آرشیف

2014-11-27

حبیب الله غمخور

دا دغم دپاسه غم دی

په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دمشرتابه دخواخوږ ی اوغمشريکی  پيغام !
 دډير افسوس ځاي دی چې تر اوسه  مو لاد پکتيکا دوليبال دزلمو دسياليو اوددي سياليودسيلانيانو دشهيدانو دوير کمبله له غولی نده ټوله سوې .دا بل دردونکۍ خبرمو په نېمه شپه ترلاسه کړ  ,چي د افغانستان يو هوښيار سیاسی پوه هنرمند, ملي سندرغاړی اوكمپوز جو ړونكی ، ټول افغان ولس ته منلی استاد گل زمان  دروپېښی ناروغۍ له امله دتل لپاره زموږ او اوفغان ولس نه دابدی ژوندپه لور  رخصت واخيست . انا لله و انا الیه راجعون
ددوستۍ فرهنگی  ټو لنې مشرتابه جرگه اورو زگان ملي مهالنی خپروني اداره  پداسي حال کښي چي ځان ددي  ملي هنرمند مرحوم گلزمان  دمړېنې  په غم کښي  شريک بولي،دمرحوم ناببره مړېنه  نه يوازي ددې مرحوم درنې کورنۍ بلکې دټول هيواد لپاره يوه لويه اونه جبيره کېدونکې ضايع  بولي .  موږ و اوټول هيوادوال پدې پوهېږوچي  دمرحوم گلزمان مړينه اوله موږ نه رخصتېدل به  ئې دډير وخت لپاره زموږ د هېواد د موسيقی په برخه کي يوه لويه مسلکی تشه وي .
ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه د لوی خدای ( ج ) له دربار نه د مرحوم گلزمان  روح ته فردوس جنت  او کورنۍ  پاتي کسانو اوټولوافغان هنرمندانو،سندرغاړو،ددې ملي هنرمند دوستانواوعلاقمندانو ته دجمیل صبر غوښتنه کوي.     
روح دې ښاد اويادې ابدي وي .الحکم الله 
ددوستی فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دادارې  په استازيتوب  . حبيب الله غمخور
 
حبيب الله غمخور
سويډن  –   دمالمو ښار