه ناڅه غله دانه ورکوله. د جالی د چلیدو له پیل نه بیا تر پایه پورې به په جمدر اکا ځکه اختر و چې هره ورځ به سرداري او محرابي د ښارنه یو څه د پسه غوښه، ګوړه، پتاسې او نور د اړتیا وړ شیان کور ته راوړل او یو ځای به یې سره خوړل.
کله چې به کارو بار یوڅه ښه و، نو په هغه ورځ به یې څه نا څه روپۍ هم جمدر اکا ته ورکولي.
جمدر اکا چې هر ماښام جالې نه لاسته راغلې پیسې لیدلې او ترڅنګ یې د ځینو کورنیو د کلنۍ اجارې دانې اوغلې سترګو کې کته پورته کېدې، حیران پاتې و چې څه وکړی. یو خوا ډېره پخوانۍ انډیوالي او وروري او بل خوا ډېرساده کسب او پیسې ګټل.
جمدر اکا له مودو سوچونو وروسته دا په زړه کې غوټه کړه چې څنګه دا عاید خپل کړي. ده سوچ وکړ چې لومړی باید د جاله وانۍ چم زده کړي. د همدې پټ پلان په اساس یې یو ماښام د ډوډۍ له خوړلو وروسته د واره محرابي ته داسی وویل: «وروره! رنګ دې د کورکمن شانته ژېړدی، لکه چې ناروغ یې. هره ورځ کار، هره ورځ کار، نور به هم ناروغي در سخته شي. زه د څه لپاره یم. ته سبا دمه وکړه، ستړی یې. زه خو دې هم لکه ورو غوندي یم»

محرابي لږ سوچ نه وروسته وویل:
 
«سمه ده لالا داسې چې وي نو ته ولاړ شه»
 
په دې ډول جمدر اکا وتوانید، چې د مرستې په دود کله یو ورور راستنوي او کله بل ورور او پر ځای یې دی جاله چلوي  تر څو چې یې یوڅه نا څه نېمه ګوډه جاله واني زده کړه.
 
د ژمي شپې او ورځې پر جمدر اکا ځکه لکه کلونه تېریدل، چې جاله نه چلیده. سږ کال ژمی چې سرداري د ده  ورتګ ته سترګې په لار و، جمدر اکا آن د مخه د نه ورتګ خبر ور ولیږه چې کوچنۍ لور یې ناروغه ده نو ځکه نه شی ورتلی.    
 
د پسرلي له را رسیدو سره سم جمدر اکا سرداري او محرابي ته احوال ور ولیږه، چې ډېره ستره ستونزه سږ کال پیښه شوه د جالې کاروبار نه کېږي، ځکه چې د سیند د پاسه د حکومتي پروژې له خوا کوم پُل په همدې سیند باندې جوړیږي، نو ځکه ستاسو راتګ ضرور نه دی. بل دا چې سږ کال دوبی موږ هم په کور کې نه یو. غواړم ماشومان د کوترې سره د هغې د پلار کور فرخار ته بوزم، ګوره کنه خفه چې نه شئ، سږ کال دوبی مو راتګ بېګټې دی، نو ځکه مې خبر درکړ، چې په خپله سېمه او یا د کوم بل ځای نه د کارو باره پاتې نه شي. رښتیا چې هغه دواړه ورونو ته د جمدر اکا خبرې لکه د کاڼي کرښې وې، نو ځکه د راتګ نه ستانه شول.
 
جمدر اکا د څو ورځو سوچونو وروسته کله چې یوڅه باوري شو، چې هغوی رانغلل، آن یوه میاشت د مخه یې جاله را وویسته او د سیند په غاړه یې هره ورځ د خپل ځوی شانک سره د جاله وانۍ پېښې کولې، تر هغو چې د کار په کولو ښه ډاډه شو.
 
څو ورځې وروسته د سیند د مستئ وخت شو. سږ کال د سیند دا څپې د تېرو کلونو په انډول نورې هم لوړې او بېرونکې وې. خو جمدر اکا په ډېر احتیاط او مېنه جاله واني کوله. اوس نو د جالې ټولې پیسې دده خپلې وې. خپلو ملګرو ته یې د نه  رښتیا ویلو په وجه به کله نا کله دومره په سوچونو کې ډوب شو لکه چې څه یې ورک کړي وي او یا دا چې کومه لویه ستونزه لری.
 
دده د پیسو ګټلو موده ډېره اوږده نه شوه. له لنډې جاله وانۍ وروسته د جمعې د ورځې په مازیګر چې آن تر مخه لا د سیند په تکو شنو اوبو کې د طوفانی باران خړې ورګډی شوې وې او د خونړیو غمېزو نښې له ورایه په کې څرګندیدې، د جمدر اکا خیالونه هم د ډوبیدو په لوري رهي وو.
 
هو! د جمدراکا جاله په دغو څپو کې را ګېر او په بل مخ واوښته. ده چې سمه تجربه نه لرله، نو هر څومره هڅې یې چې وکړې، نارې او سورې یې ووهلې، ځای یې ونه نیو. نه د ده لامبو زده وه او نه د شانک.
 
سورلیو هم له ویرې نه چغې وهلې. جمدر اکا تر ډېرو هڅو وروسته وشو کړای چې د سورلیو له ډلې نه یوازی پنځه تنو سره مرسته وکړي. شانک او دوه تنه نورې سورلۍ د غونډارو په شان د اوبو په تل کې ترې تم شول.
شپه راغله، سهار شو ټول کلیوال ووتل او د سیند په دواړو غاړو کې یې مړي لټول، تر ډېرو هلوځلو وروسته یې مړي ومیندل. هر چا جمدر اکا ته د ملا متۍ سترکې وراړولې، سپکې سپورې یې ورته ویلې:
 
«جاله دې چې نه وه زده، ولې دې جاله واني کوله؟ عالم دې تباه کړ، ددې خوارانو کورنۍ او بچې به څه کوی؟»
 
جمدراکا ته له یوې خوا د خلکو سپکې سپورې او له بلې خوا د خپل زوی شانک په درد او غم کې داسې سوځیده لکه وچ لرګی چې په اورکې وسوځي. ده همدا یو زوی درلود او نورې یې ټولې لوڼې وې، هم یې له سرداري او محرابي سره دوکه سترګو ته دریده او هم یې د زوی او خلکو غم په زړه کې ځاله کړې وه.
 
مېرمنی یې د زوی د مرګ له اورېدو سره سمه لېونۍ شوه هر لور به یې چیغې وهلې او ویل به یې:
 
«خاوری مې پر سر شوې، بوره شوم، سړی خدای تعالی راباندی ظالم کړ، تباه شومه.»
 
بیا به لکه لېونۍ غوندې چوپه شوه، کله نا کله به یې له ځانه سره ورو ـ ورو ویل:
 
«دروغ یې وویل، د پیسو لپاره یې د کلونو ـ کلونو انډیوالانو سره ټګي اودوکه وکړه…
خدایه توبه مې دې وي، خدایه توبه مې دې وي او همداسې پسې بونګیده»
 
پای
 شاه ولی آرین