حبیب الله غمخور
سويډن / مالمو
د ۲۰۱۴ ز کال نومبر ۲۳
ددوستۍ فرهنگی ټولنې اوروزگان ملي مهالنې دغمشريکی پيغام
پکتياوالو!ستاسوسره پدې ستر ويراوغم کښي ټول افغان ولس ويرجن اوځان شريک بولي .
نن يوځل بيادافغان اواسلام دښمنانو دخپل تورلېنگی بادار په هدايت دپکتياولايت د یحیي خېلو په ولسوالۍ کې پداسي حال کښي چې زموږ جگړه ځپلي ولس دخپلو شاه زلمو دواليبال د سياليوننداره کول ديوځان مرگی بريدپه نتيجه کښي ۵۰ تنه په شهادت رسېدلي اوتر۶۰ زيات کسان ټپيان سوی دي . قالوانا الله وانا اليه راجعون
دادی زموږ دهيواد وحشی دښمنانويوځل بياپه لسگونوکورنۍ دغم پر ټغر کښېنولې .په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه اوروزگان ملي مهالنۍ اداره دې بشری جنايت ته دنفرت په سترگه کتوسره په کلکه غندي اوپرعاملينویې لعنت وايي .
موږ پداسي حال کښي چې ځانونه ددې په وينو لړلي اوغمجنې پېښي دشهيدانواوزخميانودکورنيوسره پدې سترغم کې شريک بولو،شهيدانوته فردوس جنت ،دکورنۍ پاته کسانوته یې دجميل صبر او زخميانوته دلوڅښتن له دربارنه عاجل صحت غواړو .
ددولتی مشرتابه نه په کلکه غوښتنه لروچې ددې په وينولړلې پېښي په هکله جدی پلټنه اوڅېړنه وکړي ،هغوچې پدې هکله یې غفلت کړی قانونی جزاورکړه شي . دولتی اړونده ادارې بايد دخلکودې پوښتنې ته منطقی جواب پيداکړي چې وايي،كه موددې لوبې دراټولېدونکوسيلانيانوامنيت نه شوساتلي ولي مو دخلكو راټولېدواوددې سياليوترسره کولوته اجازه وركړه؟ اوكه تاسو اجازه وركرې ده نو بيامو ولي امنيت ونشو ساتلاي ؟
ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه اوروزگان ملي مهالنې ادارې په استازيتوب حبيب الله غمخور
پر بیننده ترین مقالات
-
سلطان رضیه غوری
-
آب و هوای ولایت غور
-
سرگذشت سیاه موی و جلالی
-
اصطـــلاحــــات و واژه های شیرین لهجـهً غوری
-
شهر فیروز کوه مشهور ترین پایتخت سلاطین بزرگ غوری
-
بیوگرافی شهید محمد رفیق علم
-
ولسوالی های ولایت غور
-
زندگی نامه مختصر مرحوم سید محمد رفیق نادم رئیس بنیاد فرهنگی جهانداران غوری حوزه غرب
-
نثار احمد حبیبی غـوری کیست؟
-
Muhammad of Ghor
مجلات و کتب
جام غور در شبکه های اجتماعی
گزارشات و مصاحبه ها
-
قاری رحمت الله بنیان گزار گروه داعش و سرکرده گروه طالبان ولایت غورطی یک عملیات نیروهای امنیتی افغان در ولایت فاریاب کشته شد
-
کارگاه سه روزه آموزش حقوق بشر و حقوق بشردوستانه برای نیروهای امنیتی و دفاعی در ولایت غور
-
گرامیداشت شانزدهمین سالروز تأسیس کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان در ولایت غور
-
امضاء تفاهمنامه نشر برنامه های حقوق بشری با چهار رادیو در ولایت غور
ددوستۍ فرهنگی ټولنې اوروزگان ملي مهالنې دغمشريکی پيغام