آرشیف

2014-10-19

حبیب الله غمخور

دزړه خواله

زموږ ددولتی مشرتابه اوافغان ولس هوښياري  هڅې اوحرکت دبری زيری دۍ .
څو شې‌ې وړاندي مي په فيسبوک پانه کي زمور دهڅاند فرهنگی  شخصيت  غلام نبی مبتکر ساحب په مټ  ديوه بل ليکوال ډاکتر صاحب  لطيف ياد هغه وړانديزونه ولوستل کوم چې دخپل ملي احساس له مخي  یې ډاکتر اشرف غني احمدزی ته یې ليکلې وه ،ولوستل ،زما له نزر دير پر ځاي  اوصادقانه وه .دغه  دداکتر صاحب پر و ړانديزونوباندي بحث او دزړه خواله دادی دومره رانه اوږده سول چې يوه بله ليکنه ترينه جوړه سول .خو زه دغه خپل نيمگړی نظرليک ډاکتر صاحب لطيف ياد او افغان روڼ اندوته ډالی کوم .
ښاغلي ډاکتر اشرف غني ته دډاکتر لطيف ياد دوړانديزونو په پلمه  !
مبتکر صاحب ! دلطيف ياد صاحب ،مشورې مي ولوستلې ډيری پر ځاي اودوستانه وې .اشرف غني بايد ټولو ټکوته جدی متوجه وي . دده هر حرکت دافغانستان  ولس دټول تاريخي سياسي ،ټولنيزو اوديپلوماتيکو يادونو بيلگه وي .
په ديپلوماتيکواړيکو ،ناستو، پاستو اوخبروکي ان دکاليو اغوستلواوحرکتونوتربريده جدی پاملرنه ولري .دخلکو غوښتنو ته دجواب ورکولو،له هرچاسره دليدلو په وخت  کي ټول حرکتونه اوڅرگندونې بايد سنجول سوی اوددې مقام دارزښت هنداره وي . يو ډير پخوانی  فليسوف اوسياسي علومو عالم وايي  : (( يوسياست کونکی بايد دخپلو سترگو ځملوته هم متوجه سوسې )) . تراوسه چي ورته گورو لکه چي داټول افغانان سرټکونه لري ،داسی ښکاری چي ددې چاپلوسانو لوي  بهير داسړې نه يوازي دخپلو گټوپه خاطر بلکي زموږ سره ډاردادی چي دکومی بهرنی شبکې په هدايت نه وی راچاپير کړی ؟ داد خلکوداميدونو دغوړېدوشخصيت پدې بڼه ناکامه اودامان الله خان  په برخه ليک یې  په يوه بل نامه او بڼه اخته نکړي !!!
دا رښتياده چي دهر فرامان دپلي کولو امکانات  اودهغه پر وړاندي دسياسي اواقتصادي مافيا غبرگون اوپاټکونه بايد وسنجول سي.  نه ديو فرمان اويا امر تبليغاتي تاثيرات اوگټي . ځکه تبليغاتی تاثيرات  اوگټي خودگزره دي ،يو ولسمشر بايد کوټلی اوله هرلوری سنجول سوی گامونه اوچت کړي .يو وخت  مرحوم نور محمد تره کي دټولنې دغوښتنواوعينی اړتياو له مخې يوپه  بل پسې فرمانونه صادر کړه .کله چي دا فرمانونه لکه اوس دډاکتراشرف غني احمدزی  فرمانونه دخلکو دهرکلی سره مخامخ سول پاکستان اودافغان ولس نورودښمنانودېته ملا وتړل چې دفرمانو دپلي کولوپر وړاندي نه يوازي فيزيکی بلکي تبليغاتی اوهغه هم داسلام دمقدس دين نه په ناراوابڼه استفادي سره ملا وتړي او پاټکونه جوړ کړي  .متاسفانه هغه وخت زموږ دولس کورنی اوبهرني دښمنان پردي پاټک جوړولو اومذهبی سوداگری بريالي سول . اميدواريو داځل چي ټول افغانان دپاکستاني،ايرانی اونورو افغان دښمنو چارواکو دوه مخی سياست باندي  پوره پوهېږي  او داڅولسيزيزی ئې ددوي افغان دښمنه دوستی لمس کړې او وڅکلې  دډاکتر اشرف غني احمدزی ددې ملي او وطني فرمانو اوهلو ځلو ترشا ودرېږي  اوزموږ دولس ددښمنانو دافغان دښمنه هلو ځلو پرخلاف يوځل بيا دمعينو ملي مخو لپاره  چي زه یې اوس دملي گټوپه خاطر نوم نسم اخيستلاي داشرف غني دملي حرکتونوبربنډ ملاتړ وکړی اوداشرف غنی ددي ملي هڅو پر وړاند پدي اوهغه نوم پاټکونوجوړولوپر خلاف مقدس افغانی جهاد اعلان کړي اونورپه هيڅ نوم اوبهانه بايد ددي پاټکونوجوړولو اوتبليغاتو لپاره اجازه ورکړوه . دادی تاسو یې دسر په سترگو وينی کله چي اشرف غنی سولي اوملي پخلاينې  خبره مطرح کړه  پاکستاني چارواکو ددې لپاره چي داشرف غنی ددي ملي او اسلامي هڅې پر خلاف زموږ دساده اوسپېڅلی زړه خاوند افغانواحساسات را وپاروی خپلو لاسپوڅوته یې امر وکړ چي لويو لاروپلونه له منځه يوسئ .چې داکاریي وکړ اوداافغان دښمنه پروسه به تر يوه وخته روانه وي .
افغان غيرتی ولس بايد هوښيار اوسی ،دامه هيره وئ تاريخ شاهد دی ، هرچاچي درته دملي چوپړ لپاره ملاتړلې هغه دهمدي ملت دبهرنيو او کورنيو دښمنانولخوابې واکه سوی دی .
پدې بايد هر افغان پوه وی چي په افغانستان کي دقانوني ،اسلامی اوټولنيز عدالت ،دموکراسی اوانسان بشری حقوقو ارزښتونوداوصول او قوانينو پلي کولوسره ، ددې ديارلس کلن اوترهغه پخوا ناورين ډير زبرځواک مخالف دی .
ځکه تاسو یې پېژنۍ چې دوي پرون هيڅ نه درلوده اوس دهرڅه خاوندان دي .نوپه کومو منطقو دوي بايد دداسي حاکميت پلوی وي چې هلته قانون او اسلامي عدالت پلی سی . که دقانون اوعدالتو دپلي کېدو خبره مطرح سول دوي سمدواره ځانونه دڅارنوالی په توقيف ځايونوکي وينی ،ځکه خوپه هره بهانه چي وي که داشرف غنی سره دمعينو اهدافوپه خاطرملگری سوی هم وي دخپلوگټونه دمرگ تربريده دفاع کوي . مسله ډيره پېچلې او اوړده ده . زه نه غواړم ديوې بلې مسلې پر بحث باندي تبصره نوره هم  اوږده کړم .
خو هم ښاغلي  اشرف غني اوهم ملت اودهغوي سياسي اوفرهنگی  استازی بايد خپلو ملي اسلامي او افغاني مسوليتونوته جدی متوجه وي .
درنو دقلم اوپوهی خاوندانو! موږ اوتاسو بايد خپل ملي مسوليت ترسره کړو ،دولس نظرته غوږ نيول اودهغوي معقولي مشوري پلي کول دچارواکو کاردی .که یې زموږ غوښتني او وژانديزونه ترغوږ تيرول اويا یي راباندي خندل دجواب ورکولو توان اوملي صلاحيت زموږافغانانوسره دی . ومن الله التوفيق