آرشیف

2015-1-8

حبیب الله غمخور

دا پاکستانی هيت زموږ سره مرسته نسي کولاي

 
 
وامې ورېدل چې له پاکستان څخه کومه ددولت لخوا گمارل سوې  ډله دقومی اوسياسی مشرانوپه نوم کابل  ته  راځی  .
دمطبوعاتودمعلوماتو له مخې سبا  ددوي په وينا يوپاکستانۍهيت  کابل ته دکابل دچارواکوسره دخبرولپاره راځې .
زه د سعيدی صاحب دټولوخبروسره دموافقې په  صورت کي چې دايو تشريفاتي هيت دي چې را ځی  اوځي ،خوزموږ دولس دامنيتی ستونزوکوم درد نسی دواکولاي  موافق يم  .
ددولتی ژبې په اصطلاح  چې دملي ترمينالوژی  اوسياست سره مخالفه اونامنلې ده ، سبا افغانستان ته ددوي په ژبه  دپاکستانی چارواکو لخوا ټاکل سوی  ډله راځې چې په دې ډله کي به  مولانا فضل الرحمن هم   دافغانستان پلازمېني کابل  ښار ته رارسېږې . دادهغه هيواد پلازمېنه نه ده کوم چي همدا مولوی تل دپاکستانی استخباراتو اواجنټانوته وايي زما زامنو!  ور ودانگۍ هلته جگړه  وکړئ،هلته کفر دی اوهلته جهاد عبادت دی . خودانه ورته وايي چي هلته ددي دولت مشر څوک دی .سبا به په هغه ځاي (هيواد) کي دهغه چاسره خبري کوي چي خپلو زامنوته دهغه هيواد داوسيدونکو  وژل سواب او عبادت  بولي . هغو ي ته وايي ځان  قربانی کړه ،هلته يعنې په افغانستان کي جهاد راودی ،خوخپله دقربانۍ پر ځاي دلکسو خبرو لپاره هرچيري که  دا  کابل هم وي حاضر دی .که جهاد په رښتيا جهاد وي نوسبا بايد مولانا فضل الرحمن دانتحاری واسکټ سره کابل ته راسی اودلته خپله په کابل ښارکي ځان ترفردوس جنت پوري ورسوی  .
زموږ له نظره دايوه تشريفاتی اوتکرارليدنه ده ،دوي  بيله مولانا  نه څه موده وړاندي ټول راغلي وه تگ اوراتگ یې زموږ دهيوادپر سوله ايزبهيرکومکوم تاثير نلري .
که دوې  په رشتياسره په افغانستان کي دسولي اوثبات راوستوسره مينه لرې نودراتگ پرځاي بايد دپاکستان دمرکزی دولت پرخلاف راپورته اوله  هغوی  وغواړې چې په افغانستان کي دپو ځی  لاس وهنې ته دپاي ټکی کښېږې دې  .که دوي په پاکستانی چارواکوچي دادی دوي دهغه دولت په مالي لگښت  او سياسی استازيتوب دلته راروان دي ،داخبره ومنی  دې راتگ ته هيڅ اړتيانسته  .ځکه  موږ اوداټوله نړۍ پدې پوهېږې چې داټول ترهرگرهلته روزل کيږې اوپه وسلو سمنال افغانستان ته رالېږل: کيږي .